لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هرنايي پرلت د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ مخې ته شروع شوی


پرلت وال تور پورې کوي چې د روان کال د اګست پر 13م د هرنايي په خوست سيمه کې له شپې د ډزو په نتيجه کې درې تنه ټپيان شوي وو او د دې پېښې په ضد د سيمې خلکو د پاکستاني پوځ د ځايي کېمپ مخې ته د 14 اګست په ورځ احتجاج پېل کړی چې بيا ورباندې مخامخ دزې وشوې
پرلت وال تور پورې کوي چې د روان کال د اګست پر 13م د هرنايي په خوست سيمه کې له شپې د ډزو په نتيجه کې درې تنه ټپيان شوي وو او د دې پېښې په ضد د سيمې خلکو د پاکستاني پوځ د ځايي کېمپ مخې ته د 14 اګست په ورځ احتجاج پېل کړی چې بيا ورباندې مخامخ دزې وشوې

د بلوچستان صوبې د هرنايي ضلعې په خوست سيمه کې چې له تېرې يوه نيمې مياشتې راهسې احتجاجي پرلت روان دی، د احتجاجي پرلت د کمېټۍ غړی وهاب کاکړ وي او اې ډيوه ته وايي، د حکومت له لوري د دوی د غوښتنو د منلو اعلانونه شوي خو په عملي توګه نه دي پوره شوي ځکه دوی له هرنايي څخه حرکت کوي او په کوټه کې پرلت کښېنوي.

"د هرنايي ضلعې په کچه ټولو سياسي ګوندونو دا پريکړه وکړه چې په کوټه کې به نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [29 اګست] پرلت کښېنوو، د صوبې په کچه په دې پرلت کې به پښتون تحفظ مومنټ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند، نېشنل ډيموکرېټک ګوند، دا ټول به سبا راسره په دې پرلت کې شامل وي".

د بلوچستان د هرنايي ضلعې په خوست سيمه کې له تېرې يوه نيمې مياشتې را په هيسې احتجاجي پرلت ناست دی، او د دې پرلت په ملا تړ د بلوچستان په زياتره پښتني سيمو کې احتجاجونه هم شوي دي.

دا پرلت د عوامي نېشنل ګوند د غري خالقداد بابړ د وژنې او د اووه تنو د ټپي کېدو پر ضد پېل کړی شوی وو.

پرلت وال تور پورې کوي چې د روان کال د اګست پر 13م د هرنايي په خوست سيمه کې له شپې د ډزو په نتيجه کې درې تنه ټپيان شوي وو او د دې پېښې په ضد د سيمې خلکو د پاکستاني پوځ د ځايي کېمپ مخې ته د 14 اګست په ورځ احتجاج پېل کړی چې بيا ورباندې مخامخ دزې وشوې.

پرلت وال تور پورې کوي چې د عسکرو د مخامخ ډزو په نتيجه کې د عوامي نېشنل ګوند غړی خالق داد بابړ ووژل شو، او څلور تنه نور ټپيان شو.

د پاکستان پوځ د پرلت والو دا تورونه رد کړي او دا يې په ځواکونو بې ځايه الزامونه بللي دي.

د 14اګست په وﺭځ د پوځ وياندې ادارې ایي ايس پي ار ويلي وو چې د 13 م اګست په شپه د هرنايي په خوست سيمه کې په پوځي پوسته له نزدې ابادۍ څخه ډزې شوې وې چې پوځ هغه بريد په شا تمبولی، او د 14 اګست په سهار يې په نزدې غرونو کې د ترهګرو پر ضد عمليات کړي او په دې عملياتو کې د ترهګرو په ډزو د پاکستاني پوځ دوه عسکر وژل شوي او يو افيسر ټپي شوی هم وو.

خو پوځ په خپل دې بيان کې د ولسي خلکو د ټپي کېدو يا وژل کېدو تفصيل نه وو ورکړی.

د بلوچستان د وزير اعلا د کورنيو چارو سلاکار مير ضيا لانګو د ستمبر د مياشتې په 20م نېټه د هرنايي پرلت والو ته په وينا کې ويلي وو چې د خالقداد بابړ له کورنۍ سره به ضرور انصاف کيږي او په پېښه کې چې هر څوک ککړ وي قانوني سزا به ورکول کېږي.

د کمېټۍ د غړي وهاب خان په خبره د حکومتي ژمنو باوجود د دوی غوښتنې نه دي منل شوي.

"يو د خالق داد بابړ د قتل مقدمه درج شوې او دهغه له کورنۍ سره مالي مرسته شوې، په هغه ورځ په پېښه کې د ټپي شوومقدمه لا هم نه ده درج شوې، د هرنايي خوست له ابادۍ څخه د امنيتي ځواکونو پوستې نه دي ايستل شوې، د پېښې د پلټنو لپاره جوډيشل کميشن نه دی جوړ کړل شوی، ضلعي انتظاميه پوليس او ليويز ته اختيار نه دی ورکول شوی، په سيمه کې د بهته خوري او نا امنۍ مخه نده نيول شوې، په سيمه کې اوس هم وخت ناوخته ډزې کېږي، او غېر يقيني صورتحال دی".

د سيمې د اوسني وضيعت په اړه وي او اې ډیوه د هرنايي له مرستيال کميشنر سره د تماس نيولو هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان پوځ ويلي وو د 25 او 26 ستمبر په مینځنۍ شپه کې د هرنايي خوست په غرنۍ سيمه کې د پاکستاني پوځ يو هيلي کاپټر د تکنيکي خرابۍ له امله لويدلی چې پکې د دوه پايلټانو په ګډون شپږ پوځي عسکر مړه شوي وو.

نا قانونه ګرځول شوې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې "بي ايل اې" دعوه کړې وه چې ياد پوځي هيلي کاپټر دوی را غورځولی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG