د تخار دپوليسو مشر وائي دافغانستان په شمالي ولايت تخار کې دجومات دننه دجمعې د نمانځه په مهال ترسره شوې بمي چاؤدنه کې دکندوز ولايت دوالي محمد عمر په گډون لږ ترلږه 15 کسان وژل شوي او د20ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
د ولايتي پوليسو مشر جنرال شاه جهان نوري په دغه هکله وئيلي دي دچاؤدنې په مهال دتخار مرکز تالقان په شرکت جومات کې دنزدې کندوز ولايت والي انجنئير محمد عمر هم موجود وؤ چې هغه هم په دغه بريد کې وژل شوى دى.
شاه جهان نوري زياتوي په سملاسي توگه دا نۀ ده په ډاگه شوې چې ايا دغه يو ځانمرگى بريد ؤ که چاؤديدونکي مواد دوړاندې څخه په جومات کې ايښودل شوي وؤ، خودتخار گورنر عبدالجبار تقوا وائي مونږ باور لرو چې دوالي عمر په نخښه کولو لپاره بم دجومات دننه ايښودل شوى ؤ.
پوليس وائي دنزدې کندوز ولايت والي انجنئير محمد عمر دخپل پلرني ښار په سفر راغلى ؤ او دملگرو سره يې دجمعې نمونځ ادا کولو چې په دغه مهال دجومات دننه يوه درنه چاؤدنه وشوه.
دپوليسو مشر جهان نوري وينا ده دتخار په خواجه بهاؤ الدين، ينگي قلعه او دارقد کې ترسره شوؤ فضائي او ځمکنيو عملياتو کې 16 تندلاري وژل شوي او ددولسو څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
نوري زياته کړه دهغه په کاروان دزيارت په ورځ سحر وختي بريد ترسره شوى ؤ او په وسله واله نښته کې څلور بريدکوونکي وژل شوي دي.
تخار : چاؤدنه کې دکندوز والي انجنئيرمحمد عمر وژل شوى دى
