لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحافیانو او د انساني حقونو تنظیمونو په فېکټ فوکس خبري وېب پاڼې د پابندۍ غندنه کړې


د اتوار، یکشبنې، په ورځ فېکټ فوکس کې د پاکستاني خبريال احمد نوراني يو خبر خپور شوچې پکې ادعا شوې چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د شپږ کلن ملازمت په مهال د هغه او کورنۍ د نورو غړو په اثاثو کې څو چنده اضافه شوې ده او د هغه خاندان ارب پتي شوې دی
د اتوار، یکشبنې، په ورځ فېکټ فوکس کې د پاکستاني خبريال احمد نوراني يو خبر خپور شوچې پکې ادعا شوې چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د شپږ کلن ملازمت په مهال د هغه او کورنۍ د نورو غړو په اثاثو کې څو چنده اضافه شوې ده او د هغه خاندان ارب پتي شوې دی

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باوجوه د کورنۍ د مالي اثاثو په اړه د خبر ورکولو وروسته پاکستان په فېکټ فوکس نومې خبري ويب پاڼې پابندي لګولې وه خو د پاکستان د صحافیانو او د انساني حقونو تنظیمونو د پاکستان د دغه ګام غندنه کړې ده.

د پاکستان حکومت د فېکټ فوکس وېب پاڼې د تړل کېدو په اړه لا څه غبرګون نه دی ښودلی خو د مرکزي حکومت اتحادي ګوند پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړي عبدالقادر مندو خېل ويلي چي د اظهار او صحافت ازادي هم ځينې قانوني محدويېتونه لري.

د صحافيانو او بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه اکثر تور لګوي چې د هیواد طاقتوره پوځ په مطبوعاتو قدغنونه لګوي خو پوځ تل دغه تنقید رد کړی دی.

د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوه د ارمي چيف په هېڅ د ملازمت په شپږو کلونو کې د نوموړي د کورنۍ لخوا د اربونو روپو د جاېدادونو جوړولو په اړه خبر ورکونکې تحقيقاتي وېب پاڼې په پاکستان کې د تړل کيدو په سر د صحافيانو او بشري حقونو ډلو سختې نيوکې کړي او دا بندېز ې په دغه هېواد کې د صحافت په ازادۍ يو بل ګذار بللې دې.

د اتوار، یکشبنې، په ورځ فېکټ فوکس کې د پاکستاني خبريال احمد نوراني يو خبر خپور شوچې پکې ادعا شوې چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د شپږ کلن ملازمت په مهال د هغه او کورنۍ د نورو غړو په اثاثو کې څو چنده اضافه شوې ده او د هغه خاندان ارب پتي شوې دی.

د پاکستان پوځ لا هم د دې خبر پخلې يا ردونه نه ده کړې خو د خزانې مرکزي وزير اسحاق ډار د پوځ د مشر د مالي چارو يا د ټېکسونو د اسنادو د افشا کېدو په اړه د پلټنو امر کړی.

د خبريالانو د حقونو نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډرز په پاکستان د فېکټ فوکس وېبپاڼې تړل کيدل نه منونکې سنسرشپ بللی او د ويبپاڼې بندول یې غندلي دي.

په پاکستان د صحافيانو تر ټولو لوي تنظیم پاکستان فېډرل يونين اف جرنلسټس د فېکټ فوکس وېبپاڼې بندېز هم غندلې او د تنظیم صدر افضل بټ وي او ای ډيوه سره خبرو کې وېلي د کومې وېب پاڼې، ټي وي يا اخبار په لا قانونه ډول بندول د صحافت په ازادۍ حمله ده.

ښاغلي بټ وېلي که څوک ګڼي چې يوې وېب پاڼې ناسم خبر خپور کړی نو پرځاې د دې چې وتړل شي د هغې خلاف دې قانوني اقدامات پورته کړی شي.

د بشري حقونو خپلواکه غېرسرکاري تنظيم اېچ ار سي پى هم د فېکټ فوکس تړل غندلي. د سازمان پخوانۍ مشرې او اوسنۍ غړې مېرمن ذهره يوسف ډيوه سره خپل غبرګون کې دا سنسرشپ او صحافتي ازادې خلاف ګام بللی. اغلې ذهره وايي په پاکستان کې يوې ادارې ته هم دا ځانګړې استحقاق نه دي ورکول پکار چې د هغې او ېا د مشر خلاف څوک تحقيقاتي رپورټ ېا خبر نشي ورکولې.

دا تفصيلات په يو داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د جنرال قمر جاوید باجوه د ملازمت موده د روانې نومبر د مياشتې په 29 نېټه ختمېږي.

د پاکستان په اتحادي حکومت کې شامل د پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي عبدالقادر مندوخېل ډيوه سره خبرو کې وېلي د جنرال باجوه او د هغه د کورنۍ د غړو د اثاثو په اړه د خبر خپورولو وخت ناسم دې او ددې پرشا سياسي عراېم کېدې شي ولې دا په ډاګه نکړه چې سياسي عراېم څه دي.

نوموړي وويل ډيوه ته وویل د اظهار ازادي هم ځنې قانوني محدويېتونه لري او مادر پدر ازادي چاته هم نه ده ترلاسه او ددې خپرول د باجوه د کورنې د وېرولو په معنا ده.

هغه وویل پدې موقع باندې د باجوه د اثاثو تفصيلات خپرول سياسي مقصد لري.

د پاکستان مرکزى حکومت د فېکټ فوکس وېبپاڼې د تړل کېدو په هکله لا کوم سپيناوي نه دې ورکړې.
پاکستان د مطبوعاتو د ازادۍ د تروړلو او د اختلافي اوازونو د غلې کولو اوږد تاریخ لري او اکثر د صحافيانو او بشري حقونو

ملکي او نړيوال تنظيمونو ددې تور په طاقتور پوځ پورې کوي خو پوځ دا نېوکې تل رد.

په پاکستان د صحافيانو خلاف په جرمونو نظر ساتونکي غېر دولتي تنظيم فريډم نېټ ورک په خپل وروستي رپورټ کې ويلي چې د کال 2012 او 2022 مينځ موده کې ددې هیواد دننه د کار په مهال 53 خبريالان وژل شوي خو د رپورټ ترمخه د قتل پدې 53 مقدمو کې يوازې دوه مجرمانو ته سزاګانې ورکړل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG