لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې بارانونو او سېلابونو 33 تنه مړه کړي او تر 600 زیات کورونه یې تباه کړي دي


په افغانستان کې په وروستیو ورځو کې ګڼ بارانونه شوي او په نتیجه کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونه راغلي چې له کبله یې کورونه زیانمن شوي او په لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د قدرتي آفتونو په وخت د طالبانو د حکومت د انتظام ادارې ویاند عبدالله جانان سایق د شنبې- خالي په ورځ په کابل کې رسنیو ته وویل چې سېلابونو په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې زیانونه اړولي دي:

"له بده مرغه د سېلابونو له کبله 33 کسان شهیدان او 27 تنه زخمیان شوي دي او شاوخوا 200 څاروي هم مړه شوي‌ دي".

جانان سایق وایي له تېرې جمعې راهیسې سېلابونو 606 کورونه په بشپړه یا برسېرنه توګه تباه شوي‌ دي او تر 1000 زیات نور کورونه زیانمن شوي‌ دي:

"ډېر کسان د کورونو د چتونو د نړېدلو له کبله شهیدان او ټپیان شوي دي"، سایق ونه ویل چې په مړه شویو او ټپیانو کې د کوم عمر کسان، څومره ښځې، نارینه یا ماشومان شامل دي.

د طالبانو د قدرتي آفتونو اداره وایي سېلابونو شاوخوا څه باندې 1950 جریزه یا 800 هیکټره کرنیزه مځکه وړې ده او په ټول هېواد کې یې ۸۵ کیلومیټره (53 مایله) سړکونه هم وړي دي. جانان سایق وایي:

"د لومړنیو اقداماتو او خبرتیاوو له امله د زیاتو زیانونو مخنیوی شوی دی، د سېلابونو په لومړنیو ساعتونو کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکو سیمو ته ځان رسولی".

د افغانستان په 34 ولایتونو کې څه باندې 20 ولایتونه بارانونو ځپلي او تر دې وړاندې غیرمعمول وچ ژمي د دې هېواد ځمکې وچې کړې او کروندګر یې د پسرلي په راتګ په کښته کرونده کې له ځنډولو سره مخ کړي.

د طالبانو د قدرتي آفتونو په وخت د انتظام وزارت ویاند وایي په تېرو څه باندې درو اوونیو کې یې د ملي او نړیوالو مرستندویه ادارو په مرسته د افغانستان پر 22,851 زیانمنو او بېوزلو کورنیو باندې بیړنیو مرستې وېشلې دي.

د طالبانو حکومت وایي بادغېس، ارزګان، فراه، کندهار، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دایکنډي، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، پکتیکا، پکتیا، لوګر، لغمان او هرات ولایتونه سختو بارانونو او سېلابونو زيانمن کړي دي.

په 2021 کال کې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دې بې وزله هېواد ته بهرنۍ مرستې هم کمې شوې دي، چې د طبیعي پېښو په وړاندې یې د مرستو رسولو ته هم خنډ پېښ کړی دی.

په تېره فرورۍ میاشت کې هم د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ډېرې واورې له کبله د مځکې ښویېدو په پېښو کې لږ تر لږه 25 کسان مړه شوي وو او د مارچ په پای کې د درې اوونیو بارانونو شاوخوا 60 تنه مړه کړي وو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG