لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حافظ گل بهادر وسله والې ډلې حکومت خلاف د کاروائي اعلان کړی


د گل بهادر په مشرۍ کې شورا د حکومت سره معاهدې ماتولو او په ضد يي د "ضرب مومن" په نوم د عملياتو پېل کولو پرېکړه کړې ده
د گل بهادر په مشرۍ کې شورا د حکومت سره معاهدې ماتولو او په ضد يي د "ضرب مومن" په نوم د عملياتو پېل کولو پرېکړه کړې ده

د پاکستان په قبائيلي سيمي شمالي وزيرستان کې فعاليت لرونکې د حافظ گل بهادر ډلې د حکومت سره د معاهدې ماتولو ، او د حکومت په ضد يي د "ضرب مومن" په نوم د عملياتو پېل کولو اعلان وکړو .
په شمالي وزيرستان کې د فعاليت لرونکې حافظ گل بهادر ډلې وياند احمدالله احمدي ميډيا ته وئيلي ، چې د گل بهادر په مشرۍ کې د دغې ډلې شورا د حکومت سره د معاهدې ماتولو او په ضد يي د "ضرب مومن" په نوم د عملياتو پېل کولو پرېکړه کړې ده .
نوموړي زياته کړې د حکومت سره يي د جون د ۲۰م نېټې پورې معاهده وه ، او قبائيلي جرگې کور کمانډر خېبرپښتونخوا سره د ليدو په مهال دغه نېټه ټاکلې وه ، خو حکومت خپله وعده سرته نه کړه او په ۱۶م جون يي شمالي وزيرستان کې عمليات پېل کړل .
د پاکستان پوځ د حکومت په حکم شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنگيالو په ضد د "ضرب عضب" په نوم په پراخه کچه عمليات پېل کړي ، او تر اوسه پورې د ائي اېس پي ار ترمخه په ترسره شوؤ عملياتو کې د ۱۸۰ څخه زيات ترهگر وژل شوي ، چې پکې زياتره ازبک دي . په دغو عملياتو کې ۸ عسکر هم وژل شوي دي .
احمدي زياته کړې شورا په ټول ملک کې د ډلې په غړو غږ کړی ، چې د حکومت په ضد عملياتو کې سرکاري تنصيباتو باندې بريدونه پېل کړي ، او عام خلک نه په نخښه کوي .
د گل بهادر ډلې وياند دا هم وئيلي چې په شمالي وزيرستان کې د دويي ډله فعاليت لري ، او تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي ) دې د شمالي وزيرستان په اړه کوم بيان نه جاري کوي . دغه رنگ احمدي زياته کړې د ټي ټي پي سره يې نه مخکې څه تعلق ؤ ، او نه ورسره وس کومې اړيکې لري .
د حافظ گل بهادر ډلې د پاکستان حکومت سره د کال ۲۰۰۶م راهسې معاهده وه ، او د يو بل په ضد يې کوم عمليات نه کول .
وئيل کيږي حافظ گل بهادر په شمالي وزيرستان کې د القاعده او حقاني شبکې سره نورو بهرني جنگيالو ته پناه ورکړې وه ، او کارروايانې به يې د پولې پورې مخ ته په افغانستان کې کولې .
دوه اوونۍ وړاندې هم د گل بهادر ډلې شمالي وزيرستان کې د يو پمفلټ د لارې د سيمې خلکو ته خبرداری ورکړی ؤ ، چې د سيمي څخه ځان خوندي علاقو ته منتقل کړي .
ميډيا ته په لېږل شوي دغې پمفلټ کې وئيل شوي ؤ ، چې حکومت په شمالي وزيرستان کې د فضائي حملو او بشپړه عملياتو ترسره کولو تابيا کړې ده ، او د طالبانو سره يي امن تړون مات کړی دی .
په دغې پمفلټ کې د سيمي خلکو ته د جون ۱۰م نېټې پورې د علاقې پرېښودو وئيل شوي ؤ ، خو احمدالله احمدي وايي د قبائيلي جرگې کور کمانډر خيبرپښتونخوا سره د ليدو وروستو بيا دغه نېټه د ۲۰ م جون پورې غځول شوی وه . ولې حکومت خپله وعده سرته نه کړه ، عمليات يي پېل کړل ځکه دويي هم د حکومت په ضد د عملياتو پرېکړه وکړه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG