لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حيدرهوتي: اسفنديار پښتانۀ نۀ دي خرڅ کړي،اعظم هوتي کورني اختلافات پالي

A demonstrator holds flares during a general strike in Rome, called by several trade unions. Unions are protesting against Italian Prime Minister Matteo Renzi's emblematic Jobs Act legislation which aims to shake up the labor market by making it easier for companies to hire and fire.
A demonstrator holds flares during a general strike in Rome, called by several trade unions. Unions are protesting against Italian Prime Minister Matteo Renzi's emblematic Jobs Act legislation which aims to shake up the labor market by making it easier for companies to hire and fire.
فاروق فراق
دعوامي نيشنل پارټۍ نوميالي مشر اؤ د خيبرپښتونخوا صوبې پخواني وزيراعلي حيدرخان هوتي وايي اسفنديار ولي خان يا افراسياب دپښتنو د سر سودا کله هم نۀ ده کړې بلکې اعظم هوتي په هغوئ دغه رقم سنگين الزامات يواځې دکورنو اختلافاتو په اساس لگوي.
خو اعظم هوتي وايي کۀ اسفنديار ولي خان د ځان خلاف دلگول شوؤ تورونو د سپيناوى کولو جوگه وي نو پخپله دې راميدان ته شي اؤ قام ته دې ډاگيزه خبره وکړي.
دنهې په ورځ پيښور پريس کلب کې مطبوعاتي کانفرنس ته د وينا په مهال ښاغلي حيدر هوتي دخپل پلار اعظم هوتي له لوري دپارټۍ په مشر اسفنديار ولي خان اؤ افراسياب خټک د پښتنو د سر دسوداکولو تورونه په سختۍ سره رد کړل اؤ وئ وئيل د يو سازش لاندې اعظم هوتي د عوامي نيشنل پارټۍ بدنامولو ته مټې رابډ وهلي دي خو هاغه به کله هم پخپلو ناوړه مقصدونو کې کامياب نه شي.
اعظم هوتي تيره ورځ ديو پريس کانفرنس په مهال دعوامي نيشنل پارټۍ په مشراسفنديار ولي خان اؤ سناتور افراسياب خټک تور لگولى ؤ چې دامريکا څخه يې درې نيم کروړه ډالر اخستي وؤ اؤ پښتانۀ يې د مرگونو غيږته سپارلي وؤ.
داعظم هوتي ځوي اؤ د خيبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي اميرحيدرخان هوتي وويل په دغو تورونو کې هيڅ حقيقت نۀ شته اؤ پارټي به ددغو تورونو له امله د اعظم هوتي په ضد محکمې ته د تگ يا نۀ تلو په بابله پريکړه کوي.
هغه وويل په اصل کې اعظم هوتي کورني اختلافات لري خو ديو سازش په اساس يې دغو اختلافاتو ته سياسي رنگ ورکړى کړى.
کله چې د هغۀ څخه وپوښتل شول دغه سازش څه دى؟ نو حيدر هوتي وويل"زمونږ په ضد دغسې الزامات لگول کومه نوې خبره نۀ ده،له دې وړاندې په مونږ د غدارانواؤ نور رقم رقم تورونه لگول شوي اؤ س يوځل بيا کۀ څوک په عوامي نيشنل پارټۍ دپښتنو د خرڅولو تورونه لگوي نو دا به حيرانوونکې نه وي"
هغه وويل که اعظم هوتي وايي چې اسفنديار خان د امريکا څخه په اخستو پيسو بهرنو هيوادونو کې کاروبارونه يا جائيدادونه جوړ کړي دي نو ددې خو پلټنې کول کومه گرانه خبره نه ده .
هغه زياته کړه پارټي پرون هم د اسفنديار ولي خان ترشا ولاړه وه اؤ په راتلونکي کې به هم هغه خپل مشر گڼي.
دپريس کانفرنس په مهال چې د حيدر هوتي څخه وپوښتل شول چې ايا داعظم هوتي کورني اختلافات دهغۀ د وروستي وادۀ سره تړاؤ خو نه لري ؟ نو هغه خبريالانو ته واضحه ځواب ورنه کړو خو وئ وئيل "تاسو ټول په دې خبره ډير ښه پوهيږئ"
خو کله چې وائس اف امريکا ډيوه راډيو د حيدرهوتي د سپيناوي په هکله د اعظم هوتي سره تماس ونيولو نو هغه وويل "نه خو مې په چا الزامونه لگوي اؤ نه مې دچا سپکاوى کړى دى، که اسفنديار ولي خان سره زما دخبرو سپيناوى وي نو ولې بيا ولې پخپله نه راميدان ته کيږي چې په سياسي انداز کې خبره وکړي؟"
هغه وويل څه چې يې وئيلي په هغې ټينگ ولاړ دى ،کله به هم کورنو خبرو اؤ معاملاتو ته د سياست رنگ ورنکړي اؤ يواځې حقيقت به وايي.
اعظم هوتي زياته کړه کۀ وخت راغلى نو نور هم ورسره ډير رازونه شته چې پرده ترې پورته کړي خو ښه به داوي چې اسفنديار ولي خان پخپله دخپلو عملونو ځواب قام ته ووايي
XS
SM
MD
LG