لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنگو : د وسله والو بريد کې درې پوليس عسکر وژل شوي دي


دیر خودکش حملے میں ہلاکتوں کی تعداد 45 ہو گئی
دیر خودکش حملے میں ہلاکتوں کی تعداد 45 ہو گئی
د پاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په هنگو سيمه کې دزيارت په ورځ وسله والو جنگيالو په ډزو سره درې پوليس عسکر وژلي دي.
دسرچينو ترمخه دهنگو څخه شپږ کلو ميټره لرې سيمه کوتکي کې دپوليسو گاډى تيريدو چې ناڅاپي پرې وسله والو جنگيالو ډزې پيل کړې.
ددغه بريد له امله دوه پوليس عسکر ژوبل شوي هم دي او هغوي دعلاج لپاره يو نزدې روغتون ته رسول شوي دي.
ددغه بريد مسؤليت تر دې مهاله چا په غاړه نۀ دى اخستى خو پوليس وائي په دغه بريد کې طالب جنگيالي ککړ دي او زياتوي چې دغه جنگيالي دپوليسو په گزمه دبريد کولو وروستو تښتيدلي دي.
دهنگو دپوليسو مشر ميا محمد سعيد يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې ددغه بريد په اړه وويل سيمه کې طالب جنگيالي فعاله دي او هغوي ددغه بريد مسؤل دي، هغه په بريد کې ددريوؤ پوليس عسکرو دوژل کيدو پخلى وکړو.
يو بل پوليس چارواکي گل جمال هم دپيښې پخلى کړى او ددې ذمه وار يې ترهه گر گرځولي.
هغه وويل مونږ ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې او دلټونې عمليات مو پيل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG