لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس د ډزبندۍ معاهدې لاندې درې نور اسرایلي یرغمالیان خوشي کړي


حماس د قېدیانو تبادلې په وروستي پړاو کې د خالي (شنبې) په ورځ درې نور یرغمل کړي اسرایلیان خوشې کړي او د دغې په ځواب کې اسرایل ۱۸۳ فلسطیني قېدیان خوشې کړي.‌ د قېدیانو وروستۍ تبادله د اسرایل او حماس ترمنځ شوې ډزبندۍ اولنۍ مرحلې برخه ده.‌

دا پنځم ځل دی چې اسرایل او حماس ترمنځ‌ شوې ډزبندۍ په لومړي پړاو کې د قېدیانو تبادله شوې. خوشې کړی شوي درې اسرایلي کسان د ۲۰۲۳ کال اووم اکتوبر په سویلي‌ اسرایل د حماس په حمله کې یرغمل کړی شوي وو.

د اتوار په ورځ د تهايي لېنډ هغه پینځه کارکونکي چې د یو کال پورې حماس یرغمل کړي وو بنکاک ته رسیدلي. دغه پینځه واړه کسان نن د بنکاک په هوايي ډګر د تهايي لېنډ د خارجه وزیر او په تهايي لېنډ کې د اسرایل سفیر مخکې د خپلو کورنیو د غړو سره لیدلي.

خو د دریو خوشي کړل شوي اسرایلي یرغمالیانو فزیکي حالت اسرایلیان اندیښمن کړي، په داسې حال چې درې واړه کمزوري او ناتوانه ښکاریدل او د حماس وسله والو په دوي په زوره څه وېل غوښتل. حماس وسله والو یرغمل شوي اسرایلیان د وېنا لپاره اول یو جوړ کړی شوي سټېج ته وروستل او د بیا د حماس پوځي څانګې الاقصا بریګېډز د سره صلېب نړیوالې کمېټۍ ته وسپارل.

CORRECTION / Palestinian Hamas fighters escort Israeli hostage Or Levy on a stage before handing him over to a Red Cross team in Deir el-Balah, central Gaza, on February 8, 2025, as part of the fifth hostage-prisoner exchange of a fragile ceasefire.
CORRECTION / Palestinian Hamas fighters escort Israeli hostage Or Levy on a stage before handing him over to a Red Cross team in Deir el-Balah, central Gaza, on February 8, 2025, as part of the fifth hostage-prisoner exchange of a fragile ceasefire.

په زرګونو فلسطینیان د پیښې په ځای کې راټول شوي وو او هیله یې څرګنده کړه چې د ډزبندۍ موافقه به دوام ومومي او د یوې پراخې او هراړخیزې سولې تړون ته لار هواره کړي. د اسرایل د یرغمل شوو او بې درکه کسانو لپاره معاون ګال هرش د درې خوشې کړل شوو اسرایلیانو د صیحي حالت غندنه کړې.‌

د اسرایل او حماس ترمنځ د درې مرحلو ډزبندۍ تړون د جنوري په ۹۱مه عملي شوی چې ورسره په غزه کې د اسرایل د ۱۵ میاشتو پوځي عملیات ودرېدلي. د اسرایل په دغه عملیاتو کې غزه په مکمله توګه تباه شوې چې پکې د غزه د صحت چارواکو ترمخه د ۱۷،۰۰۰ نه زیات ماشومانو په ګډون شاوخوا ۶۲،۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي.‌ اسرایل وايی حماس وسله والو د ۲۰۲۳ کال اووم اکتوبر په حمله کې ۱۲۰۰ اسرایلیان وژلي وو او ۲۵۰ یې یرغمل کړي وو.

د تړون لاندې اسرایل د خالي (شنبې) په ورځ په خپلو بندیخانو کې قېد د ۱۸۳ فلسطینیان خوشې کړي. د ډزبند ۍ وروسته تراوسه پورې دحماس په ولقه کې ۲۱ یرغمل شوي اسرایلیان او د اسرایل په بندیخانو کې ۷۳۰ فلسطیني قېدیان خوشې کړی شوي.

Israel Palestinians
Israel Palestinians

اخوا فلسطینیان د شمالي او سویلي غزه په منځ‌ کې د نېتزریم سیمې ته ستنېدل شروع شوي چرته چې د اسرایل پوځ عملیات کول. د اسرایل پوځ او حماس وېلي اسرایلي ځواکونه د اتوار په ورځ ددغه سیمې نه وتلي.

د ډزبندۍ تړون لاندې اسرایل په دې صلاح شوی چې د ۴ کلومیټر اوږدې نېتزریم سیمې نه خپل پوځیانو وباسي. دا د زمکې هاغه برخه ده چې شمالي او سویلي غزه د یو بل نه بېلوي او اسرایل د جنګ په وخت د پوځي سیمې په توګه استعمالوو.‌ زیاتره فلسطینیان د اتوار (یکشنبې) په ورځ نېتزریم کې تباه شوو ودانیو ته راستانه شو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG