لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حجاب په سر د امریکې د باسکټ بال دوه لوبغاړې نورو مسلمانو مېرمنو د حوصلې ورکولو امید کوي


دېیابا کوناتی
دېیابا کوناتی

د امریکې د نارت کېرولاینا یونېورسټۍ جنا عیسا او د ارواین یونېورسټۍ دېیابا کوناتی په قومي کچه د یونېورسټو د باسکېټ بال اېن سي ای ای مقابلو کې د لوبېدو په وخت حجاب اغوستی وي او دا ډول دواړه د ملک په کچه د لوبو په مېدان کې د مسلمان مېرمنو شرکت څرګندوي او امید کوي چې نورې مسلمان مېرمنې به د دوی نه حوصله ومومي.

د اېن سي ای ای مقابلې په امریکا کې په رېکارډ شمېره کې خلک ګوري او د عیسا او کوناتی په دې مقابلو کې شرکت ځان ته توجه را اړولې ده.

کوناتی وايي د باسکېټ بال په مېدان چې د حجاب په سر مسلمانې مېرمنې په لوبه ویني نو خوشحالېږي ورته.
هغه وايي یو وخت و چې هغې به د نورو خلکو نه حوصله اخیستله خو اوس نور خلک هغې ته ګوري. "زه په دې خوشحالېږم."

کوناتی د بلقیس عبدالقادر ستاینه کوي.

د اېن سي ای ای په تاریخ کې عبدالقادر وړمبۍ مېرمن وه چې لس کاله مخکې يې د کالج د فټ بال په دې ټورنامنټ کې حجاب اغوستی و. عبدالقادر د انټرنېشنل باسکېټ بال فېډرېشن په دې فېصله کې هم اهم کردار ادا کړی چې په کال ۲۰۱۷ کې يې په باسکېټ بال کې په لوبغاړو د حجاب پابندي يې لرې کړه.

د کنېټيکټ یونېورسټۍ پخوانۍ لوبغاړې بتولي کمارا چې اولنۍ مېرمن ده چې د سپېن په اېل اېف ا مقابلو کې يې حجاب اغوستی و، وايي خوشحالېږي چې عیسا او کوناتی د هغې د مذهب نمایندګي کوي.

"دا په حقیقت کې ډېره حوصله ورکوونکي خبره ده چې ګورم دوه مسلمانې لوبغاړې د ټولو نه په اوچته سطح مقابلې کوي،" کمارا وویل.

هغې وویل دا په ټوله دنیا کې جینکو ته دا قوي پېغام ورکوي چې که دوی په اقتصادي توګه د هرې طبقې څخه وي، که نسل او ثقافت یې څه هم وي، دوی هم د لوبو مېدان ته راوتلی شي.

کوناتی په پلرني ملک فرانس کې د لوبېدو خواهش هم لري خو په موجوده وخت کې د فرانس باسکېټ بال فېډرېشن په داسې شیانو پابندي لګولې چې مذهبي او یا سیاسي معنې لري.

هغه وايي دا د افسوس خبره ده چې فرانس به د اولېمپېک مقابلو کوربتوب کوي خو هغه به په کې په حجاب د بندیز له امله شرکت نه شي کولی.

عیسا او کوناتی د یو بل سره نه دي لیدلي.
عیسا وویل کله چې خبر شوه چې یوې بلې ښځې هم حجاب اغوستی دی نو خوشحاله شوه.

د اېن سي ای ای د مقابلو نه مخکې د عیسا لوبې کتلو دپاره د مسلمانو جینکو یوه ډله ورغلې وه، وايي هغه د نورو جینکو دپاره د رول ماډل یا رهنما حېثیت لرلو."ما ته نه وه معلومه چې یو تن دومره اثر لرلی شي." عیسا د مصر نه د امریکې د نارت کېرولاینا ریاست یونېورسټۍ ته راغلې ده.

د عیسا پلار د نارت کېرولاینا سټېټ یونېورسټۍ نه د پي اېچ ډي یا د ډاکټرۍ ډګري اخیستې او د هغې دوو خوېندو هم په دې یونېورسټۍ کې سبق وېلی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG