لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مکران ډويژن چارواکي: د ګوادر احتجاج کوونکي د سي پېک په لار کې خنډ وو ځکه يې پرضد عمليات شوي


 احتجاج کوونکو ويلي، د سي پېک پرضد نه دي د خپلو اييني او قانوني حقونو دپاره احتجاج کوي
 احتجاج کوونکو ويلي، د سي پېک پرضد نه دي د خپلو اييني او قانوني حقونو دپاره احتجاج کوي

د بلوچستان صوبې د مکران ډويژن کمشنر سيد فېصل اغا او د ګوادر ضلعې پوليس افسرانو او د فشريز محکمې چارواکو ويلي، په ګوادر کې د [ګوادر ته حق ورکړئ] احتجاج د چين، پاکستان اقتصادي پروژې [سي پېک] په لاره کې خنډ جوړ وو، ځکه يې دغه احتجاج لرې کړې او پرضد يې مقدمې جوړې کړی شوي دي.

احتجاج کوونکو ويلي، د سي پېک پرضد نه دي د خپلو اييني او قانوني حقونو دپاره احتجاج کوي.

د ګوادر د پوليسو ايس ايس پي نجيب الله پندراني وويل چې د تحريک غړو سرکاري ځایونو ته تاوانونه اړولی اور یې اچولی وو، په تشدد کې لاس لرونکو 48 کسانو پر ضد يې مقدمه درج کړې ، چې يوه مقدمه پکې د پوليس عسکر د وژنې هم شامله ده.

پندراني وويل، "د حق دو تحریک د ګوادر ایکسپریس وی تړلې وه، چې له کبله یې د ګوادر بندر او په ګوادر بندر کې دننه د غیر ملکي وګړو ترڅنګ د کسټم محکمه، نیوي ځواک او نور خلګ بند پاتي و، بله لاره نه وه ځکه مو د دوی خلاف قانوني کاروايي وکړه ".

ګوادر ته حق ورکړئ په نومې تحريک له يوه کال زياته مودې څخه په بېلا بېلو وختونو کې احتجاجونه کړي، د 2022م کال په نومبر او دسمبر مياشتو کې يې په ګوادر ښار کې احتجاجي پرلت کښېنولی وو چې پر 26دسمبر پوليسو دا احتجاج په زوره ختم کړی وو.

د مکران ډيويژن کميشنر فېصل اغا په خبره د بلوچستان حکومت او ځايي انتظامي پوره هڅه وکړه چې د مزاکراتو له لاري د ګوادر د احتجاج کونکو د غوښتنو حل لاره راوباسي.

د کمشنر په خبره،"د 26 دسمبر وروسته چې کومو کسانو چې سړکونه ایکسپریس وی، جي ټي او نوري لاري یې بندي کړي وې دوی هلته نا امني جوړه کړه، ډبري یې ویشتې، اور یې لګولی وو، د ډی سي کور، د ډي آي جي صاحب دفتر او په زيات شمېر عسکر ټپیان شوي وو بیا دا خبره وشوه چې په پوره ښار کې د کرفیو حالت دی، ښار بند دی او کاروبار درېدلی، په داسي وخت کې ځيني ګامونه اخیستل اړین وي، د خلکو د حفاظت لپاره مو پر احتجاج بنديز ولګاوه او موبايل سګنلز مو بند کړل، اوس ټولي پابندیانې بېرته اخیستل شوې، ټولي ادارې سکولونه، د ګوادر بندر ، فشریز او کاروبار هرڅه بېرته فعال شوي".

ګوادر ته د حق غوښتنې تحریک مشر مولانا هدایت الرحمان له نا مالوم ځايه په خپاره کړي وډیو پېغام کې حکومتي دعوې رد کرې او ویلي دي، نه د سي پېک پروژې مخالف دی او نه يې د تشدد لاره خپله کړې وايي پر امن احتجاج لاره يې خپله کړې خو حکومت يې مخه نيولې.

مولانا زياته کړې په ګوادر کې تر اوسه پوري د تحریک غړي نیول کېږي او په بېلا بېل تورونو کې مقدمې ورباندې درج کېږي، د مولانا په خبره،

"پر 26 م ډسمبر پيل شوی عمليات تر اوسه روان دي، زمونږ په لسګونو غړي په بند کې دي، د تحريک له يو مشر حسېن واډيلا سره 13 تنه نور د کوټې په جېل کې بند کړل شوي، له 38 څخه تر 40 غړي د ګوادر په تاڼو کې دي، د ضلعي انتظامیه له لوري يې نومونه په بېلا بېلو کیسونو کې نومونه درج کېږي".

د بلوچستان ساحلي ښار د ګوادر کې د نړۍ تر ټولو ژور او تودو اوبو بندر ګاه بلل کيږي، په 2015 کې د چين او پاکستان ترمينځ د “پاکستان چين اکنامک کوریډور يا سي پيک “په نامه د اربونو روپو پروژه پيل شوې وه.

د دواړو هیوادونو د حکومتي چارواکو لخوا بيا بيا دعوې کيږي چې چي ياده پروژه به د ګوادر ښاراو بلوچستان د ترقۍ او پرمختګ سبب سره به ټوله سيمه په قتصادي توګه پياوړې کړي.

خو د ګوادر د ځای خلکو او ګوادر ته د حق غوښتنې تحریک حکومتي دعوې رد کړې او وایي د ګوادر ځای خلګو ته د ګوادر د پروژې هیڅ ګټه نه ده رسولې ځکه یې له کال 2021 څخه په ګوادر کې احتجاجي پرلتونه پېل کړي دي.

احتجاج کونکي په ګوادﺭ کې د پاکو اوبو او بجلۍ تر څنګ د ګوادر په سمندر کې د ماهيانو د ناقانونه ښکار بندول، نشه يي توکو د خرڅلاو مخه نيول، له ايران سره سرحدي تجارت کې اسانۍ پېدا کول، او په ګوادر ښار کې د ابادۍ له سيمې څخه د عسکرو پوستې ايستولو غوښتنې شامل دي.

د پوليسو د مقدمو او چاپو پر ضد د حق دو تحريک له لوري د بلوچستان په هايکورټ کې د درخواست اورونه روانه ده، عدالت له پوليس او نورو اړوند محکمو د پېښې پوره تفصيل غوښتی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG