لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حيدرهوتي : څوک چې وسله غورځوي دروازې مو ورته پرانستې دي


An African Bullfrog is placed on a weighing scale during the London Zoo's annual weigh-in in London.
An African Bullfrog is placed on a weighing scale during the London Zoo's annual weigh-in in London.

د خيبرپښتونخوا وزيراعلي امير حيدر خان هوتي وائي که چرې تندروه جنگيالي دجنگ جگړو څخه په تيريدلو دقانون داحترام او په امن دژوند کولو ضمانت ورکړي نو زمونږ دروازې ورته پرانستې پرتې دي.
دجمعې په ورځ په وزيراعلي هاؤس کې يوې دستورې ته دوينا په مهال ښاغلي هوتي وويل کوم تندلاري چې په جوماتونو، جنازو او حجرو کې د دوي بچي وژني او د مستقبل مخې ته یې بندونه وهي حکومت به هغوي سره هيڅ رقم خبرې نۀ کوي.
هغه وويل په صوبه کې دعوامي نيشنل گوند ددريوؤ کالو په لږه موده کې دامن دټينگښت ، دصوبې دپرمختيا او داولس دسوکالۍ لپاره گڼ شمير گټور گامونه اخستي دي.
وزيراعلي وويل دمرکز څخه دبجلۍ دگټې يو سل لس اربو روپو په بقاياجاتو کې پينځه ديرش اربه روپۍ زمونږ خزانې ته راغلي خو ددغو ټولو هڅو او گامونو باوجود دپښتون قام بقاء زمونږ دپاره دژوند او مرگ مسئله ده.
حيدرهوتي وويل کوم تندلاري چې په امن ژوند کول غواړي هغوي سره زمونږ هيڅ اختلاف نشته خو کوم جنگيالي چې دا گڼي چې دبې گناه انسانانو دوينو په توئيولو سره به حکومت دځان په مخکې بې وسه کړي هغوي په غلطه دي او په ضد به يې کوټلي گامونه اخستل کيږي.
وزيراعلي وويل ددغو ورانکارو دسرونو چقولو دپاره به دهيڅ يوې لويې قربانۍ نه ډډه ونۀ کړل شي.
دخيبرپښتونخوا وزيراعلي دا هم وويل چې ترڅو په افغانستان او قبائيلي سيمو کې دامن وضعه ښه شوې نۀ وي نو مونږ به هم دستونزو او ازميښتونو سره مخ يو.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG