لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانوي وګړی ګوهیر خان د بلاګر وقاص ګورایه د قتل د سازش په تور کې د عمر قید سزا  شو


برتانوي وګړي ګوهیر خان ته د بلاګر وقاص ګورایه د قتل د سازش په تور کې د عمر قید سزا ورکړی شوه.

رپورټرز وید اوټ بارډرز یا د بې پولې خبریالانو تنظیم ار اېس ایف په خپله ویب پاڼه خبر ورکړی چې د لندن کنګسټن تهامس کورټ ګوهیر خان ته د عمر قېد سزا واوروله، ار اېس ایف وايي:

“مونږ په دې قضیه کې د عدالت د پرېکړې هر کلی کوو”

د ار اېس ایف په خیال د خپلو هیوادونو څخه د ژوند د خطر یا مشکلاتو په وجه جلاوطن شوي خبریالان چې په بهر هیوادونو کې ورته هم ګواښونه کیدل تر ډېره حده به ددې پرېکړې په وجه خوندي شي.

په پاکستاني نژاد برتانوي ګوهېر خان تور ؤ چې هغه د پاکستان یو منځګړي تن (میډل مېن) چې د ميډز فرضي نوم یې کارولو او خپل نوم یۍ مزمل دی د ګورایه د وژلو لپاره پېسې اخستې وې.

ډیوه د وقاص ګورایه سره ددې قضېې په لړ کې د غبرګون لپاره د تماس هڅه وکړله خو هغه څه ځواب نه دی ویلی.

په لندن کې ددې قضېې څار کونکي د بشري حقونو فعال روشان خټک ډیوه ته د واټس اپ د لارې وویل چې د یوه نادره فیصله ده:

“ما په خپله دا قضیه څارله، مونږ تمه نه ساتله چې ګوهیر خان ته به د عمر قېد سزا وشي، دا یوه ډېره ښه فیصله وشوه”

هم په لندن کې د پاکستان د یو شخصي ټیلي وژن خبریال مرتضیٰ علي شاه په خپل ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې:

“د سوپر مارکیټ سامان وړونکی ډرایور ګوهير خان د یو لک برتانوي پاونډونو لپاره د په ندرلینډ کې د مېشت فعال وقاص ګورایه د قتل په تور کې عمري سزاوار شو”

له دې څخه وړاندې د روان کال د جنورۍ په 28 مه نیټه د لندن په یو عدالت کې د منصفانو ډلې (جیوري) ګوهير خان قصور وار او مجرم ګرځولی وو او ټاکل شوې وه چې په مارچ میاشت کې هغه ته سزا واوروي.

وقاص ګورایه چې د جلاوطنۍ ژوند تیروي په کال 2007 کې نیدرلېنډ ته د تعلیم په ویزه سفر کړی ؤ.

ګورایه په خپلو ټولنیزو پاڼو د پاکستان په پوځ زیاتره وخت د بشري حقونو د سرغړونې، په سیاست کې د لاس وهنې او په خبریالانو د پابندیو تورونه پورې کوي.

د پاکستان پوځ یا حکومت تر دې دمه په دې لړ کې کوم سپیناوی نه دی کړی چې مزمل څوک دی او ولې د ګورایه د وژلو لپاره ګوهیر خان ته پېسې ورکولې خو د هیواد پوځي او حکومتي چارواکي زیاتره وخت په ځان د لګیدلو تورونو په ځواب کې وايي چې په بهر هیوادونو کې ناست خلک د غلیم په لمسه د پاکستان د ادارو د بدنامولو کوښښونه کوي.

په دې قضیه کې د پاکستان د ادارو د بیا بیا زکر کیدلو په هکله د پاکستان ډان ورځپاڼې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې په خپله اداریه کې لیکلي

وو چې د لندن په عدالت کې د وقاص ګورایه د ناکامه قتل په منصوبه کې د پاکستان بیا بیا ذکر وشو خو په دې هکله تر اوسه یاد هېواد د څه ویلو نه ډډه کړېده.

اخبار لیکلي وو “په لندن کې په روانه ستره قضیه کې د پاکستان بیا بیا ذکر وشو د چرته نه چې هیټ مېن یا اجرتي ته په تورنه توګه پېسې لېږل شوې”.

د ډان اخبار تر مخه منځګړي ګوهېر خان ته د يو پاکستاني بېنک د لارې پینځه زره پاونډونه، د ګورایه عکس او په روټرډم نیدرلېنډ کې د هغه د کور درک ورلېږلي وو.

د ګوهېر خان سره لوظ شوی ؤ چې د کار په پوره کولو به ورته اتیار زره پاوڼد ورکولی شي

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG