لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یمن حوثي باغیانو په اسرایل د نوي حملې دعوه کړې ده


د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د صنعا په هوايي اډه د اسرایل د حملې وروسته یو منظر
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د صنعا په هوايي اډه د اسرایل د حملې وروسته یو منظر

د یمن حوثي باغیانو دعوه کړې چې د جمعې په ورځ يې د اسرایل په تجارتي مرکز تل ابیب کې په هوايي اډه حمله وکړه. د دې نه یوه ورځ مخکې اسرایل د یمن په سرښار صنعا کې په هوايي اډه او د حوثیانو په ځینو نورو هدفونو حملې وکړې.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د صنعا په نړیواله هوايي اډه د اسرایل حمله په داسې وخت کې وشوه چې د ملګرو ملتونو د صحت ادارې مشر او د هغه عملې د پرواز تیاری کولو.

حوثي باغیانو د جمعې په ورځ وویل د اسرایل په بېن ګورین هوايي اډه يې د مزایل، په تل ابیب او په بحیره عرب کې په یو سمندري جهاز د ډرونز حملې وکړې.

په دې اړه نور تفصیلات په سمدستي ډول نه وو ترلاسه شوي.

د یمن د شهري هوابازۍ ادارې وویل د صنعا هوايي اډه به د جمعې په ورځ بیا پرانيستل شي. ادارې وویل په هوايي اډه حمله په داسې حال کې شوې وه چې د ملګرو ملتونو جهاز د پرواز دپاره تیاری کولو.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د اسرایل پوځ په دې اړه په سمدستي ډول څه ردعمل نه دی څرګند کړی چې ایا دا معلومات يې لرل چې د ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس اېدونېم د حملې په وخت د صنعا په هوايي اډه موجود و. د دې نه یوه ورځ مخکې د ایران حمایت یافته حوثیانو په اسرایل د مزایل او ډرونز حمله کړې وه.

د یمن د حوثي باغیانو المسیره ټېلې وېژن وویل د اسرایل په حملو کې شپږ کسان وژل شوي دي.

په حوثیانو د زیارت، پنجشنبې، د ورځ د حملو وروسته د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو وویل د یمن په باغیانو به تر هغه وخت پورې حملې دوام لري ترڅو چې کار سر ته نه وي رسوول شوی.

په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل جنګ د شروع کېدو راهسې حوثیانو په اسرایل او په سیمه کې په سمندري جهازونو حملې کړي دي، وايي دا د حماس په حمایت کې کوي.

ایران او حماس په حوثیانو د اسرایل د وروستیو حملو غندنه وکړه او دا يې د نړیوال امن او امان خلاف ورزي وبلله.

حوثیانو د یمن سرښار صنعا په شمول د هېواد په پراخه کچه سیمې نیولي دي او په کال ۲۰۱۴ کې يې په نړیواله کچه منل شوی د ملک حکومت ختم کړی دی.

په ۲۰۱۵ کې د سعودي عرب په مشرۍ کې اتحاد د حوثیانو خلاف پوځي عملیات شروع کړل خو ناکامه شول.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG