لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان ته د بهر ملکي ډالیو په اړه معلومات حکومت عدالت ته نه ورکوي


په اسلام اباد هايي‌ کورټ کې د عمران خان د ډالیو د مقدمې اورونه په داسې وخت کېږي چى د حکومت مخالف ګوند پيبلز ګوند د پخواني وزير اعظم يوسف رضا ګيلانې په ضد د "توشه خانې" ډالۍ په مبینه توګه په غير قانونى ډول د جاري کوولو په سر مقدمه چلېږي

د اسلام اباد هاي کورټ ناخوښي څرګنده کړې چې مرکزي حکومت ورته وزير اعظم عمران خان ته په تېرو دریو کلونو کې د بهرونو ملکونو د ډالیو په اړه د معلوماتو ورکولو نه انکار کړی دی.

د عدالت جج ویلي نه پوهېږي چې وزیراعظم ته ورکړی شوي دا کومې ډالۍ دي چى د بل ملک سره د پاکستان اړيکو ته زيان رسوولى شي.

په پاکستان کى معلوماتو د رساى خپلواکه کميشن امر کړی چې عمران خان ته په تيرو دریو کلونو کې چې د بهر ملکونو مشرانو کومې تحفې یا ډالۍ ورکړي وفاقي حکومت دې په اړه معلومات شریک کړي.

مرکزې حکومت د کميشن د دغې امر په ضد اسلام اباد هايي کورټ ته خواست کړی دی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په عدالت کې د حکومت خواست د اوريدنې په مهال حکومتي وکیل عمران خان ته د ورکړی شویو ډالو تفصيلات د جاري کوولو مخالفت وکړو.

د سرکاري وکیل دریځ و چې دغه معلومات څرګندولو سره د پاکستان د ځینو هيوادونو سره اړيکو ته زيان رسيدلى شي.

د مقدمې اوريدونکي جج یا قاضي جسټس ميان ګل حسن اورنګزيب د حکومت په دغه دریځ وويل که د يو بهرني هيواد مشر پاکستان ته يورنييم ورکړى وي نو بیا خو دا د قامې سلامتيا معامله ګڼل کېدی شي خو نورې کومې داسې ډالۍ دي چى په اړه یې د معلوماتو څرګندېدو سره د پاکستان مفاداتو ته زيان رسيدلى شي؟

د جسټس اورنګزيب وينا وه د نورو هيوادونو مشران داسې ډالۍ په عجایب خانو کى ساتي خو نه پوهېږي د پاکستان حکومت د دغه ډالو په تفصيلاتو څرګندولو ولې شرمېږي؟

عدالت حکومت ته په توشه خانه کى د بهر ملکي مشران ډالو ماليت د امعلومولو حکم هم ورکړی دى او حکومتي څارنوال په خواست یې د قضيي اوريدنه د يوې هفتې پورې وځنډوله.

وتلى خبريال او څيړونکى مظهرعباس د عمران خان د ډالو په معامله د حکومت په دريځ نېکوکې کوي.

مظهر عباس وايي که د حکومت څه مجبوري وي او د هيوادونو نومونه نه شي اخیستلى خو د ډالیو تفصيلات دې عام کړي.

د مظهر عباس په قول که چېرې حکومت په دې اړه معلومات د څرګندولو نه ډډه کوي نو دا تاثر به وده مومي چې د بهر ملکونو نه وزیراعظم چې ډالۍ اخیستې دي په دې کې بې ضابتګۍ يا غبن شوی دی او حکومت یې پټوول غواړي.

په اسلام اباد هايي‌ کورټ کې د عمران خان د ډالیو د مقدمې اورونه په داسې وخت کېږي چى د حکومت مخالف ګوند پيبلز ګوند د پخواني وزير اعظم يوسف رضا ګيلانې په ضد د "توشه خانې" ډالۍ په مبینه توګه په غير قانونى ډول د جاري کوولو په سر مقدمه چلېږي.

په ګيلاني باندى تور دى چى کله وزير اعظم و نو د توشه خانې قيمتي موترې یې د خپل مالیت په ځاي صرف په ١٥ فيصدي قېمت په نواز شريف او زرداري خرڅې کړي دي.

د وزیراعظم عمران خان مخالف ګوندونه وايي عمران خان او نېب د دوی په ضد په سیاسي بنیادونو د بدعنوانۍ مقمدمې جوړې کړي خو نېب دا خبرې ردوي.

توشه خانه څه ته وايي او پاکستاني چارواکو ته د بهرملکي ډالیو په اړه د پاکستان د انتخاباتو کمېشن پخوانی سېکرېټري او ریټایرډ سرکاري افسر کنور دلشاد وايي کله چې صدر یا وزیراعظم ته بهر ملک ډالۍ ورکړي نو دا د دوی شخصي ملکیت نه وي بلکې دا د ریاست امانت وي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې کنور دلشاد وویل توشه خانه د وفاقي حکومت هغه اداره ده چې پاکستاني چارواکو ته د بهر ملکونو تحفې یا ډالۍ پکې ساتل کېږي.


ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG