لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو اېن اېچ سي ار: په یوه لسیزه کې د ټولو نه زیات بحرانونه تېرکال رامنځته شوي وو


یو اېن اېچ سي ار وویل د سېپټمبر د منځنۍ ورځو نه راواخلې د ډسمبر د میاشت تر اخېره پورې 479000 افغانان وطن ته ستانه شوي وو. د دغو افغانانو څخه 29000 هغه هم وو چې پاکستاني چارواکو ډیپورټ کړي یا نیولي او د ملک یې ویسلتي وو
یو اېن اېچ سي ار وویل د سېپټمبر د منځنۍ ورځو نه راواخلې د ډسمبر د میاشت تر اخېره پورې 479000 افغانان وطن ته ستانه شوي وو. د دغو افغانانو څخه 29000 هغه هم وو چې پاکستاني چارواکو ډیپورټ کړي یا نیولي او د ملک یې ویسلتي وو

د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو اېن اېچ سي ار د جمعې په ورځ‌ شایع شوي رپورټ کې وویل په 2023 کې یې په یوه لسیزه کې د ټولو نه په زیاته شمېره کې بحرانونو ته جواب وېلی و.

د اېمرجنسي پرېپیرډنېس اېنډ رېسپانس یا د بېړني حالاتو دپاره تیاری او دې ته د جواب په عنوان رپورټ کې ادارې وویل تېر کال په 29 ملکونو کې 43 بحرانونه یا بيړني حالات اعلان شوي وو.

په دغو بيړني حالاتو کې په شام او ترکي کې زلزله، په میانمار او بنګله دېش کې سمندري طوفان او په سوډان کې د خانه جنګۍ په شان حالات شامل دي. ادارې وویل د دې نه علاوه ناحل شوي مسلې د مشکلاتو په اړه اقداماتو اخیستلو کې د یو اېن اېچ سي ار په صلاحیت دروند بار اچوي.

د یو اېن اېچ سي ار د خارجي تعلقاتو مشر ډومېنیک هایډ وویل که قدرتي افتونه وي او که د انساني دلاسه راپورته شوې شخړي بيړني حالات بې شمېره خلک بې ځایه کوي چې بیا انساني امداد ته ضرورت لري. چارواکي زیاته کړه چې په مصیبت کې د ښکیلو خلکو مشکلات کمولو دپاره د یوالي او په اجتماعي توګه د ګامونو اخیستلو ضرورت وي.

په نړیواله کچه په 2023 کې 114 مېلین مهاجر او بې ځایه شوي وو چې د ریکارډ حد پورې زیاته شمېره ده او توقعو ده چې دا شمېره به سږ کال 130 مېلین ته ورسېږي.

یو اېن اېچ سي ار وویل د دې باوجود چې ادارې د ضرورت مندو خلکو د امداد دپاره پینځه بېلین ډالر ترلاسه کړې وې بیا هم د 400 مېلین ډالرو د مالي وسایلو د کمي له امله هغه خلکو ته ور و نه رسېدل شوه چې غوښتل یې امداد ورسره وکړي.

په 2023 کې افغانان د نوو مشکلاتو سره مخامخ شوي وو. تېر کال د اکتوبر په میاشت کې په هرات کې د زلزلو له امله د 100000 نه زیاتو خلکو امداد ته ضرورت لرلو. هم دغه میاشت د پاکستان حکومت اعلان وکړو چې غېر قانوني افغانان به د ملک نه وباسي.

یو اېن اېچ سي ار وویل د سېپټمبر د منځنۍ ورځو نه راواخلې د ډسمبر د میاشت تر اخېره پورې 479000 افغانان وطن ته ستانه شوي وو. د دغو افغانانو څخه 29000 هغه هم وو چې پاکستاني چارواکو ډیپورټ کړي یا نیولي او د ملک یې ویسلتي وو.

د زړو او ناحل شوو شخړو له امله هم ځینې بحرانونه پېدا شوي وو.

د ازربایجان په نګورونو کاراباغ سیمه کې جګړه د شروع کېدو له امله د 100000 نه زیات ارمینایان بې کوره شوي وو.

په مشرقي کانګو کې د اووه مېلین نه زیات خلک د پوځ او د مسلح ډلو د جنګ نه متاثر شوي وو.
یو اېن اېچ سي ار وویل په نړیواله کچه مسلو ته یې په بیړني ډول جواب وویل او قریباً 17 مېلین ضرورت مندو خلکو سره یې مرسته وکړه او امدادي شیان یې ور ورسوول.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG