لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان حکومت د ګلالۍ اسماعيل د مور نوم په اي سي اېل کې اچولی


Pakistan ecl

د ټولنيزې فعالې ګلالۍ اسماعيل مور عزلفت اسماعيل نوم د پاکستان حکومت لخوا په اي سي اېل (اېګزټ کنټرول لسټ) کې اچولو وروسته ګلالۍ اسماعیل ویلي د دغه حکومتي امر مقصد هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ نه په شاه کول دي.

اي سي اېل هغه نوملړ دی چې پکې اچول شوي تنان د پاکستان نه بهر سفر نه شي کولی.

ګلالۍ اسماعيل د دغه حکومتي فېصلې په اړه وي او ای ډيوه ته په یو ویډیو پېغام کې ويلي، دا رنګ فېصلو مقصد هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ يا د پښتنو د حق لپاره د اواز پورته کولو نه د ودرول دي خو هغه به کله هم له دې وروستو نه شي.

اغلې ګلالۍ اسماعيل زیاته کړې چې په مور يې تور لګول شوی چې زما بهر ملک ته په تللو کې يې مرسته کړې. ٫٫ دا د پاکستان د ادارو ناکامي ده. د خپلې لور ملګرتيا کول کوم جرم نه دی او که چرې دوي د پښتنو د حق لپاره پورته کېدونکی اواز د فشار لاندې راوستل غواړي نو دا به کله هم ونه شي.٬٬

ګلالۍ اسماعیل دا تور هم لګولی چې د پاکستان غوښتل چې هغه ووژني، نو ځکه يې پاکستان پرېښودو. دلته به هغه د خپل قام لپاره غږ پورته کوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کول يوه شعوري فېصله وه او چې هر څه حالات راځي خو د دې نه به نه وروستو کیږي.

د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت له خوا جاري شوي دغه اعلامیه کې په اغلې عزلفت اسماعيل تور لګول شوی چې هغې خپله لور ګلالۍ اسماعيل په داسې حال کې پټه ساتلې وه چې هغه د ترهګرۍ په تور کې پوليس ته مطلوبه وه.

په اعلامیه کې لیکل شوي چې د ګلالۍ مور د خپل خاوند (پروفېسراسماعيل) او لُور (ګلالۍ اسماعيل) د ناقانونه ګرځول شوې غېرسرکاري ادارې "اوېرګرلز" په لار د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره په پېسو راټولولو کې ملاتړ کړی.

تیر کال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه جاري شوي دغه حکومتي اعلامیه کې د ګلالۍ اسماعیل په مور تور لګول شوی چې د هیواد نه بهر اوسېدونکې خپلو لوڼو ته د بشري حقونو د فورم له لارې د پاکستان تشخص خرابولو لارښوونه کړې چې داسې دوي وښايي چې پاکستان رياست د دوي کورنۍ ته دړکې ورکوي.

په اعلاميه کې دا هم ليکل شوي چې په اغلې عزلفت يوه مقدمه په شپږمه جولايۍ 2019م درج شوې کوم چې د اورېدنې په مرحله کې ده خو نوموړې په بهر هېواد کې د پنا اخستلو اراده لري د کوم وروستو چې به بيا دوي د بشري حقونو د ادارو په لار پاکستاني رياست د پښتنو دښمن نړۍ ته وښايي.

د پاکستاني چارواکو له خوا لا هم په دې اړه کوم بيان نه دی ورکړی شوی خو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې دا اعلاميه تېر کال د اکتوبر په اتلسمه نېټه جاري شوې کومه چې اوس مخې ته راغلې ده.

XS
SM
MD
LG