لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مشال خان د هیرلډ مجلې د کال ٢٠١٧ م غوره شخصیت


مشال خان
مشال خان

د پاکستان د انگریزۍ ژبې یوې معتبرې مجلې هیرلډ د خلکو د رای په رڼا کې مشال خان د کال ٢٠١٧ م غوره شخصیت ټاکلی او د مجلې د نوي کال د گڼې په مخ یې د هغه تصویر چاپ کړی دی.

په دې اړه د مشال خان پلار اقبال خان وي او ای ډیوه ته وویل خلکو ثابته کړه چې "د تیارو په علمبردارو" یې پښې کښېودې او "رڼا، شعور او فکر له یې" رای ورکړه.

اقبال خان وویل په مشال خان چې کوم گزار شوی دا لکه چې د "گل په خوشبويي هم شوی دی. دا په جمال هم شوی دی. دا د لمر په رڼاگانو او پلوشو باندې هم شوی دی."

دهیرلډ ایډیټر بدرعالم وايي د کال م٢٠١٧ لپاره د مشال خان د غوره شخصیت د ټاکل کیدو فیصله د یوې نظر پوښتنې او د ١٠ ؤ منصفانو د پریکړې په بنیاد شوي ده.

Herald Mashal Khan Cover Photo
Herald Mashal Khan Cover Photo

بدرعالم وویل په نظر پوښتنه کې د پاکستان په مختلفو برخو کې د ١٠ ؤ مشهورو شخصیتونو نومونه خلکو ته د رای لپاره وړاندې کړی شوي وو چې پکې د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف، د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان او پښتنه سیاستمداره او د قامي اسمبلۍ غړي عایشه گلالۍ، د پاکستان کرکټ بورډ مشر او وتلی صحافي نجم سیټي او د سوشل میډیا فعاله مایره خان هم شامل ووخو خلکو پکې مشال خان د کال ٢٠١٧ م دپاره د غوره شخصیت په توگه خوښ کړو.

مشال خان د مردان د عبدالولي خان یونیورسټۍ د صحافت د څانگې طالب علم و او د کال ٢٠١٧ م د اپریل د میاشت په ١٣ مه نیټه قهرجنو خلکو په یونیورسټۍ کې د مذهب د سپکاوي په تور قتل کړو. پولیس ویلي د مشال خان خلاف یې د مذهب د سپکاوي شواهد نه دي موندلي.

د مشال خان د قتل په لړ کې د یونیورسټۍ د ٦٠ ؤ طالب علمانو او کارکونکو په ضد مقدمې درج شوې دي. په دغه کسانو کې ٥٧ نیول شوي دي او مقدمې یې روانې دي.

په دې اړه نور تفصیل د وی او ای ډیوه خبریال ریاض حسین رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:52 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG