لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په هریپور سیمه کې سېشن جج د وسله والو برید کې ژوبل شوی 


پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په هریپور سیمه کې نامعلومو وسله والو د بر کوهستان په ضلعي (سېشن) جج ډزې کړي چې پکې هغه سخت ژوبل شوی دی.

د پاکستان بیلابیلو رسنیو ویلي چې په سیشن جج محمد فرید دا برید تېره ورځ نامعلومه وسله والو هغه وخت کړی چې هغه د هریپور په چوهر شریف سیمه کې د نمونځ لپاره یو جومات ته د ننوتلو په حال کې ؤ.

رسنیو د پولیسو له خولې ویلي چې برید کې سیشن جج محمد فرید دوه ډزه لګیدلی اؤ هغه د علاج لپاره ووړومبی د هریپور اؤ وروسته د ایبټ اباد روغتون ته رسول شوی دی.

پولیس وایي برید کوونکي له پېښې وروسته تښتیدلي اؤ پولیسو د هغوي د نیولو لپاره ځاي پځاي ناکې لګولي دي.

پولیسو ویلي په سمدستي توګه لا دا نه ده معلومه چې ایا دا ترهګرۍ پېښه ده اؤ که بله کومه بڼه لري خو وایي د پېښې پلټنې یې شورو کړي دي.

تر دې پېښې وړاندې سږکال د اپریل په میاشت کې د ترهګرۍ د څپې سره د مخ قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان سیشن جج شاکر الله مروت د ټانک سیمې نه ډیره اسماعیل خان ته د تګ په وخت نامعلومه وسله والو د وسلې په زور تښتولی ؤ چې وروسته بیا راخوشې کړل شو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG