په امریکا کې مېشت ترک دیني عالم فتح الله ګولن چې اسلامي تحریک يې په ترکي او د ترکي نه بهر موثره غورځنګ ګڼل کېدو او په وروستي کلونو کې د صدر رجب طیب اردوان خلاف د بغاوت راپارولو په الزام تورن شوی و، د ۸۳ کلونو په عمر کې په امریکا کې وفات شو.
د ګولن خطبې شایع کوونکي وېب پاڼې هرکول په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل ګولن د اتوار، یکشنبې، په ماشام په هغه هسپتال کې وفات چېرته چې يې علاج کېدلو.
یو وخت و چې ګولن او اردوان اتحادیان وو خو بیا يې اختلافات شروع شول او اردوان په هغه د کال ۲۰۱۶ بغاوت د راپارولو الزام ولګولو. په پېښه کې تر ۲۵۰ پورې کسان ووژل شوو.
ګولن د ۱۹۹۹ راهسې په امریکا کې په خپله خوښه په جلاوطنۍ کې ژوند کولو او په بغاوت کې د ککړتیا الزام يې ردولو. ترکي د ګولن تحریک ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
د ترکي خارجه وزیر هاکان فیدان د ګولن د وفات کېدو تصدیق وکړو، د هغه تحریک يې "تور تنظیم" وبللو او ويې وېل ترکي به د تنظیم خلاف جنګ جاري ساتي.
د ګولن د خدمت نومې تحریک د پېروکارانو ترمخه، تحریک د معتدل اسلام، د مغربي طرز تعلیم، ازاد اقتصاد او د مختلفو مذهبونو ترمنځ د هم اهنګۍ حمایت کوی.
په ترکي کې د ناکامه بغاوت وروسته، د ګولن تحریک په ترکي کې په منظمه ډول ړنګ کړی شوی دی او په نړیواله کچه يې اثر کمزوری شوی دی.
انقره غوښتل چې امریکا دې ګولن ترکي ته وسپاري.
په کال ۲۰۱۷ کې د امریکې د پېنسېلوېنیا ریاست د سیاحت مرکز او غرنۍ سیمه پکونو کې خپل کور کې روېټرز خبري ادارې سره مرکه کې ګولن ویلي وو چې امریکې نه د وتلو هېڅ اراده نه لري.
Forum