لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

23:12 15.3.2020

د اسرائیل پراخ اقدامات
د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نېتن‌یاهو د کرونا وایرس د خورېدو سره د مقابلې دپاره، په اسرائیل کې د سختو تحفظي ګامونو اعلان وکړ.

په دې لړ کې فېصله شوې چې په اسرائیل کې به د دارو درملو د خرڅلاو له دوکانونو او له سوپرمارکېټونو بغېر، نور ټول ځایونه تړل کیږي او د لسو نه د زیاتو کسانو په راغونډېو هم پابندې ولګول شوه.

وزیر اعظم نېتن‌یاهو نن د سرکاري ټي وي له لارې خپل تقریر کې وویل چې غواړي په کرونا وایرس باندې د اخته کسانو د ځای ځایګي معلومولو دپاره سایبري یا انټرنېټې وسایل هم وکاروي، یعنې په کرونا وایرس اخته کسان به د هغوی د ټلیفونونو له لارې څارل کیږي چې چېرته ځي او له چا سره ګوري.

په اسرائیل کې تر اوسه د کرونا وایرس ۲۰۰ مثبتې پېښې مخې ته راغلي دي، او لسګونه زره شکمن کسان قرنطینه شوي هم دي.

23:30 15.3.2020

په ایران کې تازه صورتحال:
ایران، چې د کرونا وایرس بیمارۍ د مرګ ژوبلې له امله په نړۍ کې درېیم سخت ځپل شوی ملک ګڼل کیږي، نن د اتوار/یکشنبې په ورځ یې خبر ورکړ چې د کرونا وایرس له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هغه ملک کې ۱۱۳ نور کسان هم مړه شوي او په دې سره په ایران کې د دې بیمارۍ له وجهې د مړو شمېر ۷۲۴ ته لوړ شو.

د ایران حکومت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د کرونا وایرس د مقابلې دپاره، مارشالا ته نږدې ضابطې لګوي. د ایران سرکاري ټي وي رپوټ ورکړ چې امنیتي ځواکونه به په ټول ملک کې خواره شي، او د خلکو دوکانونه او لارې کوڅې به پاکې کړي.

د ایران د صحت وزارت ویلي چې تر اوسه په هغه ملک کې ۱۳۹۳۸ کسان په کرونا وایرس اخته شوي او ۷۲۴ تنه ترې مړه شوي دي. خو د عالمي صحت د چارو یو ایرانی عالم کامیار علایي وي او اې ته ویلي چې د هغه په باور، په ایران کې د کرونا وایرس د پېښو حقیقي شمېر ۴۰ زرو ته رسیږي.

د ایران د سرښار، تهران سړکونه د پاکېدو په حال کې
د ایران د سرښار، تهران سړکونه د پاکېدو په حال کې

23:49 15.3.2020

تر دې دمه په پاکستان کې د کرونا وایرس نه د اغیزمن شوو خلکوو شمیر 53 ته رسېدلې دی. په پاکستان کې د ټولو نه زیاتی 33 پېښې په سند ایالت کې رپورټ شوي دي. د سند صوبی یا ایالت وزیراعلی مراد علی شاه په وینا په سکر ضلع کې په مجموعي توګه 13 کسانو کې د کویډ 19 یا کرونا ویراس تشخیص شوې دی. بله پلوه بلوچستان ایالت کې 10 کېسونه رپورټ شوي دي. ګلګت بلتستان کې 5 کسانو کې د کرونا وایرس تشخیص شوې دی.

اسلام آباد کې د پمز روغتون د ویاند په وینا تر دې دمه څلور کسانو کې د کویډ 19 تشخیص شوې دی. په پنجاب صوبه د کرونا وایرس یوه پېښه رپورټ شوې ده. تر اوسه پورې په خېبر پښتونخوا کې د کرونا وایرس کېس نه دې رپورټ شوې دی. د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان ضلعې انتظاميه وايي هغه ۱۸ کسان چې د ايران څخه د تافتان د لارې پاکستان ته راغلي او تعلق يې د خېبرپښتونخوا د بېلابيلو علاقو سره دی په ډېره اسماعيل خان کې په قرنطين سنټر کې اچول شوي دي.

بلخوا د صحت په چارو کې د پاکستان د وزیراعظم عمران خان مرستیال ډاکټر ظفر مرزا وړاندیز کړې چې یو "سیمه ایز میکانیزم" دې رامینځته شي ترڅو د سارک غړي هیوادونه د یو تن نه د بل تن د لګیدونکي ناروغېو په اړه همغږي او معلومات شریک کړي او د نور خپریدو مخه یې ونیسي.

ډاکټر ظفر مرزا په ویډیو کانفرانس کې د سارک هیوادونو استازو ته وینا کوله چې په سیمه کې د کرونا وایرس د خپریدو مخنیوي لپاره د سیمه ایز بلاک د ګامونو اخیستو په اړه خبرې اترې وشوی.

نوموړي یادونه وکړه چې پداسې حال کې چې کرونا وایرس یوه وبا ګرځول شوې ده خو کنټرول کېدی شي .

07:09 16.3.2020

په امریکا کې د هسپتالونو او صحت چارواکو د کرونا وایرس د ناروغانو د شمیرو سېوا کیدو په سر هسپتالونو نظام کې د خطر اندېښنې څرګند کړي.

په ګرده امریکا کې چارواکو د ورځې په حساب د کرونا مخنیوي ګامونه پورته کول پېل کړي او په بیلا بیلو ښارونو کې عارضي یا د خیمو هسپتالونه جوړ کړل شوي. چارواکي داسې ځایونه لټوي چې خالي‌ وي او پکې ناروغان ساتل کیدلی شي.

سره د دې ډاکټرانو په خلکو غږ کړی چې په دې ورځو کې د لویو اپریشنو یا پیچکارۍ لکه د غاښونو علاجونه او نور علاجونه وځنډوي.د نیویارک ایالت ګورنر اعلان کړی چې دوي به پوځي اډې او د کالجونو خالي ودانۍ د عارضي هسپتالونو په توګه کاروي.


نور کتل

XS
SM
MD
LG