لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

18:16 15.3.2020

په چين کې راپېدا شوي کرونا وايرس د نړۍ ۱۴۲ هېوادونو ته خواره شوي او د امريکې د مېرې لېنډ جان هوپکېنزپوهنتون د شمېرو ترمخه تراوسه پورې کرونا وايرس ۵۸۳۳ کسان مړه کړي دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه دا وايرس په یو لاک ۵۶ زره ۴۰۰ کسانو کې مالوم شوي دي.

د پاکستاني چارواکو په وېنا تراوسه پورې په پاکستان کې دا وايرس په ۵۱ کسانو کې مالوم شوي دي.

18:44 15.3.2020

کرونا وايرس: په سند کې د کرونا وايرس ۱۳ نورې پېښې مخې ته راغلې

د پاکستان د سند صوبې چارواکي وايي په صوبه کې د کرونا وايرس نورې ۱۳ پېښې مخې ته راغلې، د دې ۱۳ پېښو سره يواځې په سند صوبه کې د کرونا پېښې ۳۴ ته او په پاکستان کې يې شمېره د ۵۰ نه سېوا شوه.

چارواکي وايي، په سند صوبه کې چې تازه د کرونا کومې پېښې مالومې شوي دا ټول کسان د ايران څخه د تافتان د لارې راغلي دي او په سکهر سيمه کې په قرنطېن مرکز کې اچول شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي تراوسه پورې چې په پاکستان کې د کرونا څومره پېښې مخې ته راغلي، په دې کسانو کې زیاتره د بهر هېوادونو او زيات پکې د ايران څخه راغلي دي.

د امريکې د مېري لېنډ جان هوپکېنز پوهنتون د شمېرو ترمخه دا وخت په نړۍ کې د کرونا نه د مړينو شمېره ۵۸۳۳ ده.

په دغو هېوادونو کې چې کرونا وايرس زيات خلک مړه کړي په اول نمبر چين ۳۰۸۵ مړه، په دوېم نمبر اټلي ۱۴۴۱، ايران ۶۱۱ او په څلورم نمبر سپېن دی چې ۱۹۶ تنه پکې د کرونا وايرس ه مړه شوي دي.

د جان هوپکېنز پوهنتون ترمخه کرونا وايرس د نړۍ ۱۴۲ هېوادونو ته خواره شوي او يو لاک ۵۶ زره ۴۰۰ کسان يې اغېزمن کړي دي.

20:35 15.3.2020

د اټلي نه وروسته فرانس او اسپانیه هم په هیواد کې د کرونا وایرس مخنیوي‌ په خاطر په تګ راتګ باندې بندیز لګولی. په دغه ګام سره به په اسپانیه کې څلور نیم کروړو نه د زیاتو خلکو ژوند اغېزمن شي او زیاتره کاروباري‌ مرکزونه بند شوي‌ دي.

په اسپانیه کې تر اوسه ۶۳۰۰ کسان د کرونا دلاسه متاثره شوي دي چی په کی تیر ۲۴ ګهنټو کې ۱۵۰۰ نوي‌ مریضان شامل دي. په اسپانیه کې د مړو شمیره ۱۹۶ ته رسېدلي‌ ده.

د اسپانیي تش سړکونه
د اسپانیي تش سړکونه

چین، اټلی، ایران او جنوبی کوریا نه وروسته، اسپانیه پنځم هیواد دی چې په لویه کچه د دغه وایرس دلاسه اغیزمن شوی دی.

د کرونا لپاره د امریکا جان هاپکنز یونیورسټي‌ ویب پاڼې د شمیرو تر مخه ‌ دا وخت په ټوله نړۍ کې د کرونا د مریضانو شمیره ۱۵۶۴۰۰ ته رسیدلي‌ ده، د دغه مرض د لاسه ۵۸۳۰ کسان مړه شوي‌ هم دي. د ویب پاڼې ترمخه په ټوله نړۍ کې ۷۳ زره نه زیات کسان بیرته روغ شوي‌ هم دي.

20:39 15.3.2020

په جنوبي کوریا او آسټرېلیا کې:

جنوبی کوریا د هیواد یو شمیر صوبې د کرونا وایرس له وجې‌ افت زده ګرځولي‌ دي، اکثره دغه ګام طوفانو، سیلابو او نور قدرتي افتونو په وخت اخیستلې کیږي خو مرکزي‌ حکومت دغه فیصله اوکړله چې د دغه صوبو سره د مالي مرستو لپاره لار هوار کړي.

جنوبي کوریا کې دا وخت ۸۱۶۲ کسانو کې د کرونا وایرس موندلې شوی دی.

اسټریلیا حکومت ویلی‌ هغه ټول مسافر چې هیواد ته راځي‌ څوارلس ورځو لپاره به یې قرنطینه یا ګوښه کوي‌، او سمندر جازونو یا کروز ته به د اسټریلیا په بندرونو د ودرولو اجازه نه ورکوي‌.

د اسټریلیا وزیراعظم په وینا دغه ګامونه یې د وایرس د مخنیوي‌ په غرض پورته کړي‌ دي. هغه وایی مونږ تیر څو هفتو کې ولیدل چې د نړۍ یو شمیر هیودانه د دغه وایرس دلاسه متاثره شوي‌ او زیاتره هیوادنو کې د بهر نه راغلي‌ مسافرو دلاسه وایرس خور شوی دی.

نور کتل

XS
SM
MD
LG