لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

22:46 18.4.2020

واشنګټن ډي سي —

افغان چارواکو ویلي د افغانستان صدارتي‌ ماڼې یا ارګ په یو شمیر چارواکو کې د کرونا وایرس پخلی شوی او ۷۰ کلن ولسمشر اشرف غني د چارواکو سره یواځې د انټرنیټ په لاره تماس نیسي.‌

راېټرز خبري ادارې ته د صحت یو چارواکي ویلي صدارتي ماڼۍ ته لیږل شوي سرکاري لیک کې ویل شوي، د کرونا وایرسه ناروغه شوو چارواکو کې د لومړیو نخښو مالومیدلو وروسته د روانې میاشتې په لومړیو وروځو کې د دوي معاېنې یا ټسټونه شوي‌ دي.‌

ولسمشر اشرف غني د چارواکو سره یواځې د انټرنیټ په لاره تماس نیسي.
ولسمشر اشرف غني د چارواکو سره یواځې د انټرنیټ په لاره تماس نیسي.

د افغانستان د صحت یو چارواکي‌ د خپل نوم نه څرګندولو په شرط خبري‌ ادارې ته ویلي: ٫٫ د یو بل دفتر نه ارګ ته رالیږل شوي لیک یا دستاویز کې د وايرس په وجه د ارګ کسان اغیزمن شوي.٬٬

خبري اداري لیکلي په صدارتي‌ ماڼۍ کې لږ تر لږه په ۲۰ چارواکو کې د وايرس پخلی شوی دی. خو دا اندیښنه یې هم څرګند کړې چې د ناروغانو شمیره زیاتیدی هم شي.‌

٫٫ د ټیسټونو / معاینو د نتیجو راتللو پورې د ارګ ځینو چارواکو په خپلو دفترونو کې کار کوو، نو ځکه دغه ټول کسان او د دوي‌ کورنۍ ټولې قرنطین کړی شوي.٬٬

د افغان ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي د معاینو وړاندې ځینو کارکونکو ته ویل شوي وو په کور کې پاتې شي او دا مهال د دغه کسانو په خپلو کورو کې د پاتې کیدلو موده درې میاشتې نوره غځول شوې ده.

یوې بلې حکومتي سرچینې راېټرز خبري ادارې ته ویلي صدر اشرف غني وړاندې ویلي وو چې د معدې او ګېډې ځینې ستونزې لري او یواځې د نژدیو کسانو سره ویني او د نورو چارواکو سره ډیر کم لیده کاته کوي او زیاتره په انټرنېټ رابطه کوي.

د کرونا وايرس په اړه ویل کیږي د زیات عمر خلک ډیر زر ناروغه کوي او د مرګونو شمیره یې هم په لوې عمر خلکو کې زیاته ده.‌ افغانستان دا مهال د خوراکي سامانونو او د دوایانو د کمۍ سره هم مخ دی.‌

د خالي/ شنبې په ورځ په افغانستان کې د کرونا وايرس له امله د اغیزمن کسانو شمیر ۹۳۳ ته رسیدلی او ویل کیږي تر دې وخته پورې افغانستان کې د کرونا د لاسه ۳۰ کسان مړه شوي دي.‌خو چارواکو اندیښنه څرګند کړې دغه شمیره سېوا کیدلی شي ځکه په افغانستان کې د کرونا معاینو یا ټسټونو شمیره ډیره کمه ده.‌

د افغانستان د صحت محکمې دا خبردارې هم ورکړی که چرې په افغانستان کې د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره مناسب ګامونه پورته نه کړل شول نو په هیواد کې په میلینونو خلک د کرونا وایرسه اغیزمند کیدلی شي.

22:45 18.4.2020

واشنګټن —

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د خالي- شنبې په ورځ ویلي دي که چیرې په پاکستان کې د غربت کچه هغه وخت زیاته شي چې کرونا وایرس ته یې ماتې ورکړې وي نو دغه هیواد به ټوله جګړه بایللې وي.

وزیر اعظم عمران خان د خالي په ورځ د خپلې کابینې وزیرانو او ځانګړي همکارانو ترڅنګ یوه خبري کانفرانس ته وویل،" زموږ ترټولو لویه چیلنج دا ده چې دا خبره یقیني کړو چې هغه کسان چې هم اوس په اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي د غربت د کرښې لاندې نور ښکته نشي. ځکه چې که دوی ښکته لاړ شي او زموږ د غربت کچه هغه وخت لوړه شي چې موږ دې وایرس ته ماتې ورکړې ، موږ به جګړه د لاسه ورکړو."

ښاغلي عمران وویل چې پداسې حال کې چې اوس مهال په پاکستان کې د کرونا وایرس د تایید شوي مثبت پیښوشمېر د اټکل شوو شمېرو نه کم دی ، خو ملک کیدی شي د مۍ میاشتی تر 15 پورې ستونزو سره مخ کېدی شي. نوموړي خلکو نه غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې د احتیاط نه کار واخلي.

عمران خان وویل،" زموږ اولني اټکلونه وو چې موږ به د اپریل تر 25 پورې 50،000 پېښې ولرو. د الله په فضل ، داسې حال نده. زموږ نوي اټکلونه ښایي چې موږ به د راتلونکي هفتې - اوونی پورې 12،000 - 15،000 د کرونا وایرس ناروغان ولرو. په بل ټکو کې مطلب دی هغه فشار چې موږ په خپلو هسپتالونو- روغتونونو کې یې تمه کوله به اوس په راتلونکې میاشت کې وي . "

عمران خان وویل چې د تایید شوي کوویډ – 19 د پېښو کم شمېر د حکومت لخوا په وختاخستل شوو ګامونو له وجه دی. په پاکستان کې تر دې دمه د کرونا وایرس باندې اخته خلکو شمیر7,674 دی. په دغه هیواد کې د کرونا وایرس نه دمړو شوؤ کسانو شمیره 144 ده.

تر دې دمه دکرونا وایرس له امله تر ټولو زیاتې مړینې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شوي چې شمیر یې 50ؤ ته رسېدلې ده.

22:42 18.4.2020

د تازه شمېرو له مخې تر دې مهاله په ټوله نړۍ کې تر 22 لکه 58 زره زیات کسان په کرونا وایرس اخته دي او یو لک 54 زره نه زیات تنه یې وژلي دي. تراوسه په ګرده نړۍ کې تر 5 لکه 74 زره زیات کسان بیرته ترې رغېدلی دي.

په امریکا کې تر ټولې نړۍ زیات خلک اغېزمن دي، چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر یې اووه لکه 6 زره او د مړیو شمېر یې 37 زره 79 ته رسېدلی دی. تراوسه په امریکا کې تر 59 زره زیات کسان بیرته ترې روغ شوي دي.

په ایټلي کې تر اوسه یو لک 72 زره 434 کسانو ته کرونا وایرس ور پورې شوی او 22 زره 745 تنه یې مړه کړي او تر 42 زره زیات کسان بیرته ترې روغ شوي دي.

په سپېن (هسپانیه) کې تر اوسه یو لک 90 زره 839 کسانو ته کرونا وایرس ور پورې شوی او 20 زره دوه کسان یې مړه کړي، خو څه کم 75 زره کسان بیرته ترې روغ شوي‌ دي.

په فرانس کې تر اوسه یو لک 49 زره 130 کسان په کرونا وایرس اخته دي او 18 زره 703 کسان ترې مړه شوي دي، خو شاوخوا 35 زره کسان بیرته ترې روغ شوي دي.

په برتانیا کې تر اوسه څه دپاسه یو لک نهه زره کسان په کرونا وایرس اخته دي او 14 زره 607 کسان یې مړه کړي دي، خو تر اوسه یواځې 396 تنه ترې روغ شوي دي.

په جرمني کې تر اوسه یو لک 41 زره 397 تنه په کرونا وایرس اخته شوي او څلور زره 352 تنه ترې مړه شوي دي او شاوخوا 85 زره تنه بیرته ترې روغ شوي دي.

په ایران کې تر اوسه شاوخوا 79 زره 494تنه په کرونا وایرس اخته شوي او څلور زره 958 تنه ترې مړه شوي دي، خو د دې تر څنګ 54 زره 64 تنه بیرته ترې روغ شوي هم دي.

په چین کې- چې دغه ناروغي یې په ووهان ښار کې پیدا شوې- تر اوسه له کرونا وایرسه 83 زره او 784 تنه اغېزمن شوي او څلور زره 784 تنه ترې مړه شوي دي، خو د دې تر څنګ یې څه کم 77 زره تنه بیرته هم ترې روغ شوي دي.

21:19 16.4.2020

نور کتل

XS
SM
MD
LG