لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایلي ضلعو کې ټیکدارانو دپېسو نه ترلاسه کیدو له امله په پرمختیایي پروژو کارونه ودرولي دي


کال 2020م کې د خېبر پښتنونخوا وزيراعلا محمود خان د ګورسل دلارې د بيا رغونې پرانسته کړي وه خو تر اوسه په څلويښت کلو ميټره سړک کې يوازې پينځه کلو ميټره سړک جوړ کړی شوی دی
کال 2020م کې د خېبر پښتنونخوا وزيراعلا محمود خان د ګورسل دلارې د بيا رغونې پرانسته کړي وه خو تر اوسه په څلويښت کلو ميټره سړک کې يوازې پينځه کلو ميټره سړک جوړ کړی شوی دی

د قبايلي ضلعو ټيکداران وايي د حکومت لخوا ورته د روانو ترقياتي کارونو د پاره پېسې نه ورکړل کيږي چې له امله یې په روانو ترقياتي پروژو کارو ودرولی دی۔

پېښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې دقبائيلي ضلعو ټيکدارانو ویلي چې نزدې څلورو زرو ټيکدارانو ته حکومت پېسې ورکول بند کړي دي چې له هغې وروسته دوي په روانو پروژو کار سرته د رسولو جوګه نه دي اؤ خپل کارونه یې ودرولي دي.

صوبایي حکومت د ټېکدارانو د احتجاج په اړه لا څه نه دي ویلي.

په مهمند قبایلي ضلعه کې دافغانستان سره لګیدلې د ګورسل په لاره هم د ټيکدار سره د پېسو د نشتوالي له وجې کار په ټپه ولاړ دی۔

کال 2020م کې د خېبر پښتنونخوا وزيراعلا محمود خان د ګورسل دلارې د بيا رغونې پرانسته کړي وه خو تر اوسه په څلويښت کلو ميټره سړک کې يوازې پينځه کلو ميټره سړک جوړ کړی شوی دی۔

دا لاره به وړاندې د افغانستان سره د تجارت د پاره کارول کيده خو ځايي خلک وايي د پولې بنديدو له امله د افغانستان سره روزګار ودريدلی دی۔

یو ځایي اوسیدونکی ملک محمد لال وي او ای ډیوه ته وایي دوئ تمه لرله چې دا لاره به جوړه شي او خلکو ته به اسانۍ په لاس ورشي خو وایي نه لار جوړه شوه، نه افغانستان نه تجارت ازاد شو اؤ نه دوي ته څه ګټه ورسيدله

ملک عالمګیر خان چې قبایلي ضلعو کې دپرمختیایي پروژو ټیکدار دی ډیوه ته وایي وایي،"مونږ چې کومې ټيکې د حکومت نه اخستې دې په هغې مو خپلې پېسې لګولې دي، اوس حکومت زمونږ د بلونو پېسې نه راکوي، مجبوره شو چې کار مو ودرولو، په دې کې سکولونه ،سړکونه او نور يو شمېر کارونه شامل دي چي اوس پرې کار ولاړ دی"

ټيکدارانو په پېښور کې د خبرې غونډي په مهال ګيله کړې ده چې د قبايلي ضلعو د ترقياتي کارونو فنډونه د خېبر پښتونخوا نورو ضلعو ته ورکړل کيږي۔

دقبایلي ضلعو دټیکدارانو داتحادیې مشر ظاهر خان وایي دخیبر پښتونخوا د وزير اعلا په خپله ضلعه کې ټول کارونه روان دي، خو په قبايلي ضلعو کې دوي ته د پېسو د نه ورکول کید له امله دوي ټول کارونه ودرول،

هغه وویل که د دوي مسلې هوارې نه شوې د اسمبلۍ مخې ته او په اسلام اباد کې به په احتجاج کولو مجبوره شي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د ټېکدارانو ددې ستونزو په اړه لا تراوسه څه نه دي ويلي خو تېره اوونۍ د صوبې د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه يوې خبرې غونډي ته ويلي وفاقي حکومت ته د صوبې يوسل اتلس اربه روپۍ ورکول دي، په دې کې د بجلۍ په مد کې يو شپيته اربه،د قبايلي ضلعو څه کم ديرش اربه او د اېن ايف سي ايوارډ په مد کې اوويشت اربه روپۍ ورکول دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG