لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

07:09 5.9.2020

د امریکې د جانز هاپکنز یونېورسټۍ د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس نه تر اوسه پورې د مړه شویو کسانو تعداد ۸۷۳۱۳۱ ته رسېدلی دی او تر ټولو زیات مرګونه په امریکا کې رپورټ شوي ديږ

د یونیورسټۍ د جمعې په ورځ څرګند کړی شویو شمېرو ترمخه په موجوده وخت کې کرونا وایرس ۲۶۵۱۷۹۸۵ کسان نارغه کړي دي.

د جانز هاپکنز ترمخه په امریکې کې د کرونا وایرس د ۱۸۷۷۵۰ مرګونو نه پس زیات مرګونه په برازیل کې رپورټ شوي دي چې تعداد یې ۱۲۵۵۰۲ ته رسېدلی دی.

بلخوا د کرونا وایرس خپرېدو ته د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن د ځواب په اړه د پلټنې کوونکي خپلواکې ډلې مامورینو ویلی دوی به د دبلیو اېچ او هر ډول داخلي معلوماتو او دستاوېزاتو ته رسايي لري.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ترمخه د تحقیقاتي ډلې مشر د لایبېریا پخوانی صدر اېلن جانسن سرلیف کوي او نور ۱۱ غړي لري.

د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو د می د میاشت راهسې غوښتنه کوله چې کرونا وایرس د خپرېدو په ترڅ کې دې د ډبلو اېچ او د فعالیت پلټنې دې وشي. دا غوښتنې پس له دې کېدلې چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ وویل چې ډبلیو اېچ او کرونا وایرس په اړه د بد انتظامۍ نه کار اخیستلی او د وایرس په اړه د اتبدايي معلوماتو خفیه ساتلو په لړ کې د چین مرسته کړې ده.

صدر ټرمپ ډبلیو اېچ او د چین په لاس کې ګداګۍ اداره بللې او خپل ملک یې د ادارې نه ویستلی دی.

په عین څال کې ورلډ هېلت ارګنایزېشن ویلي داسې نه ښکاري چې د اینده کال تر نیمايي پورې هم په پراخه کچه د کرونا وایرس په ضد د وېکسین استعمال شروع شي.

خو امریکايي مامورین او دوا جوړوونکي کمپنۍ فایزر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د اکتوبر د میاشت ترنمايي پورې به د کورنا وایس په ضد د استعمال دپاره ترلاسه کېدلی شي.

روس د دوو میاشتو د ازموېنو وروسته کرونا وایرس وېکسین منظور کړی دی.

21:38 1.9.2020

د کرونا وایرس له امله په دنیا کې تر دا وخت ۸۵۱۶۴۷ کسان مړه شوي او د ملګرو ملتونو د صحت ادارې مشر ویلي یو هېواد دې هم لا نه ګني چې د کرونا وایرس مرض ختم شوی دی.

د امریکې د جانزهاپکنز د طب یونیورسټۍ د نهې، سه شنبې، د ورځې د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس له امله ۸۵۱۶۴۷ کسان مړه شوي او د دې وبا د ناروغانو شمېر ۲۵۵۳۳۰۸۶ ته رسېدلی دی.

د جانز هاپکنزې د شمېرو ترمخه د کرونا وایرس ټر ټولو زیاتې ناروغۍ او مرګونه په امریکا، ورپسې برازیل او بیا په هندوستان کې رپورټ شوي دي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر خبرداری ورکړی چې هېڅ هېواد هم داسې نشي ګڼلی چې د کورونا وبا ختمه شوې ده.

ډاکټر تېدروس ګبریاسس د ګل یا دوشنبې په ورځ له جینیوا څخه د ویډیو کانفرانس له لیارې خبریالانو ته وویل، که خلک د اقتصاد په ډګر کې د خپلو روزمره کاروبارونو پر پرانېستلو غور کوي نو هېوادونه باید د کورونا د وبا د خپرېدو په مخنیوي او د خلکو د ژغورلو په برخه کې جدي اوسي.

هغه وویل، "څومره چې خلک په وایرس زیات کنټرول ولري نو هغومره خپل کارونه زیات پرانیستلی شي خو که له کنټرول پرتله پرانیستل شي نو دا به د ناورین لپاره د خبر په معنی وي."

تېدروس د ټولو هېوادونو، ښارونو او وګړو لپاره د‌ څلورو لارو وړاندیز کړی تر څو وایرس کنټرول کړي.

په دغو څلورو کې په سټیډیمونو او نایټ کلپونو کې د لویو غونډو له جوړېدو څخه خلک منعه شوي او د کورونا لپاره د خلکو د ټیسټونو، څارلو او قرنطین کولو پر مسلو ټینګار شوی.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوالې ادارې په نړۍ کې د کورونا د واکسین جوړولو په سیالۍ کې د احتیاط غږ کړی تر څو یو خوندي او اغیزناک واکسین جوړ کړي.

د واکسین جوړولو په برخه کې د احتیاط خبره وروسته له هاغې راپورته شوه کله چې د امریکا د خوړو او درملو د ادارې مشر ډاکټر سټیفن هان وویل چې دوی یو واکسین ته پر بیړنۍ اجازې باندې مخکې له دې چې وروستی انساني ازمېښت یې بشپړ شي غور کوي.‌

د ډبلیو اچ او وتلي ساینس پوهې سومیا سوامېنېتن ویلي، داسې اجازه ورکول باید ډېر په سوچ او غور سره وشي. دا هغه څه دی چې ورته سرسري و نه کتل شي.

په ډبلیو اچ او کې د بیړنیو روغتیايي حالاتو د پروګرام مشر ډاکټر مایک راین ویلي، "د هر هېواد د واکسین پالیسي باید د ممکنه لوړو اخلاقي معیارونو سره برابره وي."

بل پلو د نړۍ د اقتصادي فورم لخوا یوه نړې سروې ښيي چې د نړۍ ۷۴ فیصده بالغو کسانو ویلي چې که واکسین تیار شي نو دوی به یې واخلي.

ددغې سروې له مخې چې په ۲۷ هېوادونو کې شوې چین هغه هېواد دی چې زیاتره خلک پکې واکسین ته لیوالتیا لري او له واکسین څخه ملاتړ پکې ۹۷ فیصده ته رسېږي او روسیه پکې تر ټولو کمه لیواله وه چې یواځې ۵۴ فیصده خلکو یې ویلي چې دوی به واکسین واخلي.

په امریکا کې چې تر ۶.۲ میلیونو زیات کسان پرې اخته او تر ۱۸۷۰۰۰ زیات مړه شوي دي ۶۷ فیصده خلکو ویلي چې دوی به واکسین واخلي.‌

05:07 29.8.2020

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د جمعې د ورځ د شمېرو ترمخه په دنیا کې د کرونا وایرس نه تر اوسه پورې ۸۳۳۹۴۳ کسان مړه شوي دي.

د امریکې د طب د دغه یونیورسټۍ د معلوماتو ترمخه په دنیا کې د کرونا نه تر ټولو زیات کسان په امریکا کې مړه شوي چې تعداد یې ۱۸۱۶۵۵ دی.

په نړیواله کچه د کرونا وایرس د ناروغانو تعداد ۵۹۱۰۴۰۰ ته رسېدلی دی.

هندوستان د جمعې په ورځ وویل په هېواد کې په تېرو ۲۴ ګنټو کې د کرونا وایرس ۷۷۲۶۶ نوي کېسونه رپورټ شوي دي چې تر اوسه پورې په ملک د کرونا وایرس تر ټولو زیات تعداد دی.

انډونېشیا کې د جمعې په ورځ ۳۰۰۰ نوي کېسونه رپورټ شول.

په فرانس کې د جمعې په ورځ په عامو ځایونو کې خلکو دپاره ماسک لګول لازمي و ټاګل شول.

په سپېن کې هم شپږ او د شپږو کلونو نه د زیات عمر ماشومانو دپاره په سکول کې ماسک لګول لازمي وټاکل شوو.

هنګري د جمعې په ورځ اعلان وکړو چې د سپټمبر د لومړۍ نېټې څخه به ملک ته د ورتلوونکو خارجیانو دپاره یې سرحدونه بند وي خو هغه شهریان چې وطن ته ستنږي ۱۴ ورځې به په قرنطین کې تیروي.

بلخوا، د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د سږ کال تر اخېره او یا د دې نه وړاندې به د کرونا وایرس وېکسین تیار کړل شي.

صدر ټرمپ دغه خبره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د واکمن ريپبلېکن ګوند د طرف هغه په صدارتي انتخاباتو کې د دویمې دورې دپاره د امیدوار نامزدګي د قبلوولو په تقریر کې وکړه. په نومبر کې کېدونکو انتخاباتو کې به ډانلډ ټرمپ د ډېموکرېټک پارټۍ صدارتي امیدوار جوبایډن سره مقابله کوي.

12:44 24.8.2020

په نړۍ کې د کرونا څخه د مړينو شمېره د اته لکو نه واوړېده

په ګرده نړۍ کې د کرونا وايرس څخه د مړينو شمېره اته لکه، اته زره 716 ته رسېدلې او دا وايرس په 188 هېوادونو کې دوه کروړه، 34 لکه 24زره844 کسانو ته ورپورې شوي دي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د تازه شمېرو ترمخه د کرونا څخه په مړه شوؤ کې يواځې يو لک 76زره 808 کسان په امريکا کې مړه شوي دي.

دغه ډول د کرونا وايرس تر ټولو زیات هم په امریکا کې خلکو ته ورپورې شوي چې شمېره يې 57لکه 3561 ده.

د کرونا څخه د زياتو مړينو په حساب برازيل په دوېم نمبر ملک دی چرته چې دې وايرس يو لک 154زره 744 کسان مړه کړي دي.

په برازيل کې په 36لکه 5783 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

مېکسيکو په درېم نمبر هېواد دی چې زيات کسان يې پکې مړه کړي او شمېره يې 60زره 480ده.

خو بل لور ته به هند کې دا وايرس 31لکه 6348 کسانو ته ورپورې شوي او 57زره 542 يې مړه کړي دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه په پاکستان کې کرونا وایرس 6244 کسان مړه کړي او دوه لکه 93 زره 261 کسانو ته دا وايرس ورپورې شوي دي.

په افغانستان کې کرونا وايرس 37زره 999 کسانو ته ورپورې شوي او 1387 کسان ترې مړه شوي دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG