د امریکې په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ د خواهشمندو امیدوارانو پینځمه مباحثه کې د ګوند د نامزدګۍ دوو خواهشمندو امیدوارانو، د فلورېډا ریاست ګورنر ران ډي سېنټس او د ملګرو ملتونو دپاره د امریکې پخوانۍ سفیرې نېکي هېلي، شرکت وکړو.
مباحثه یا مناظره د شورو، چهارشنبې، په ماسخوتن په ایوا ریاست کې وشوه.
د امریکې صدر غوره کولو دپاره انتخاب د سږ کال د نومبر په میاشت کې کېدونکی دی. دا ووټونه هر څلور کاله پس کېږي.
د شورو، چهارشنبې، په ماسخوتن د ريپبلېکن پارټۍ مباحثې ګډون وال کوښښونه کوي چې په صدارتي انتخاب کې يې پارټي د خپل صدارتي امیدوار وټاکي.
د ګوند دننه صدارتي انتخاب دپاره د امیدوار غوره کولو دپاره ووټونه یا وړمبۍ پرایمري د جنورۍ په 15 نېټه کېدونکي دي.
د ريپبلېکن پارټۍ نامزد امیدوار به په صدارتي انتخاب کې د ډېموکرېټېک پارټۍ د امیدوار سره مقابله کوي.
د امریکې موجوده صدر جوبایډن چې د ډېموکرېټېک پارټۍ په نمایندګۍ يې د کال 2020 صدارتي انتخاب د ريپبلېکن پارټۍ پخواني صدر ډانلډ ټرمپ نه ګټلی، د صدارت دویمې دورې خواهشمند او د سږ کال په صدارتي انتخاب کې امیدوار دی.
ټرمپ هم د ریپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ خواهشمند او د سږ کال په صدارتي انتخاب کې د ودرېدو اراده لري. د مقبولیت په لحاظ هغه د ریپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ د نورو خواهشمندو نه مخکې ګڼل کېږي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ریپبلېکن پارټۍ په مباحثه کې شریکو امیدوارانو ډي سېنټس او هېلي د دوو ګنټو په بحث کې په یو بل نېوکې کولې خو په ټرمپ یې څه نتقید نه کولو.
کله چې د هېلي نه پوښتنه وشوه چې ایا ټرمپ ملک د چلولو صلاحیت لري، نو هېلي نېغ په نېغه د جواب ورکولو نه ډډه وکړه او ویې وېل چې نوی صدر باید په اخلاقي لحاظ واضحه وي.
د ساوت کېرولاینا پخوانۍ ګورنره هېلي د کال 2020 د صدارتي انتخاب د نتیجې په اړه واضحه نظر لرلو او ویې وېل چې دغه انتخاب بایډن ګټلی او ټرمپ بېللی و. ټرمپ وايي د هغه خلاف په انتخاب کې درغلي شوې وه. دا الزام ثابت شوی نه دی.
اوکراین سره د امریکې د امداد په اړه د بحث په مهال، ډي سېنټس په هېلي تنقید وکړو او ویې وېل هغه لا اوس هم د ملګرو ملتونو په شان سوچ لري او داسې ګڼي چې امریکا غېر محدود وسایل لري.
که څه هم ريپبلېکنز اوکراین سره د نور امداد مزاحمت کوي، هېلي یې حمایت کوي.
د اسرایل او د حماس د جنګ په موضوع، ډي سېنټس وویل حماس دویم "هالوکاسټ" یا د یهودیانو قتل عام غواړي او پکار ده چې امریکا د اسرایل مرسته وکړي. هېلي هم د اسرایل د ملاتړ حمایت وکړو. ډي سېنټس وویل هغه د اسرایل او د فلسطینیانو دپاره د دوو جدا ریاستونو ملاتړ نه کوي.
دواړو امیدوارانو د ایران دننه د حملې مخالفت وکړو چې دا ډول د اسرایل او حماس جنګ د خورېدو مخه ونیول شي.
ډي سېنټس وویل پکار ده چې د امریکې د اقتصاد اړیکې د چین نه د اقتصاد نه وشلول شي، په خصوصي توګه د دوایانو جوړولو او د وسلو په برخو کې او امریکايي کمپنو ته دې د ټېکس او قوانینو په برخو کې مراعات ورکړی شي.
د ریپبلېکن پارټۍ د تېرو مباحثو په شان ټرمب د شورو، چهارشنبې، په ماسخوتن د پارټۍ په پینځمه مناظره کې هم شرکت و نه کړو او هم په ایوا ریاست کې یې د پلویانو غونډې ته وېنا وکړه.
که څه هم ټرمپ د مبینه جرمونو د 91 الزاماتو او د څلورو فرد جرمونو سره مخامخ دی، هغه د ریپبلېکن پارټۍ د نامزدګس د نورو خواهشمندو نه د 30 نه تر 40 پواینټونو مخکې دی.
د ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې هغه به امریکا د خارجي جنګونو نه څنګه بهر ساتي نو هغه وویل امن به د طاقت دلارې قایموي. هغه دعوه وکړه چې که صدر وی نو په اوکراین او په اسرایل به حملې نه وې شوې.
Forum