لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عربانو شهوت او د پاکستان د ساړې( مرغۍ) بدبختي:


هغه ورځ چې مې په مېډيا واورېدل چې د عربو شهزادګان د پاکستان په بې تپوسه بلوچستان کې د نايابه او ښاېسته ساړو مرغو پرله پسې غېرقانونه ښکار کوي نو زړه مې د ساړې مرغۍ په بې وسۍ او د عربانو په مستۍ سخت خپه شو، او چې لا بيا مې د امريکې په مشهور رېډيو (NPR) دا هم واورېدل چې عربان دغه ښکلې مرغۍ د جنسي شهوت زياتولو دپاره خوري نو نور مې هم زړه بد شو او د خپل کلې د عمرګل کاکا قصه راته نېغه مخې ته ودرېده!

د ژمي ورځې وې د حجرې په آنګڼ کې د مړ اوور د تودو ايرو په غاړه پيتاوي ته ناست وو چې دلاور کاکا د څادر د پلوسکي نه دوه انار راوسپړدل. ٫٫د ا بېګا هلکانو د پېښور نه راوړي ډېر ښه راباندې اولګېدل ما وييل چې ستاسو به هم خوښ شي٬٬. عمرګل کاکا نسوارو ته ژبه وراړمه کړه او چونډۍ د شونډې نه د کټ لنګې ته ورغړوله.

نوري کاکا په انارو سرکي وال چاکو کېښود او دواړه انار ېې مات کړل عمرګل کاکا د لومړي انار د سرو دانو چونګ خلې ته د اچولونه پس سمدستي تبصره اوکړه: ٫٫واقعي چې اصلي قندهاري دي٬٬

انار اوخړلې شو او پوستکي يي په حجره کې ځاې په ځاې اونوستې شو. نمر ګرمېده او پېتاوي ښه چک اچولی وو او په حجرهکې ګپ هم ښه تود وو چې نوري کاکا پکې ماته غوږ رانزدې کړو وييل ګوره په دې عمرګل به درله د دې انارو دا ټول پوستکي راټولوم: ٫٫ يره د انار داني خو وينه پاکۍ خولوي کمال خو د دې پهپوستکي کې دی٬٬

د حجرې ټول سړي نوري کاکا ته غوږ شو. ٫٫اورېدلې مې دي او د هغه د غاړې دې وي چې د انار پوستکی چې وچ کړې اوبيايي وړه کړې او سحر ترې په نهره د تودو پېو سره يو تلې خورې نو قوت باه ورسره زياتېږي اود بوډاسړينه په يوه مياشت کې د اتلسو کالو ځوان جوړۍ٬٬. نوري کاکا ماته شونډه اوچېچله ، وېېل اوس تماشه کوه.

خبرې کېدې چې يو شېبه پس عمرګل کاکا ورو غوندې د خپل کټ نه پاسېده ، د خامتا په څادر کې يي ځان رااونغښت او ځان يي بېخي په ناغرضو کې واچو او د انارو پوستکې ېي راټولول شورو کړل، او بيا يي ټول د حجرې د کچه دېوال په بلۍ نمر ته خواره کړل.

چې د عربو شېخانو ته ګورم نو عمرګل کاکا راته بېخي بزرګ ښکاره شي ځکه چې هغه خو د انارو د پوستکو په طمه پروت دې ، عربان خو بې خرته پېسه لري، د وس دس خاوندان دي او بيا د پاکستان په ډول دوست هېواد هم لرې چې پکې قانون صرف د بې وسو د پاره وي، نو عرب شهزادګان ولې د انار پوستکې اوخري

د پاکستان د حکومت لخوا له څو لسيزو راهسې عرب شهزادګانو ته ورکړل شوي د ښکار لاېسنسونه هغوي ته اجازت ورکوي چې ښه په خلاص مټ ساړې ښکارکړي، NPR وايي چې يو عربي شهزاده د سلو مرغو د ښکار په لاېسنس په یو ځل 2100 ساړې مرغۍ ويشتلي، د ساړو مرغو په بد بختۍ دغه رپورټ زياتوي چې داسې به ارو مرو کېدل ځکه چې پېسه هرڅه کولې شي خو ساړې بې وسه دي

خو زه وايموالله د ا عربان يي هم لکه د عمرګل کاکا په دې شود بود نه دي که چا ورته اوييل چې خادمۍ جنسي طاقت زياتوي نو بيا ورپسې د سند په صحراګانو کې لکه د لېونو منډې وهي او که چاورته داسې نايابه مرغۍ يادې کړي نو يوه ژوندۍ نه پرېږدي،

هلکه تا سو چې په لسګونو ښځېساتۍ، زړې طلاقوۍ او د هغې په ځاې بله پېغله را ولۍ نو ستاسو د مخه د حيا وي خو په انسان کې څه چينه خو نه ده چې شامودام به جاري وي آخرخو به وچيږي کنه! او چې سړې يووارې زوړ شي نو بيا که د چېلاس , چترالاود سلېمان د غره ټول سلاجېت، او د سند د للمو ټولې خادمۍ او د بلوچستان ټولې ساړې يا تيلور ((Houbara Bustard مرغۍ اوخري نو په والله که بيرته هلک شي!

خو رښتيا خبره ده چي د عربو شېخان زورور دي او لکه چې وايي،٫٫ د زورورو اوبه په لوړه خېژي ٬٬

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

XS
SM
MD
LG