لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس ویلي د ډزبندۍ لوظنامې په اړه د اسرایل ځواب ته په تمه دي


د حماس وسله والې ډلې دوو چارواکو ویلي چې حماس ډله په غزه کې د ډزبندۍ لوظنامې په اړه د اسرایل ځواب ته په تمه ده.

د حماس دوو چارواکو د اتوار/ یکشنبې په ورځ راېټرز خبري ادارې ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، ٫٫ مونږ منځګړو ته خپل ځواب ویلی، او اوس د اشغال ګرو ځواب ته په انتظار یو.٬٬

حماس ډلې پینځه ورځې وړاندې د امریکا لخوا په غزه کې د تیرو ۹ میاشتو راهسې روانې جګړې ختمولو لپاره وړاندې کړل شوي پلان یوه مهمه برخه منلې.

په دریو پړاونو کې د ډزبندۍ دغه پلان د امریکا صدر جو باېډن د می میاشتې په اخیره کې وړاندې کړی وو او قطر او مصر یې منځګړي وو.‌ د دغه پلان مقصد د جګړې ختمول او د حماس په ولقه کې د ۱۲۰ اسرایلي یرغمالیانو راخوشي کول دي.

یو بل فلسطیني چارواکي چې د ډزبندې په اړه دغه هڅو نه خبر دی ویلي، اسرایل د قطري چارواکو سره خبرې کړي. یاد چارواکي چې نه یې غوښتل نامه یې واخستل شي، راېټرز ته ویلي٫٫ دوي د حماس سره د حماس د ځواب په اړه خبرې کړي او بیا یې ژمنه کړې چې دوي ته به په څو ورځو کې د اسرایل لخوا ځوا ب هم رارسوي.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو هم ویلي چې معرکچیان به یې روانه اونۍ خبرې اترې جاري ساتي خو هغه نور کوم جزیات نه وو ورکړي.

حماس وسله واله دله د په غزه کې د جګړې ختمولو لپاره د مکملې ډزبندې د غوښتنې نه وروسته شوې. دغه ډلې وړاندې وویل چې تر څو اسرایل مکمله ډزبندي نه وي کړي دوي به کومه لوظنامه نه کوي. خو اوس وايي چې دوي به منځګړو ته د شپږو اونیو وخت ورکوي چې د لوظنامې لومړی پړاو سر ته ورسیږي.

یوې سرچینې ویلي چې د امریکا استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر ویلیم برن به هم د خبرو اترو لپاره روانه اونۍ د قطر سفر کوي.

یو فلسطینی چارواکې چې وړاندې یې په دغه شان هڅو کې کار کړی ویلي، چې دغه وړاندېز د مخکې تګ لپاره لار هوارولی شي که چرته اسرایل دغه ومني. د دغې سره به د حماس او اسرایل تر منځه د نهه میاشتو راهسې روانه جګړه پاې ته ورسیږي.

د اسرایل د خبرو اترو د ډلې یو غړي بیا د ځان نه ښکاره کولو په شرط ویلي، چې دا مهال په حقیقت کې د کوم څه ترلاسه کولو وخت راغلی.

دا خبره په تیرو نهه میاشتو کې د په غزه کې د روانې جګړې په وخت د اسرایلي دریځ نه مکمل بدله ده. وړاندې به اسرایل وویل چې د حماس لخوا هیڅ قسمه شرط منلو ته تیار نه دي.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو ویاند د خالي/ شنبې په ورځ په دې اړه د څه ویلو خواست ته کوم ځواب نه دی ویلی. خو د جمعې په ورځ د وزیراعظم دفتر ویلي وو چې راتلونکې اونۍ به خبرې اترې پېلیږي خو دا یې هم ویلي چې د دواړه خواو تر منځه لا هم لرې والی شته.

په غزه کې د اسرایل او حماس تر منځه روانه جګړه کې تر اوسه د ۳۸۰۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي. دغه شمېره په غزه کې د صحت ادارې لخوا ورکړل شوې.

په غزه کې دغه جنګ د اکتوبر په ۷مه نیټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل د شوي خونړي برید وروسته شورو شوې.

په دغه برید کې د حماس وسله والو ۱۲۰۰ اسرایلیان وژلي او نژدې ۲۵۰ یې تښتولي وو. دغه شمېر د اسرایلي چارواکو لخوا ورکړل شوې.

د امریکا لخوا وړاندې کړل شوي نوي وړاندیز کې دا خبره هم یقیني شوې چې معرکچیان به لومړی د یو عارضي جنګ بندۍ ضمانت ورکوي. بیا به د مرستو رسېدل وي او د هغې وروسته به بیا د اسرایلي عسکرو وتل کیږي.

تر دغې به څنډ په څنډ خبرې روانې وي تر څو چې د خبرو اترو دویم پړاو نه وي عملي شوی. د حماس سرچینې د دغې خبرې تصدیق کړی.

یوې سیمه ایزې سرچینې ویلي چې امریکايي انتظامیه هڅې کوي چې دغه لوظنامه د نومبر په میاشت کې کیدونکي د امریکا صدارتي ټاکنو وړاندې وشي.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو د جمعې په ورځ ویلي وو، چې د اسرایل استخباراتي ادارې موساد مشر د قطر نه د لومړیو کتنو وروسته بیرته راستون شوی او ویلي یې وو چې د راتلونکې اونۍ نه خبرې اترې بیا پېلیږي.

د دې خبر معلومات د راېټرز خبري ادارې نه اخستل شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG