لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ
درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ

په دنیا کې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو تعداد د یو مېلین نه زیات شوی

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي

18:39 30.5.2020
Virus Outbreak Nevada
Virus Outbreak Nevada

د امریکا جان هاپکنز یونیورسټۍ د کرونا وایرس د معلوماتو مرکز تر مخه په امریکا کې د کرونا وایرسه ناروغانو شمیره ولس نیم لکه او مرګونه د یو لک او دوه زرو نه زیات شوي.

په امریکا کې د کرونا وایرس د زیاتیدونکو پېښو تر څنګ په اقتصاد یې هم بد اغیز کړی او د امریکا نیویډا ایالت د کسینو کاروبارونه یې هم سخت تاواني‌ کړي.

د جمعې په ورځ د نیویډا ایالتي چارواکو ویلي چې د خلکو د ټېکس امدن د تیر کال په مقابله کې ۱۰۰ فیصده کم شوی دی. د سیلګرۍ څانګه ۹۷ فیصده غورځیدلې او د لاس ویګاس یو نړیوال هوايي ډګر کې د اپریل په میاشت کې د تیرکال اپریل میاشت په مقابله کې ۴ فیصده مسافر ورغلي.

د نیویډا ایالت د کسینوز او نور کاروبارونه د اپریل د میاشتې پورې تړلي وو خو بیا ګورنر دغلته بندیزونو کې نرمي اعلان کړه او په کسینو کې جواری به د جون د میاشتې ۴مې نېټې نه بیرته شورو شي.

د امریکا په میزوري ایالت کې بیا یو تن چې به نژدې ورځو کې څو څو وارې مه خانو ته تللی وو په هغه کې هم د کرونا وایرس پخلی شوی دی او داسې ویرې خورې شوي چې دغه متاثره تن نورو کسانو ته دغه وایرس انتقال کړی وي.

د دغه تن معلومات د نورو خلکو د خبرتیا لپاره خپاره شوي دي چې ځان د کرونا نه وساتي.‌ په میزوري کې په تیروورځو کې د خلکو د ګڼې ګوڼو لوې لوې دستورې یا پارټیانې شوي چې یو شمیر پکې بیا په امریکايي‌ ټي وي چینلو هم ښودل شوي.

18:34 30.5.2020
CORONAVIRUS-USA
CORONAVIRUS-USA

د چین ووهان نه خور شوي کرونا وایرسه د ناروغانو شمیره په ګرده نړۍ کې نژدې شپیته لکو یا ۶ میلینه ته قابو شوې او د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمیرو تر مخه په ټوله نړۍ کې د خالي د ورځې د سهره پورې د کرونا وبا د لاسه د مرګونو شمیره 365535 (درې لکه او پینځه شپیته زرو )نه سېوا شوې.

یواځې په امریکا کې د کرونا ناروغانو شمیره ولس نیم لکه او مرګونه د یو لک او دوه زرو نه زیات شوي. د امریکا وروسته دا مهال د کرونا ناروغانو په حساب برازیل په دویم نمبر دی چرته چې د اغیزمنو خلکو شمیره د څلورلکو او ۶۵ زرو نه زیاته شوې او د مرګونو شمیره ۲۸ زرو نه ور اوښتې.

د سکاټ لېنډ ایډنبرګ پوهنتون یا یونیورسټۍ یو پروفیسر مارک وول هاوس د برتانیې ګارډین ورځپاڼې ته ویلي،‌ د کرونا وایرس سره امکان دی زمونږ تعلق اوس د ټول ژوند لپاره وي. نوموړي ویلي بې د ویکسینه او د یو بل نه د واټن ساتلو یا لرې پاتې کیدو د کرونا وبا یوه دویمه لړې یو ښکاره خطر دی چې موجود دی.

23:30 29.5.2020

په نړیواله کچه د کرونا وایرس له امله د خلکو د مړینې شمېر د ۳۶۰۰۰۰ نه زیات شوی او د دې وایرس د ناروغانو تعداد د پنځه اشاریه اته مېلین نه زیات شوی دی.

په موجوده وخت کې د کرونا وایرس تر ټولو زیات مریضان په شمالي او جنوبي امریکا کې دي او دا سیمه د دې وبا مرکز ګڼل کیږي.

په امریکا کې د کروناوایرس یو اشاریه اووه مېلین نه زیات کېسونه دي او د جنوبي امریکې یا لاطينې امرېکې ملک برازیل د کرونا وایرس ۴۳۸۰۰۰ ناروغۍ لري.

که یو خوا د دنیا په ځینو ملکونو کې د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره پرځای کړی شوي لاک ډاون کې نرمي کولی شي نو بلخوا په ځینو ملکونو کې د کرونا وایرس ناروغۍ مخ په زیاتېدو دي.

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګټېریس خبرداری کړی که چېرې نړیوالو حکومتونو د کرونا وایرس په اړه احتیاطي ګامونه وانخیستل نو دنیا به د قحط په ډول د یو شمېر سنګینو مسلو سره مخامخ شي.

اېنټونېیو ګوټېرېس دغه خبرې د ۵۰ ملکونو د سر مشرانو سره د انټرنېټ دلارې په یوه غونډه کې وکړې.

14:36 28.5.2020

په امریکا کې د کرونا وایرس له امله د خلکو د مړينې شمېر د یو لاک نه او په نړیواله کچه دغه تعداد د ۳۵۵۰۰۰ نه زیات شوی دی.

د امریکې د جانز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه په نړیواله کچه د کرونا وایرس د ناروغانو شمېره پنځه اشاره اووه مېلین ده چې ۳۰ فیصد پکې په امریکا کې دي.

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي په امریکا کې د کرونا وایرس له امله د مرګونو شمېر د ویټ نام او کوریا په جنګونو د وژل شویو امریکايي عسکرو د تعداد نه زیات دی.

په هندوستان کې د زیارت، پنجشنې، په ورځ د کرونا وایرس ۶۵۶۶ نوي کېسونه رپورټ شول. د کرونا وایرس د خپرېدو په لحاظ هندوستان د دنیا لسم ملک دی چې د ناروغۍ زیات کېسونه پکې رپورټ شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس نه نور ۳۶ کسان مړه شوي دي چې ورسره په ملک کې د کرونا وايرس څخه د مړو ټوله شمېره ۱۲۶۰ ته رسېدلې ده.

په ملک کې په تېر شوا روز کې په ۲۰۷۶ نورو کسانو کې د کرونا وايرس پېښې مخې ته راغلي چې ورسره په ملک کې د کرونا وایرس نه د اغېزمنو ټوله شمېره ۶۱زره ۲۲۷ ته سېوا شوې ده.

د سرکاری شمېرو ترمخه په ملک کې په کرونا وايرس اخته ۲۰زره۲۳۱ کسان صحتمند شوي هم دي

نور کتل

XS
SM
MD
LG