پاکستان
"زما په شهریت ډرون حمله شوې، افغان اوم، افغان یم او افغان به یم" حافظ حمدالله

د پاکستان د مذهبي او سیاسي گوند جمعیت علما اسلام (ف) په بلوچستان صوبه کې مهم مشر او پخواني سنیټر حافظ حمدالله د خپل پاکستان د شهریت په ختمیدلو توند غبرگون ښودلې او وايي پاکستان یې په شهریت ډرون حمله کړیده:
"زما په شهریت ډرون حمله شوې"
هغه وي او ای ډیوه ته اوویل د خپل شهریت د بیرته اخستلو لپاره به قانوڼي جگړه به کوي.
د یو تپوس په ځواب کې ښاغلي حمدالله اوویل چې د نادرا چارواکو ورته مشوره ورکړه چې پلاني ځای ته لاړ شه، د حمدالله مطابق:
" ما ورته ویل بل پلان ځای ته نه شم ورتلې بیا به نو زه کابل له ولاړ شم یا به ډلي له ولاړ شم"
د حافظ حمدالله د شهریت د ختمولو په حقله چې وي او ډیوه په پښتونخوا کې د حکومت د اطلاعاتو د وزير شوکت یوسفزي نه تپوس وکړو نو هغه اوویل:
"دا د فیډرل گورنمینټ ایشوز دي،په دې حواله به هغوي ځواب کولی شي"
د پاکستان د نورو وفاقي وزيرانو سره ډیوه د هڅو باوجود هم بریالۍ نه شوه چې خبرې وکړي خو په مطوبوعاتو کې راغلي د پاکستان حکومت د سینیټر حافظ حمدالله د پاکستان شهریت ختم کړی اؤ هغه یې غیرملکي وگړی گرځولی.
د پاکستان د میډيا د څار اداره پیمرا وایي هغوئ ته په 11م اکتوبر نیشنل ډیټابیس رجسټریشن یا نادرا لیک استولی وو چې پخوانی سینیټر حافظ حمدالله ایلین (غیرملکي وگړی) گرځول شوی. نادرا نور تفصیل نه دی ورکړی چې داسې یې ولې کړي.
حافظ حمدالله صوبایي اسمبلی غړی، دصوبې د روغتیا وزیر د سینیټ غړی پاتې شوی دی.
حافظ حمدالله وايي د ده جرم دا وو چې رښتیا به یې ویل او د ائين د بالادستۍ خبره بې یې کوله.
د حمدالله مطابق هغه په چمن ښار کې زیږدلې، پلار یې د پاکستان د جوړیدلو نه مخکښې دغلته پاتیکیدلو او د پاکستان په محکمه تعليم کې ملازم وو. د حمدالله یو زوی شبیر احمد د پاکستان په پوځ کې سیکنډ لیفټېنینټ شبیر دی.
هغه اوویل د خپل افغانیت نه انکار نه شي کولې:
"افغان یم، افغان ووم، افغان به یم"
نور تفصیل په لانديني لینک اوریدی شئ
See all News Updates of the Day
د پاکستان نګران داخله وزیر دا ومنله چې امنیتي کارکنان د ډالر په سمګلېنګ کې لاس لري

داسې حال کې چې د پاکستان ریاست په ټول ملک کې بهر ته د ډالرو او نورو سامانونو د سمګلېنګ په ضد مبارزه جاري کړې ده، د حکومت یو جګپوړي وزیر دا منلې چې په دغه غیرقانوني کار، یعنې سمګلېنګ کې امنیتي ځواکونه هم لاس لري.
د پاکستان نګران حکومت تېره میاشت بهر ته د ډالرو د غیرقانوني انتقال د مخنیوي دپاره په ټول ملک کې عملیات شورو کړل، په دې هیله چې وکړی شي د کمزورې روپۍ ارزښت لوړ کړي.
د دې ترڅنګ، د امنیتي او د قانون د انفاذ ادارو په مرسته، چارواکي د غنمو او چینو د ذخیره اندوزۍ او بهر ته د سمګلېنګ، او له ایران نه د تیلو د خراب پیداوار د درامداتو په خلاف هم عملیات جاري کړي دي.
د پاکستان نګران داخله وزیر سرفراز بوګټي په یو خبري کنفرنس کې چې د دې عملیاتو د اثراتو او نتایجو په اړه یې معلومات ورکول، دا ومنله چې په سمګلېنګ کې امنیتي اهلکار هم لاس لري.
د وي او اې د خبریال یوې پوښتنې ته په ځواب کې، ښاغلي بوګټي وویل چې د کرنسۍ او نورو سامانونو په سملېنګ کې د امنیتي کارکنانو لاس درلودل "۱۰۰ فیصده رښتیا" ده.
نګران داخله وزیر وویل: "سمګلېنګ د اوښانو په شا نه دي شوي. د ټرکونو په ذریعه ترسره شوي دي. د پاکستان د پوځ مشر خپلو کسانو ته په واضحه ویلي چې نه یوازې به کورټ مارشل وي بلکې هغه کسان چې په دغو کارونو کې شامله دي، هغوی به جېل ته ولېږلی شي."
مګر ښاغلي بوګټي دا هم وویل چې د پوځي کسانو نه بازخواست، داسې یوه پروسه ده چې د عوامو د سترګو نه پټه ده.
د پاکستان پوځ، د دې ملک تر ټولو طاقتوره اداره ده. که څه هم د آینده کاله پورې چې عمومي انتخابات کیږي، پاکستان کې یو سېوېلین نګران حکومت په واک دی، د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د ریاست په چارو کې، د پخوانیو پوځي مشرانو په څېر، ډېر اهم کردار لوبوي.
د پوځ مطبوعاتي ادارې په یو جاري کړي بیان کې ویلي، سرلښکر عاصم منیر په دې وروستیو کې د صوبايي حکومتونو له مشرانو سره په یو بریفېنګ کې وعده وکړه چې "د سمګلېنګ او نورو غیرقانوني چارو په ضد به عملیات جاري وي" څو پاکستان د هغو سنګینو نقصانونو نه خلاص کړي چې د غلا په وجه دې ملک باندې راوړی کیږي.
یاده دې وي چې د کرنسۍ او نورو موادو د سمګلېنګ په ضد پاکستان کې د ملک په کچه د شورو شوو عملیاتو په نتیجه کې، د روپۍ قدر بهتره شوې او ویل کیږي چې په سپټمبر میاشت کې د ډالرو په مقابله کې د پاکستانۍ روپۍ قدر څه باندې شپږ فیصده لوړ شو.
ماهرین: د زلزلې دومره نږدې اټکل نه شي کېدی

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د زلزلې وړاندوينې يا پېشنګويۍ په ځانګړي ډول له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته څېرمه د چمن اوسېدونکي سخت په ويره کې اچولي دي.
د کوټې ډويژن کمېشنر خلکو ته د احتياط ویلي خو پوهان وايي تراوسه په دنیا کې داسې کومه ساينسي اله يا څيړنه نه ده شوې چې د زلزلې کره وړاندوينه وکړي.
د نيدرلېنډ يوې تحقيقاتي ادارې سولر سسټم جیوميټري سروی وړاندوينه کړې چې د پاکستان د بلوچستان صوبې د چمن ضلعې فالټ لاين کې جړقېدل راغلي ځکه په راتلونکو دوه ورځو کې دغلته داسې زلزله راتلی شي چې شدت يا زور به یې په ريکټر سکېل شپږ يا د هغې نه زیات وي.
د ياد خبر مخې ته راتلو وروسته پاکستان کې په ټولنيزو رسنیو بحثونه پېل شوي دي.
حفاظتي اقدامات:
د کوټې ډويژن کمېشنر حمزه شفقات په اېکس [پخواني ټویټر] خلکو ته د احتیاط کولو ویلي دي.
هغه ويلي، د زلزلې د خبر په اړه د موسمياتو سرچينې د دغه رپوټ تاييد تراوسه نه دی شوی خو فرضي مشقونه روان دي ادارې د هر ډول حالاتو دپاره تيارې دي او حالات څارل کيږي.
نوموړي زياته کړې، خلک دې د سرکاري سرچينو، ټولنيزو رسنیو او ټي وي چېنلو څخه ځان خبروي، بيړنی کټ دې تيار ساتي، په کورونو کې دې خوندي پاتې شي، ارامه دې اوسي.
په خلکو کې ويره:
د چمن اوسېدونکی عبدالباری اڅکزی وايي، د زلزلې د خبر وروسته خلک سخت په ويره کې دي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "مشران خبره کوي چې په چمن کې خواوشا سل کاله وړاندې زوروره زلزله شوې وه، اوس خلک سخت په ويره کې دي، څوک وايي د کوره بهر څملو، څوک وايي دننه څملو، خلک پرېشانه دي وايي، دوه درې ورځې به باندې څملو".
د زلزلې وړاندوينه:
د بلوچستان پوهنتون د [آرت اېنډ انوايرمنټل ساينس يا د ځمکې يا چاپېريال په حواله د زده کړو] څانګې پخوانی مشر ډاکټر دین محمد کاکړ وايي، تراوسه پورې په دنیا کې د زلزلې په حواله په ساينسي بنيادونو داسې کومه کره وړاندوینه نه ده شوې.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د لنډې مودې يا په ورځ دوه کې د زلزلې وړاندوينه نه شي کېدی البته د اووه اتو کالو په حواله ویل کېدی شي خو هغه هم د زلزلې د فالټ لاين يا فلېټونو د فعاليت په حواله کېدی شي".
نوموړي وویل، "د چمن زلزلې فالټ لاين فعاله دی خو دا د اوږدې مودې نه فعاله دی او د کابل نه تر خضدار پورې دغه فالټ لاين موجود دی زلزله څه وخت هم کېدی شي خو وړاندوينه یې نه شي کېدی".
زلزلې هر وخت راځي:
پاکستان کې د موسمياتو د محکمې يو پخوانی لوړ پوړی چارواکی رياض احمد هم د ډاکټر دين محمد تاييد کوي او وايي "په فالټ لاينونو کې زلزلې هر وخت روانې وي خو دا ويل چې په دومره شدت سره به زوروروه زلزله راځي تراوسه داسې نه دي شوي".
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "تراوسه پورې په جاپان کې چې زياتې زلزلې راغلي نه خو جاپان، نه امریکا او نه برتانیې کومه داسې وړاندوينه کړې چې زلزله به کيږي په دغه حواله تحقيق يا څيړنې روانې دي خو دا خبره تراوسه نه ده کره شوې".
ښاغلي رياض احمد وويل، "د چمن تاريخي فالټ شتون لري، خو د زلزلې په حواله نه شي ویل کېدی چې کله زلزله کيږي".
نوموړي زياته کړه، "که يو څوک د زلزلې وړاندوینه کوي هغه به پرله پسې د فالټونو څارنه کوي او تاريخي فالټونه شته، خو تراوسه پورې ريسرچ روان دی، او دا امکان هم لري چې څيړنې وشي او د زلزلې وړاندوینه وشي خو دا ډېر سخت او ګران کار دی".
پاکستان: سپټمبر کې د ترهګرۍ پېښې کمې خو مرګ ژوبلې زياتې شوي

پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو نظر ساتونکې غېر دولتي څیړنیزې ادارې [پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز يا پکس] ويلي، د اګست د میاشتې په مقابله کې په ستمبر کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې کمې رپوټ شوي خو مرګ ژوبلې پکې زياتې شوي دي.
د رپوټ ترمخه سږ کال په وړومبو نهو مياشتو کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 489 پېښې رپوټ شوي او په دې کې په مجموعي توګه 763 تنان وژل شوې دي او د تېرکال په مقابله کې سږ کال په نهو میاشتو کې ترهګري 29 فیصدي زیاته شوې ده.
پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټدیز يا پکس ویلي، د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ 65 پېښې رپوټ شوې دي 136 کسان پکې وژل شوي او د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ 99 پېښې رپورټ شوې وې خو په هغه میاشت کې ځاني تاوان د ستمبر په مقابله کې کم شوی وو.
په رپورټ کې ویل شوي، د بلوچستان په مستونګ کې شوې د ترهګرۍ غټې پېښې له امله د ستمبر په میاشت کې ځاني تاوان زیات شوی دی.
د پکس مشر عبدالله خان وايي، "خېبر پښتونخوا او پخوانۍ قبايلي سیمې د تېرې اوږدې مودې څخه د ترهګرۍ نه متاثره دي، ګاونډي هیواد افغانستان کې يو اوږد جنګ هم د دې يوه وجه ده ، بله دا چې ریاست ته به هم په دغو سیمو کې داسې مثبت کارونه کول وي چې د ځاي خلکو د تندروۍ پحقله فکر مکمل بدل شي".
په رپوټ کې ويل شوي د اګست په مقابله کې د ستمبر په میاشت کې د ملکي خلکو په وژنو کې اضافه شوې ده خو د امنیتي ادارو اهلکارو مرګ ژوبله د اګست په مقابله کې کمه رپوټ شوې ده.
د رپوټ ترمخه يو ځل بیا خېبر پښتوخوا او بلوچستان صوبې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوي دي.
خبریال محمود جان بابر وايي، "دا ترهګري به دلته نوره هم زیاتیږي ځکه چې څنګه د عامو انتخاباتو ورځې رانزدې کيږي نو سیاسي ګوندونه به خپلې جلسي جلوسونه کوي او په داسې کې به د ترهګرۍ ویره نور هم سېوا شي ځکه چې اوس دلته داعش عملیات سېوا کړي دي او دا تنظیم اکثر له داسې ګوندونه او خلک په نخښه کوي څوک چې د دوي په فکر تنقید کوي".
د پکس په رپوټ کې زياته کړی شوې، خېبر پښتونخوا صوبه کې د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ 23 پېښې رپوټ شوې او 34 کسان پکې وژل شوي دي.
په بلوچستان کې د ترهګرۍ 20 پېښې شوې 77 کسان پکې وژل شوي او قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ په 17 پېښو کې 19 کسان وژل شوي وو.
د رپوټ ترمخه په سيند صوبه کې د ترهګرۍ څلور پېښې شوې، او پنجاب صوبه کې د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ هيڅ ډول پېښه نه وه رپوټ شوې.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډيجيټل سرشمېرنې او نویو حلقه بنديو پرضد د احتجاجونو اعلان وکړ

پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي په ملک کې ډيجیټل سرشمېرنه سمه نه ده شوې، او اوسنۍ حلقه بنديانې هم سمې نه دي، دوی به یې پرضد احتجاجونه او قانوني لاره خپلوي.
د ګوند په خبره د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو ابادي کمه ښودل شوې او د پخوانۍ فاټا ابادي هم خواوشا 50 لکه ښودل شوې کومه چې د ياد ګوند په وينا په 1940 کې 26 لکه وه.
پېښور پرېس کلب کې خبري غونډې ته په وينا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خېبرپښتونخوا مشر محمدعلي وویل، ګوند یې سرشمېرنه ردوي او پرضد به یې احتجاجونه کوي.
هغه زياته کړه، د فاټا [پخوانۍ قبايلي سيمو] په صوبه کې ورګډېدو خبرې کېدې چې ګټې به لري خو هغه ګټې ور نه کړل شوې بلکې د سيمې د قامي او صوبايۍ اسمبليانو څوکۍ کمې کړی شوي او د 25م اييني بدلون وروسته 26م اييني بدلون قانوني مسوده د قامي اسمبلۍ نه پاس شوی د کوم لاندې چې له پخوانۍ فاټا څخه د قامي اسمبلۍ 12 څوکۍ بحالېدل وو، او د صوبايۍ اسبملۍ څوکۍ د 18 نه 25 ته سېوا کېدل وو خو هغه قانوني مسوده درول شوې ده.
نوموړي وويل، پښتونخوا ملي عوامي ګوند د 26م اييني بدلون د سېنېټ څخه منظورولو پرزوره غوښتنه کوي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، فاټا [پخوانۍ قبايلي] سيمه کې خو حالات يکسر مختلف دي د فاټا اوسني سيټونه شپږ نه دي پينځه نيم جوړيږي، مونږ وايو چې فاټا ته دې خپل زاړه 12 سيټونه ورکړي او نورې حلقې چې يوه ضلعه یې د بلې سره تړلې ده هغه دې سم کړی شي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخواني غړي ميرکلم وزیر وي او اې ډيوه ته وويل، دوی به د سرشمېرنو او حلقه بنديانو سمولو دپاره قانوني لاره خپلوي او احتجاج به کوي.
هغه وويل، مونږ وايو چې هره خبره که هغه سر ته ونه رسي په راروان وخت کې خو به ولس په خپلو مسايلو خبر کړو، زما په خيال به دا هم غټه کاميابي وي چې خلک په مسلو خبر کړو.
د پاکستان مشترکه مفاداتو کونسل يا شريکو ګټو شورا په پينځم اګست په ملک کې د اوومې ډيجيټل سرشمېرنې منظوري ورکړې وه چې ترمخه یې د ملک ابادي 24 کروړه، 14 لکه 99431 ښودل شوې وه، د 2017م په سرشمېرنه کې د ملک ابادي 20 کروړه، 76 لکه 84626 ويل شوې وه.
څو ورځې وړاندې د پاکستان الېکشن کمېشن د نوې سرشمېرنې په بنياد د انتخاباتو دپاره د حلقه بنديانو ابتدايي فهرست اعلان کړی، په نوو حلقه بنديانو کې د قامي اسبملۍ ټولې 266 څوکۍ جوړې شوي دي. په 2018م کې د قامي اسمبلۍ 272 څوکۍ وې.
د 2018م په انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا د قامي اسمبلۍ 39 او پخوانۍ فاټا 12 څوکۍ وې چې په مجموعي ډول 51 جوړېدې.
د نوو حلقه بنديانو ترمخه خېبرپښتونخوا کې د مومندو او شمالي وزيرستان کې يوه، يوه څوکۍ، او باجوړ، کورمې، خېبر او جنوبي وزيرستان څوکۍ د دوو، دوو نه يوې يوې ته راکمې کړی شوې دي.
د الېکشن کمېشن د ابتدايي حلقه بنديانو ترمخه خېبرپښتونخوا کې د قبايلي ضلعو ورګډېدو وروسته د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ د 99 نه 115 ته سېوا کړی شوي دي.
قبايلي ضلعو باجوړ ته څلور، مومندو ته دوه، خېبر ته درې، جنوبي او شمالي وزیرستان او کورمې ته دوه دوه څوکۍ او اورکزو ته یوه څوکۍ ورکړی شوې ده.
د شانګلې څوکۍ د دوو نه درې کړی شوي او چترال يوه څوکۍ سېوا کړی شوې او دوه شوي دي.
د پېښور 14 څوکو کې يوه او د هنګو په دوو کې هم يوه څوکۍ کمه کړی شوې ده.
په بلوچستان کې د پوليو يا ګوزڼ ضد اووه ورځنی کمپېن پيل شو

په بلوچستان کې روغتيايي چارواکي وايي، چې په ايالت کې په تېرو اته ويشت مياشتو کې د پوليومثبت کېس نه دی رپوټ شوی، او دا لاسته راوړنه د پوليو کارکوونکو يا فرنټ لاين ورکرز د هڅو نتيجه ده.
د بلوچستان چيف سيکرټري شکيل قادرخان د ګل يا دوشنبې په ورځ په بلوچستان کې له يوې مياشتې ځنډ وروسته د ګوزڼ يا پوليو ضد کمپېن د پيلېدو پر وخت يوې خبري غونډې ته وويل:
"په اوسني د پوليوضد کمپېن کې به دوه اعشاريه څلور ميليونه ماشومانو ته چې عمرونه يې ترپينځو کلونو پوري وي، قطرې او ويټامین اې ورکول کېږي. په کمپېن کې يولس زره ګرځنده پوليوټيمونه برخه اخلي. له ټولو ميندو دا غوښتنه کوو، چې خپلو ماشومانو ته قطرې ورکړي او د پوليو ترڅنګ له نورو ناروغيو د خوندي ساتلو لپاره يې هم هرومرو ويکسين کړي."
په اوسنی کمپېن کې په کوټه کې شاوخوا اتلس سوه ګرځنده ټيمونه برخه اخلي چې ماشومانو ته به قطرې او ويټامین اې ورکوي. داچې ويټامین اې د ماشومانو لپاره څومره مهم دی، د کوټې د پوليو د نېشنل سټاپ افسر ډاکټر جان عنايت مندوخېل يې په اړه معلومات راکوي.
"د پوليوضد کمپېن د اکتوبرپه دوهمه پيل شوی چې تر شپږمې نېټې پوري به دوام ولري، او په ترڅ کې به يې په کوټه کې څلورلکه اتيا زره ماشومان ويکسين کېږي. د ماشومانو ايمونيټي يا دفاعي سيسټم زيات قوي نه وي، ځکه نو د ماشومانو لپاره ویټامین اې ډېر مهم دی. د هيواد په کچه په پوليو ضد کمپېنونو کې تر دوو کلونو پوري عمر لرونکي ماشومانو ته ویټامین اې ورکول کېږي.،،
په بلوچستان کې په پوليوکمپېنونو کې د ديني عالمانو ترڅنګ قبايلي مشران هم برخه اخلي، چې خلکو ته پوليوناروغۍ په اړه معلومات ورکړي او خلک د ويکسين لوري ته وهڅوي. د کوټې د پښتون باغ اوسېدونکي عبدالسلام اڅکزی هم په سيمه کې خلکو ته د ويکسين پر ارزښت معلومات ورکوي.
"زه له ټولو خلکو دا غوښتنه کوم، چې دوی دې د پوليو ټيمونو سره کومک وکړي او کور پر کور دې ورسره وګرځي، د ناروغۍ د ختمولو لپاره. دا زموږ د ټولو مسووليت دی. چې د ناروغۍ د علاج او مخنيوي لپاره له روغتيايي ټيمونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو. پوليو وايرس اوس په نړۍ کې ختم شوی خو دلته اوس هم شته، خو په کنټرول کې دی. موږ بايد له خپل وس سره سم له پوليو ټيمونو سره همکاري وکړو."
په بلوچستان کې په اوسني پوليوضد کمپېن کې د پوليس او ليويز عسکر هم د کارکوونکو د امنيت ساتلو په موخه برخه اخلي. د کمپين لپاره نهه سوه پينځه ويشت فکسډ سايټونه او پينځه سوه اووه څلوېشت ټرانزېټ مرکزونه جوړ شوي دي.
Forum