لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وکیل: د ترهګرۍ ضد عدالت به په څلورمه مقدمه کې د علي وزیر په خواست سبا فېصله اوروي


پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] ویلي، "ناروغه بندي او موجوده اېم اېن اېی علي وزیر دې په سمدستي توګه خوشی کړی شي".
پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] ویلي، "ناروغه بندي او موجوده اېم اېن اېی علي وزیر دې په سمدستي توګه خوشی کړی شي".

د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه تر سبا نهې/ سه شنبې د ورځې [13ستمبر] پورې وځنډول شوه. بل لور ته د بشري حقونو کمېشن غوښتنه کړې چې علي وزیر دې په فوري توګه خوشی کړی شي. علي وزیر د نهم ستمبر نه په جناح روغتون کې داخل دی.

قادر خان اېډوکېټ وايي، د ترهګرۍ ضد 12م نمبر عدالت کې د علي وزير د ضمانت په خواست د ګل/ دوشنبې په ورځ اورېدنه وشوه دلايل پوره کړی شو او عدالت وویل سبا د نهې/ سه شنبې په ورځ به فېصله اوروي.

له دې وړاندې دا اورېدنه په درېم ستمبر شوې وه د قادر خان په خبره په هغه ورځ پولیسو د مقدمې فايل نه وو راوړی او بله نېټه ننۍ ورځ پکې د اورېدنې دپاره ټاکل شوې وه.

د نوموړي په خبره دا د علي وزير پرضد څلورمه مقدمه ده چې د ضمانت په خواست کې پکې وروستۍ اورېدنې روانې دي. دا مقدمه په کال 2018 کې د کراچۍ په بوټ بېسن تاڼه کې درج شوې وه.

اېچ ارسي سي پي د علي وزير د خوشي کولو غوښتنه کړې

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن [اېچ ار سي پي] ویلي، "ناروغه بندي او موجوده اېم اېن اېی علي وزیر دې په سمدستي توګه خوشی کړی شي".

اېچ ار سي پي ویلي، د قومي اسمبلۍ د سپيکر راجه پروېز اشرف نه غوښتنه کوي چې بې د کوم تاخیر نه د علي وزير د طبي درملنې يقيني کولو دپاره خپل کردار ادا کړي.

د علي وزیر په جناح روغتون کې درملنه روانه ده

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د کراچۍ مشر نور الله ترين وايي، علي وزير ته په نهم ستمبر د جمعې په ورځ په جېل کې د صحت مسله جوړه شوې بيا د زړونو د درملنې روغتون ته بوتلل شوی هلته یې معاینه شوې کوم مرض پکې نه وو معلوم شوی او بیرته جېل ته بوتلل شوی وو.

هغه وويل، په جېل کې ورته بيا تکليف سېوا شوی او بيا جناح روغتون ته وړل شوی چې تراوسه يې درملنه روانه ده.

نوموړي وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، په لومړي تشخيص کې داسې معلوميږي چې علي وزیر ته په تريخي يا فيته کې تکليف دی او سخت درد ورته ولاړيږي او پرله پسې ورته د درد انجکشنې لګول کيږي.

هغه وویل هغه ته ډاکټرانو د الټراساونډ کولو ویلي نن يې الټراساونډ کيږي چې د هغې رپورټ راشي له دغې وروسته به يې ډاکټران رسمي علاج شورو کوي.

د کراچۍ د جناح روغتون مشر ډاکټر شاهد رسول د علي وزير د صحت په اړه تازه څه نه دي ويلي، خو د خالي/ شنبې په ورځ يې ويلي وو چې هغه [علي وزیر] ته د خېټې د درد تکليف دی معاينه یې کولی شي او درملنه يې روانه ده.

د علي وزیر پرضد بله مقدمه کې هم سبا اورېدنه ده

د قادر خان اېډوکېټ په خبره سبا د نهې/ سه شنبې په ورځ د علي وزیر او پي ټي اېم د نورو مشرانو پرضد د کال 2020 په مقدمه کې ختمي دلايل وړاندې کيږي.

علي وزير په دې مقدمه کې په کال 2020 کې په پېښور کې نيول شوی او کراچۍ ته راوستل شوی وو او چې په دغه مقدمه کې په بند کې وو، نورې درې مقدمې پسې راويستل شوې وې.

په ياده مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ تير کال د نومبر په میاشت کې علي وزیر ته ضمانت ورکړی وو.

د دې نه علاوه د کال 2018 په يوه بله مقدمه کې د سيند هايکورټ او د کال 2019 په یوه مقدمه کې د ترهګرۍ ضد 15 نمبر عدالت علي وزیر ته ضمانتونه ورکړي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG