د افغانستان په تاریخي مرکزي ولایت بامیان کې نن د جمعې په ورځ یو تن پر خلکو ډزې کړې دي چې پکې درې بهرني سیلانیان او یو ځایي افغان وګړی وژل شوي دي. تر اوسه چا د دې برید ذمه واري نه ده منلې.
پر ټولنیزو رسنیو د پېښې د ځای په خپرو شویو عکسونو کې لیدل کیږي چې په ډزو وژل شوي او ټپي کسان په بازار کې له ولاړو موټرو سره پراته دي خو څوک ورته نیژدې د دوی د اخیستو په حال کې نه لیدل کیږي.
د طالبانو حکومت دغه پېښه په "کلکه غندلې" او په پېښه کې د وژل شوو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، امنیتي ځواکونو د ذمه واره کسانو د پیدا کولو هڅې پیل کړې دي، ټول مجرمین به پيدا کوي او "د شریعت منګولو" ته به یې سپاري:
"نن مازدیګر د بامیانو په ښار کې په عامو خلکو ډزې شوي چې له امله یې د یو افغان په شمول درې تنه خارجي اتباعو ژوند له لاسه ورکړی، د درو افغانانو په ګډون څلور تنه نور ټپيان شوي دي".
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي تر اوسه څلور تنه د پېښې په تړاو نیولي شوي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې دغه نیول شوي کسان له کومې ډلې سره تړاو لري او څوک دي.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې په پېښه کې وژل شوي بهرني سیلانیان د کوم هېواد دي او دوی بامیان یا افغانستان ته کله تللي وو.
د 2021م کال په اګست کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په بېلابېلو ولایتونو کې پر طالبانو او عامو خلکو ګڼ شمېر لوی او واړه بریدونه شوي، خو دا لومړی ځل دی چې پر بهرنیو سیلانیانو بریدونه شوی دی.
په تېرو شاوخوا درو کلونو کې په خونړیو بریدونو کې په سلګونو کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي، په ځانګړې توګه د کابل په دشتِ برچي او نورو هزاره مېشتو سیمو کې پر شیعه مسلمانو سترې حملې شوې دي چې ذمه وارۍ یې داعش خراسان ډلې منلې دي.
Forum