لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

12:10 25.3.2020

د کرونا وايرس د مخنیوي په لړ کې په سوات کې ګرځبنديز په ځای کړی شو

د کرونا وايرس د مخنيوي پله لړ کې د سوات په مرکزي ښار مينګوره او خواوشا پرتو علاقو کې غېر اعلانيه ګرځبنديز (کرفيو) په ځای کړی شوه.

د سوات ضلعې انتظامي مشر ډي سي او ثاقب رضا اسلم وايي چي دويي بيا بيا په ولس غږ کړی چې د کرونا وايرس نه بچ کېدو لپاره خپلو کورنو کې پاتې شي ولي بيا هم ولس په دې عمل نه کوي ځکه دويي اوس سختي فېصلې کوي.

د نوموړي په وېنا دغه ګام د اولس د خېر دپاره پورته کړی شوی او تر بل حکم پورې به هرقسمه کاروباري مرکزي او د ولس تګ راتګ بند وي.

د يادې پرېکړې وروسته د مينګورې ټول بازارونه چې پکې د خوارکي توکيو دوکانونه هم شامل دي په مکمله توګه بند کړی.

په مينګوره ښار کي د پوليسو نفري زياته کړي شوي او چي څوک هم بهر را اوځي نيولی کيږي.

11:58 25.3.2020

د مردان په منګا يونين کونسل کې د کرونا وايرس نورو ۳۹ پېښو پخلی وشو

د خېبر پښتونخوا د مردان ضلعې په هغه يونين کونسل کې د کرونا وايرس نورې ۳۹ پېښې مخې ته راغلې چرته چې د کرونا وايرس نه يو تن مړ شوی ؤ.

د خېبرپښتونخوا د صحت وزير تېمور خان جګړا په منګا کې د کرونا وايرس د ۳۹ پېښو پخلی وکړو.

په منګا کې د دې تازه ۳۹ پېښو نه وړاندې د کرونا وایرس نه مړ شوي تن سره شپږ کسان په دې رنځ اخته شوي چې پکې د مړ شوي تن زوی، اينګور او لور هم شامل ؤ.

د مردان ضلعي چارواکو د تېرې شورو، چهارشنبې په ورځ (۱۸م مارچ) د مردان په مېډېکل کمپليکس کې د کرونا وايرس له امله د یو تن د مړ کېدو پخلی کړی او ويلي يې ؤ د دغه تن تعلق د ضلعې د منګا يونين کونسل سره دی.

منګا يونين کونسل د مردان او چارسدې ضلعې ترمنځ پروت دی.

د مردان ضلعې انتظامیې ويلي ؤ دغه ۵۰ کلن تن چې د کرونا وايرس څخه مړ شوی په ۸م مارچ د سعودي عرب نه راغلی ؤ، او په مردان مېډېکل کمپليکس روغتون کې د دوه ورځو نه داخل ؤ.

دغه ۵۰ کلن په پاکستان کې د کرونا وايرس نه مړ شوی لمړی تن ؤ.

د يادې پېښې وروسته چارواکو د منګا یونين کونسل تړلی او د ۴۶ کسانو نه يې د کرونا وایرس مالومولو دپاره نمونې اخيستې وې.

تېمور خان جګړا په ټويټر ويلي، د منګا نه د ۴۶ کسانو نمونې اخيستل شوې چې پکې په ۳۹ کسانو کې د کرونا وايرس پخلی وشو، د څلورو کسانو نمونې رد کړی شوې.

هغه وويل په دغه اړه به نور جزیات وروسته شریک کړی شي.

نزدې دوه ساعته وړاندې د صحت قامي ادارې په پاکستان کې د کرونا وايرس وهلو ۱۰۰۰ ښودلې وه، او د کرونا وایرس له امله د اووه کسانو د مړينې پخلی يې کړی دی.

10:27 25.3.2020

کرونا وایرس: پاکستان کې شمېرې ۹۷۲ ته رسېدلي، اووه تنه مړه

پاکستان کې د کرونا وايرس وهلو شمېرې ۹۷۲ ته رسېدلې دي، کرونا وايرس په پاکستان کې اووه تنه مړه کړي، او په تېر ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وايرس ۸۰ پېښې نورې سېوا شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې تر اوسه پورې ۱۸ کسان د کرونا وايرس نه صحتمند شوي دي، خو ويل شوي په کرونا وايرس اخته کسانو کې د پينځه کسانو روغتيايي حالت خطرناک دی.

د صحت د محکمې د تېرې شپې د شمېرو ترمخه په سند صوبه کې د کرونا په وايرس اخته کسانو شمېره ۴۰۷، په پنجاب کې ۲۸۱، په بلوچستان کې ۱۱۰، په ګلګت بلتستان ۸۰، په خېبرپښتونخوا کې ۷۸، په اسلام اباد کې ۱۵ او ازادکشمير کې يو تن دی.

د سند صوبې حکومتي وياند ويلي په کرونا وايرس اخته ۱۰ تنه صحتمند شوي دي، هغه زیاته کړې په سند صوبه کې په کرونا وايرس اخته ۱۴ کسان صحتمند شو.

په پاکستان کې د کرونا وايرس لمړۍ پېښه په ۲۶م فرورۍ د سند صوبې په مرکزي ښار کراچۍ کې مخې ته راغلې وه.

د سند صوبې چارواکي وايي په صوبه کې په کرونا وايرس اخته کسانو کې زياتره د تافتان څخه راغلي دي.

سند صوبې د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې تر ټولو اول تعليمي ادارې تړلې او بيا يې په صوبه کې ټول بنديز (لاک ډاؤن) کړی دی.

د سند نه وروسته په نورو درې واړو صوبو خېبرپښتونخوا، بلوچستان او پنجاب کې هم دغه ډول ګامونه پورته کړی شوي او په خلکو غږ شوی چې د کرونا وايرس نه د مخنیوي په لړ کې دې خلک په کورونو کې کښېني او د ګڼې ګوڼې جوړولو نه ډډه وکړي.

په سند صوبه کې نن درېمه ورځ ده چې د صوبې تړلو اعلان شوی دی، خو چارواکي وايي ۸۰ فيصده خلک په کورونو کې ناست شوي او په لاک ډاؤن عمل کيږي خو د صوبې د اطلاعاتو وزیر ناصر حسېن شاه وايي نور سخت ګامونه پورته کوي.

شخصي ټيلي ويژن جيو سره په خبرو کې هغه وويل په لاک ډاؤن کې د روغتونونو او دوايانو د دوکانونه سره د خوراکی توکيو دوکانونه هم خلاص ؤ.

خو زياته يې کړه دوی اوس پرېکړه وکړه چې د سهار اته بجو نه تر ماښام اته بجو پورې به د خوراکي توکيو دوکانونه خلاص وي او د شپې د اته بجو نه تر سهار اته بجو پورې به دا دوکانونه هم اوس بندولی شي.

خو وې ويل روغتونونه او د دوايانو سټورونه به ۲۴ ساعته خلاص وي.

13:55 24.3.2020

کرونا وايرس: پېښور هایکورټ په صوبه کې د ۲۸م مارچ پورې د عدالتونو بندولو اعلان وکړو

پېښور هايکورټ په خېبرپښتونخوا صوبه کې د کرونا وايرس مخنيوي په لړ کې د ۲۴م مارچ نه تر ۲۸م مارچ پورې د صوبې د عدالتونو بندولو اعلان وکړو.

د پېښور هايکورټ رجسټرار نن د نهې، سه شنبې په ورځ اعلاميه جاري کړی چې چيف جسټس د صوبې د حکومت د لارښوونې په رڼا کې امر کړی، چې د صوبې عدالتونو به بند وي خو څو ججان به په عدالتونو کې موجود وي.

د پېښور هايکورټ په اعلاميه کې ويل شوي چې په هايکورټ کې به دوه ججان د ضروري مقدمو دپاره موجود وي.

ويل شوي چې په ضلعو کې به يو سيشن جج، يو سېول جج او يو مجسټرېټ هم په ډيوټۍ وي.

په عدالتونو کې د ۵۰ کالو نه د زيات عمر کار کوونکو، خطرناکو ناروغو سره مخ او ښځې کار کوونکي به د بل حکم پورې په رخصتۍ وي.

د پېښور هايکورټ دغه اعلان په داسې وخت کې کړی چې په پاکستان کې د کرونا وايرس وهلو شمېره ۸۹۲ ته رسېدلې ده. په درې صوبو کې خېبرپښتونخوا، سند، پنجاب او خېبرپښتونخوا کې ټول بنديز په ځای کړی شوی دی.

پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس نه شپږ تنه مړه شوي دي او شپږ تنه صحتمند شوي هم دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG