په ګرده نړۍ کې د ټیکنالوجۍ په خاصه توګه د نوي موباېلونو (سمارټ فونز او نور الیکټرانیکي الاتو) د استعمال زیاتیدو او بیا د ماشومانو زیات وخت د دغه الاتو یا سکرینونو وړاندې تیرولو د مورپلار سره سره نور اړونده خلک هم اندیښمن کړي او دا پوښتنې راپورته کیږي چې ماشومان په څومره عمر او تر سو ساعتو پورې سکرینونو ته پریښودل شي.
د امریکا لاس ویګاس ښار یوې ښځې کیترین او د هغې میړه خپل ځوی تر دوو کالو پورې هیڅ قسمه سکرین یا الیکټرانیکي الی ته نه وو پریښودی. دوه کاله وروستو يې هغه ته یو داسې دلوبو پانډا واخست چې د انګریزۍ توکي به يې ترې زده کول.
ماشومان څومره وخت سکرین ته پریښودل شي؟
په لاس ویګاس کې تیره اونۍ د الیکټرانیکي الاتو یو نندارتون یا نماېش کې که یو خوا قسما قسم نوي الات ایښودل شوي وو، خو سره د دې په دې اندیښنو هم بحث شوی چې ماشومان د څومره وخت پورې سکرین (سمارټ ډیواېسز) ته پریښودل شي؟
د ٫٫لیونګ ان ډیجېټل ټاېمز٬٬ سره کار کونکې رابن راسکن وايي ٫٫ مونږ (مور او پلار) به پخپله ځېنې اوصول جوړوو. دغه کار د هغه کمپنیانو نه دي چې دا مشینونه جوړوي.٬٬
د سکرین په ماشومانو اعصابي اغیز
د روانې میاشتې په پیل کې د ټیکنالوجې تر ټولو لوې کمپنۍ (اېپل) دوو برخه لرونکو دغه کمپنۍ ته د ماشومانو د اېي فون کارولو په اړه خپلې اندېښنې څرګند کړي. او د اېپل کمپنۍ نه يې غوښتلي د هغه والدینو مرسته دې وکړي څوک چې غواړي خپل ماشومان د موباېل زیات کارول بند کړي.
دغه کسانو اېپل کمپنۍ ته لیکلي ٫٫ د اتم جماعت هغه ماشومان چې سوشل میډیا کاروي په هغو کې د ډیپریشن یا اعصابي ناروغیو خطره ۲۷ فیصده سېوا وي.٬٬
په دغه کانفرنس کې یوه ډله داسې هم ده چې مور او پلار په دې قانع کوي چې خپل ماشومانو ته د اتم جماعت نه وړاندې سمارټ فونز یا موباېل ټیلیفونونه مه ورکوۍ. د دغه ډلې یا ګروپ په ویناد سمارټ فونز د زیات کارولو سره ماشومان عادي کیږي، د دوي خوب اغیزمن کیږي، او د سکول سبق او د ژوند نور کارونه يې اغیزمن کیږي.
د سکرین بغیر لوبې څومره ګټې لري؟
د ټیکنالوجې یو ماهر جانشي وايي د هغه مشرانو دوو ماشومانو چې کله کمپیوټرې ترلاسه کړي نو هر وخت به هغې ته ناست وو. خو د خپل کشر ماشوم لپاره غواړي داسې ماحول جوړ کړي چې د سکرین نه بهر د خلکو سره ناسته پاسته کوي، د خپل مور او پلار او ملګرو او خپلو خپلوانو سره ویني او بهر لوبې کوي. دغه لوبې د دوي ذهني او جسماني صحت دواړو له ګټې لري.