لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حنیف اتمر: د داعش د ځپلو لپاره د طالبانو ملاتړ لویه تېروتنه ده


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، د داعش په ګډون نړیوال ترهګر په افغانستان کې د طالبانو تر سیوري لاندې کار کوي.

اتمر په ټینګار سره دا یوه لویه تېروتنه وګڼله چې د یوې ترهګرې ډلې د ځپلو لپاره دې د بلې ملاتړ وشي.

اتمر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ پوځي قومندانانو ته د خبرو پرمهال وویل، کچېرې طالبان خپلې وسلې پر مځکه کېږدي نو نورې ترهګرې ډلې به په خپله له افغانستان څخه پښې سپکې کړي.

ښاغلي اتمر وړاندې وویل، لشکر طیبه، د ازبکستان اسلامي تحریک او د ختیځ ترکمنستان اسلامي تحریک ډلې ټولې د طالبانو تر سیوري لاندې کار کوي.

حنیف اتمر ګاونډیو هېوادونو ته په خپل پيغام کې وویل:

(هغه هېوادونه چې د داعش د ځپلو لپاره له طالبانو سره مرسته کوي هغوي تیروتي ځکه دواړه یو ډول ترهګر دي.)

ښاغلي اتمر د بیلګې په توګه یادونه وکړه، چې داعش او طالبان په فریاب او جوزجان ولایتونو کې له یوه بله سره مرسته کوي.

طالبانو ته د افغان حکومت د سولې د وړاندیز نه وروسته اتمر په دې ټینګار وکړ چې د سولې خبرې به یواځې له افغان طالبانو سره کیږی.

ده دا هم وویل چې له طالبانو او حقاني ډلې سره د سولې په راتلو به په ټوله سیمه کې امن او ثبات رامنځ ته شي.

دا پداسې حال کې ده، چې افغان او امریکايي چارواکي په پاکستان، روسیې او ایران باندې تورونه لګوي چې طالبانو ته پټنځایونه، روزنه، پیسې او وسلې ورکوي خو یاد هېوادونه دغه ادعاوې نه مني

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG