لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دتېرو څلورو کلونو په مهال 42 خبریالان وژل شوي،خو دې مقدمو کې یوازې یو تورن تن نیول شوی


داطلاعاتو د وزارت لخوا سینیټ کې دجمع کړل شوؤ شمیرو له مخې دې وژل شوؤ خبریالانو کې 15 په پنجاب،13 په خیبر پښتونخوا،11 په سیند اؤ درې په بلوچستان ایالت کې وژل شوي دي
داطلاعاتو د وزارت لخوا سینیټ کې دجمع کړل شوؤ شمیرو له مخې دې وژل شوؤ خبریالانو کې 15 په پنجاب،13 په خیبر پښتونخوا،11 په سیند اؤ درې په بلوچستان ایالت کې وژل شوي دي

دپاکستان دحکومتي شمیرو ترمخه دتېرو څلور کلونو په مهال دپاکستان بیلابیلو برخو کې 42 خبریالان وژل شوي دي.

دپاکستان دپارلیماني چارو مرکزي وزیر مرتضا جاوید عباسي وایي په تېرو څلورو کالو کې د42خبریالانو د وژنو دوسیو کې یوازې یو تورن تن نیول شوی دی.

داطلاعاتو د وزارت لخوا سینیټ کې دجمع کړل شوؤ شمیرو له مخې دې وژل شوؤ خبریالانو کې 15 په پنجاب،13 په خیبر پښتونخوا،11 په سیند اؤ درې په بلوچستان ایالت کې وژل شوي دي.

سینیټ کې دخبریالانو د وژنې په اړه دجمع شوؤ نه وروسته خپله وینا کې د سینیټ غړي ویلي دپاکستان داطلاعاتو د وزارت شمیرې ناسمې بللې دي اؤ ویلي یې دي داطلاعاتو وزارت بې خبره دی ځکه چې بلوچستان کې درې نه بلکې تر10 زیات خبریالان وژل شوي دي.

په دغه مهال دجماعت اسلامي سره تړاؤ لرونکي خبریال مشتاق احمد ویلي دي په پاکستان کې صحافیان د وژنو ترڅنګ دځورونو سره هم مخ دي خو دتاسف ځای دی چې دصحافیانو ځورونکي اؤ وژونکي نه نیول کیږي.

هغه ویلي په تېرو وختونو کې په حامد میر،ابصارعالم ،اسد طور اؤ مطیع الله جان بریدونه شوي خو په دې بریدونو کې ککړ کسان تر اوسه نه دي نیول شوي.

سینټیر مشتاق احمد وویل که چرې په یادو خبریالانو بریدونو کې ککړ کسان نیول شوي وای نو خبریال ارشد شریف به په کینیا کې نه وژل کیدو.

سینیټر کامران مرتضا دسینیټ غونډې ته ویلي چې خبریالان د حق اؤ ریښتیاؤ په لټون کې خپل ژوند بایلي اؤ که چرې معلومه شي چې وژل شوؤ خبریالانو دچا پرضد فعالیت کولو نو د دوئ وژونکي به هم ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې دبشري حقونو دڅار نړیوال سازمان هیومن رايټس واچ د2023م کال پخپل راپور کې ویلي چې د تېر کال په اوږدو کې دپاکستان دننه حکومت د رسنیو کنټرول ته دوام ورکړی، خبریالان ځورول شوي او ځینې وخت خبریالان او د مدني ټولني غړي بندي شوي او یا پرې بریدونه شوي دي.

‎د خبريالانو تنظیم ار اېس اېف دتیرکال په پائ کې پخپل جاري کړي رپورټ کې په تیرو 20 کلونو کې د جرنلسټانو دپاره خطرناکو 15 هيوادونو کې پاکستان په پينځم او افغانستان په شپږم نمبر ياد کړی چرته چې زيات خبریالان وژل شوي دي.

تنظيم ويلي، په تیرو دوه لسيزو کې تر ټولو زيات جرنلسټان په عراق او شام کې وژل شوي چې شمېره يې 578 ده او دا په نړۍ کې د نورو وژل شوو جرنلسټانو د شمېرې درېمه برخه برابريږي.

په عراق او شام پسې افغانستان، يمن او فلسطين او بيا صوماليه هغه هېوادونه دي چې زیات خبريالان پکې په نخښه شوي دي.

د ار اېس اېف په رپورټ کې هغه 15 هيوادونه ياد کړی شوي چرته چې د کال 2003 نه راپدېخوا د 80 پورې جرنلسټان شوي دي.

په يادو شمېرو کې تر ټولو زیات 299 جرنلسټان په عراق، 279 په شام، 125 په مېکسيکو، 107 په فلپاين، 93 په پاکستان، 81 په افغانستان، 78 په صوماليه او 58 جرنلسټان په هند کې وژل شوي دي.

په پاکستان کې د خبریالانو تنظیمونه دا اندیښنې هم لري چې نه یوازې په هیواد کې دننه بلکې بهر هم پاکستاني جرنالسټان محفوظ نه دي چې مثال یې خبریال ارشد شریف دی چې په دې ورستیو کې په هیواد کې د مبینه مقدمو له امله بهرني هیواد کینیا ته تللی وو خو هلته په ډزو ووژل شو.

د ارشد شریف د وژنې مقدمه په سپریم کورټ کې دوام لري خو په دې اړه تر اوسه څوک نه دې نیول شوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG