لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانګرس ۳۱ غړو د پاکستان په انتخاباتو کې د درغلیو د الزاماتو د پلټنو غوښتنه کړې


د کانګرس د غړو خط ته د پاکستان جواب لا مخې ته نه دی راغلی. د پاکستابن نګران حکومت او د پوځ مشر د اتمې فېبرورۍ انتخابات شفاف بللی دي
د کانګرس د غړو خط ته د پاکستان جواب لا مخې ته نه دی راغلی. د پاکستابن نګران حکومت او د پوځ مشر د اتمې فېبرورۍ انتخابات شفاف بللی دي

د امریکې د کانګرس ۳۱ غړو صدر جوباېډن او خارجه وزیراېنټني بلېنکن ته یو خط کې د پاکستان په وروستیو انتخاباتو کې د درغلیو په تورونو فکرمندۍ څرګندې کړي او په صدر باېډن یې غږ کړی چې د پاکستان نوی منتخب حکومت په رسمیت پېژندلو ته دې تر هغه وخت پورې صبر وکړي ترڅو چې په انتخاباتو کې د لاس وهنو د تورونو رڼې او د اعتبار وړ پلټنې نه وي شوې.

د امریکې ټېکساس ریاست نه د ډېموکرېټک پارټۍ سره تعلق لرونکي د نماېندګانو اېوان غړي ګرېګ کسر او د پنسلوېنیا نه د ډېموکرېټک ګوند د نماېندګانو اېوان غړې سوزن واېلډ د کانګرس ۲۹ نور غړو سره په شریکه لیکلي خط کې د صدر باېډن په انتظامیه غږ کړی چې د پاکستان اولس سره ودریږي او په دغه هېواد کې د جمهوریت مرسته وکړي.

په خط کې وېلي شوي،” د انتخاباتو نه وړاندې او وروسته شوو درغلیو مضبوط شهادتو په رڼا کې مونږ په تاسو (د باېډن انتظامیه) زور راوړو چې د پاکستان نوی حکومت په رسمیت پېژندلو وړاندې د شفاف او اعتبار وړ پلټنو پورې صبر وکړئ. ددې ضروري ګام بغېر تاسو د پاکستاني چارواکو لخوا غېر جمهوري ته ځاې ورکولو او د پاکستاني اولس مرضۍ ته زیان رسولو خطره اخلۍ. “

د امریکايي د کانګرس د غړو په خط کې د باېډن په انتظامیه دباو اچول شوی چې د پاکستان نوي حکومت سره په ټېلي فون خبرې او یا غونډه کول په اوس وخت کې وځنډوي.

د کانګرس غړي ګرېګ کسر د امریکې ورځپاڼې انټرسېپټ ته وېلي،”پاکستان د امریکې د اوږدې مودې راهسې اتحادي دي او مونږ له خپل اتحادیان د جمهوریت او ازادې وېنا مهم معیار باندې عمل کولو لپاره ذمه وار کول پکار دي. پاکستان د ۲۰ کروړه ابادۍ ملک دی او د کانګرېس غړو او باېډن انتظامیې لپاره دا یو مهم وخت دی چې د جمهوریت سره ودریږي. “

د کانګرس د غړو خط ته د پاکستان جواب لا مخې ته نه دی راغلی. د پاکستابن نګران حکومت او د پوځ مشر د اتمې فېبرورۍ انتخابات شفاف بللی دي.

پاکستان تحریک انصاف او یو شمېر نور ګوندونه تورونه لګوي چې په اتمه فرورۍ شوو عمومي انتخاباتو کې په لویه کچه درغلۍ او لاس وهنې شوي.

خو د پاکستان د انتخاباتو قامي کمېشن په انتخاباتو کې د درغلیو تورونه ردوي او وايي که څوک د درغلۍ تورونه لګوي د هغې شهادتونه دې د انتخاباتو لپاره جوړ عدالتونو ته وړاندې کړي.

ددې وړاندې تحریک انصاف نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف نه په یو لیکلي خط کې غوښتنه کړې وه چې پاکستان ته د قرض ورکولو په وخت د ملک سیاسي ثبات باید په نظر کې وساتي. د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزیر مرتضا سولنګي ډیو ته د خبرو په وخت آي اېم اېف ته د تحریک انصاف خط لیکل یو سیاسي چال بللی او وېلی راتلونکي حکومت ته به ترټولو لويي چېلنج اقتصاد ښه کول او سیاسي ثبات په ځاې کول وي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG