د پاکستان خېبرپختونخوا صوبې په جنوبي ضلع هنگو کې يوه بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې شپږ کسان وژل شوي ، او ۱۱ نور ژوبل شوي دي .
د هنگو ضلعې د پوليس مشر انورسعيد کنډي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته د چاؤدنې په اړه وئيلي ، دغه پېښه د هنگو د توغ سرۍ په علاقه کې د اورکزۍ ايجنسۍ د کډوالو په کېمپ کې رامنځته شوې ده . راپورونه وايي په دغه کېمپ کې د کرمې ايجنسۍ کډوال هم مېشت دي .
نوموړي پېښه کې د شپږو کسانو د وژنې پخلی کړی ، چې په وژل شوؤ کې يوه ماشومه هم شامله ده . او د چاؤدنې په نتيجه کې نور ۱۱ کسان هم ژوبل شوي دي .
پوليس افسر وئيلي ، چاؤدېدونکي بارودي مواد په موټر سائيکل کې ځائي په ځايي کړی شوي وو ، او ډزول شوي دي .
چارواکي وايي پوليس علاقه په گېره کې اخيستې ، او د پلټنې عمليات يي پېل کړي دي .
د پېښې زمه واري تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې .
د قبائيلي سيمې اورکزۍ ايجنسۍ سره په پوله پرته ضلع هنگو کې په وروستيو کې د تشدد په پېښو کې زياتوالی مخې ته راغلی ، په تېرو ورځو کې د جمعيت علمااسلام (ف) ډلې يو ځايي مشر وژل شوی او پوليسو باندې هم بريدونه شوي دي .
د تېرې نهې په ورځ د خېبرپختونخوا په سرښار پېښور کې د ملېشې په يو کاروان ځان مرگی بريد شوی ؤ ، چې پکې د يوې زنانه په گډون د ملېشې څلور عسکر وژل شوي ، او يو شمېر نور ژوبل شوي وو . درې ورځې وړاندې کراچۍ کې هم يو پوليس افسرباندې د بمي چاؤدنې بريد کې دوه کسان وژل شوي وو .
چارواکي وايي دغه رنگ بريدونه او پېښې په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د روان ضرب عضب اپرېشن په غبرگون کې کېدی شي .