لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مهمندو ايجنسۍ پېښې سره پاکستان کې مذاکرات بيا د ناکامۍ په لور


د حکومت مذاکراتي کميټۍ نن د گل په ورځ اکوړه خټک کې د طالبانو کميټۍ سره د ليدو ټاکل شوې غنډه ځنډولې ده
د حکومت مذاکراتي کميټۍ نن د گل په ورځ اکوړه خټک کې د طالبانو کميټۍ سره د ليدو ټاکل شوې غنډه ځنډولې ده

وزيراعظم ميا نوازشريف په قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ کې د طالبانو لخوا د ملېشې د 23 غړو د وژنې غندنه کړې او وئيلي يې دي ، دغه رنگ پېښې د امن دپاره پېل شوؤ خبرو اترو باندې منفي اغېزې کوي .


د پاکستان په قبائيلي سيمه مهمندو ايجنسۍ کې د طالبانو لخوا د ملېشې د 23 غړو د وژل کېدو څخه وروستو په هېواد کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د جوړ جاړي هڅې سختې زيانمنې شوي او حکومتي کميټۍ د طالبانو مذاکراتي کميټۍ سره خپلې خبرې ځنډولي دي .
وزيراعظم ميا نوازشريف په قبائيلي سيمه مهمند ايجنسۍ کې د طالبانو لخوا د ملېشې د 23 غړو د وژنې غندنه کړې او وئيلي يې دي ، دغه رنگ پېښې د امن دپاره پېل شوؤ خبرو اترو باندې منفي اغېزې کوي . تېره شپه د طالب وسله والو د مهمندو ايجنسۍ د مشر عمرخالد خراساني لخوا جاري شوي يو بيان کې ادعا شوې وه چې طالبانو په مهمندو ايجنسۍ کې تښتول شوي د ملېشې 23 غړي وژلي دي .
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې ای پي پي ترمخه وزيراعظم نوازشريف په يو بيان کې د اېف سي د غړو د وژنې غندنه کړې ده ، او دا يې سنگين جرم گرځولی دی .
د گل په ورځ د وزيراعظم هاؤس لخوا په جاري شوي بيان کې نوازشريف وئيلي پاکستان نور د دغه رنگ خونړو پېښو د زغملو نه دی .
وزيراعظم زياته کړې چې حکومت د ټول گونديز کانفرنس کې د شوؤ پرېکړو لاندې په سنجيدگۍ او خلوص سره د مذاکراتو پېل کړی وو ، ولې د جوړ جاړي خبرې په ښه پړاؤ خرابې کړی شوې .
بلخوا ته د حکومت مذاکراتي کميټۍ نن د گل په ورځ اکوړه خټک کې د طالبانو کميټۍ سره د ليدو ټاکل شوې غنډه ځنډولې ده .
د ای پي پي ترمخه د حکومتي مذاکراتي کميټۍ رابطه کار عرفان صديقي وئيلي چې د ملېشې د 23 غړو د وژنې سمدست وروستو دغه رنگ غنډه بې مقصده ده . د صديقي په وينا حکومتي کميټۍ په گډه د مهمندو د پېښې غندنه کړې ده .
نوموړي زياته کړې چې سبا يې د حکومتي کميټۍ هنگامي غنډه راغوښتې چې د روانو حالاتو جائزه واخلي .صديق وئيلي د خبرو اترو په روان عمل کې پرله پسې د دغه رنگ پېښو رامنځته کېدل په مذاکراتو بدې اغېزې کوي . حکومتي رابطه کار د افسوس څرگندونه کړې او وئيلي دي چې د خبرو اترو عمل سمې مخې ته نه دی روان .
بل لورته د طالبانو د کميټۍ غړي مولانا يوسف شاه د حکومتي کميټۍ لخوا د ننۍ غنډې په ځنډېدو خفگان څرگند کړی او وئيلي يې دې حکومتي کميټۍ مونږ هم طالبان وگرځولو اوپه غنډه کې د گډون څخه يې انکار وکړو .
اکوړه خټک کې خبري کانفرنس ته په وينا کې مولانا يوسف شاه په پاکستانۍ ميډيا کې د حکومت لخوا د پوځي عملياتو د گنگوسو په حقله وويل ، چې که حکومت د پوځي اپرېشن پرېکړه وکړه نو په تېر10 کاله کې د کومو پوځي عملياتو گټورې نتيجې مخې ته نه دي راغلي .
هغه زياته کړه د پوځي عملياتو سره به په لکهونو خلک بې کوره شي ، وينې به توئي شي او په ملک کې به د ترهگرۍ يوه نوې لړۍ پېل شي .
مولانا يوسف شاه دا هم ووئيل چې پرون مونږ د ډز بندۍ خبرې ته نزدي شوي وو ، او نن په دغې اړه نورې خبرې کېدې ، ولې غنډه وځنډول شوه .
د حکومت او وسله والو طالبانو ترمينځ د جوړ جاړي د خبرو پېل کېدو سره سم خيبر پښتونخوا او کراچۍ کې د بمي بريدونو پېښې رامنځته شوي .
د تېرزيارت په ورځ کراچۍ کې د پوليس په بس د بريد چې پکې 13 پوليس وژل شوي او د 40 نه زيات نور ژوبل شوي وو ، د پېښې پړه طالبانو په غاړه اخيستې وه او دغه بريد د طالبانو د وژنې غبرگون گرځولی ؤ . او د اتوار په شپه هم د اېف سي د غړو وژل د بندي طالبانو دوژلو بدل گرځول شوی دی .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG