د وزیراعظم شهبازشریف او د پخواني وزیراعظم عمران خان د پاکستان تحریک انصاف مذاکرات د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په سېنېټ سېکرېټېریټ کې شروع شول.
د حکومت او د حزب اختلاف مذکرات د سپریم کورټ په امر کېږي چې سیاسي ګوندونه يې امر کړی و چې په د انتخاباتو په مسله دې اتفاق رای پېدا کړي.
دا خبرې په داسې حال کې هم کېږي چې د سپریم کورټ د مشر چیف جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ کې درې کسیزه ډلې ویلي د انتخاباتو په اړه به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ مناسب امر جاري کړي.
د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، پي ټي ايي سره مذاکرات کونکي حکومتي پلاوي کې د خزانې وزیر اسحاق ډال، نویدقمر، سعد رفیق او پخوانی وزیراعظم یوسفر ضاګيلاني شامل دي.
د پي ټي ايي په پلاوي کې فواهد چوهدري، شاه محمودقرېشي او د سېنېټر علي ظفر شامل دي.
مذاکراتو د شروع کېدو نه مخکې فواد چودهري په ټوېټر ویلي وو چې دوی ته د ماښام شپږ بجې د خبرو دپاره بلنه ورکړی شوې ده.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي اوای اردو څانګې نه اخیستل شوي دي