د پنجاب ګورنر هاوس یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې وېل شوي چې د صوبې ګورنر بلیغ الرحمان په اتمه فېبرورۍ انتخاباتو کې د پنجاب اسمبلۍ د نویو منتخب شوو غړو اجلاس د جمعې په ورځ سهر په 10 بحې رابللی دی.
د سېند صوبې ګورنر کامران ټېسوري د نو منتخب شوي صوبايي اسمبلۍ اجلاس د خالي یا شنبې په ورځ راغوښتې دی.
ګورنر ټېسوري ویلي چې د خپل قانوني اختیار په استعمالولو يې د سند اسمبلۍ اجلاس یې د سحر یولس بجې رابللی دی.
بل اړخ ته د پاکستان تحریک انصاف، پي ټي ايي، د پنجاب صوبې صدر او پخواني وفاقي وزیر حماد اظهر ویلي چې پارټي به یې د جمعې په ورځ د پنجاب اسمبلۍ مخې ته پرامنه احتجاج کوي. ښاغلي په انتخاباتو کې د ټګۍ تور لګولې او زیاتوي چې د ګوند امیدواران یې په فارم 47 کې ناکامه بلل شوي دي. اظهر د اېکس، پخواني ټوېټر، دلارې د خلکو نه غوښتنه وکړه چې په احتجاج کې دې ګډون وکړۍ.
پاکستاني چارواکي د اتمه فېبرورۍ په عامو انتخاباتو کې د مبینه درغلۍ الزامات ردوي.
بلخوا د پاکستان الېکشن کمېش په سېند او پنجاب اسمبلیانو کې د ښځو او اقلیتونو په مخصوص سیټونو قانون جوړوونکي ته نوټس ورکړی.
الېکشن کمېشن د اتمې فرورۍ د انتخاباتو په اړه د خواستونو اوریدنه پیل کړي ده او د ریډیو پاکستان د رپورټ ترمخه الیکشن کمېشن به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ 69 خواستونه اورېدل.
په انتخاباتو باندې نظر لرونکي ادارې الیکټورل واچ ډاګ هم په خپله ودانئ کې د شکایاتو درج کولو یو سیل جوړ کړی.
بل اړخ ته د جمیعت العما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په اسلام اباد کې خپلو پلویانو ته وینا کې تور لګولی چې په انتخاباتو کې د لاس وهنې ټول ریکارډونه مات شوي دي.
Forum