لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار سي پي: د مذهب او عقيدې د ازادۍ په اړوند د پاکستان د رياست دعوې دروغجنې دي


اېچ ار سي پي د نورو سپارښتنو ترڅنګ دا غوښتنه هم کړې ده چې رياست دې د فرقه ييز تشدد د مقابلې لپاره نه يوازې په قامي اېکش پلان عمل وکړي بلکې داسې قامي بيانيه دې هم تياره کړي چې پکې د مذهبي سخت دريځې او اکثريت خوښې ښکاره ردونه کيږي
اېچ ار سي پي د نورو سپارښتنو ترڅنګ دا غوښتنه هم کړې ده چې رياست دې د فرقه ييز تشدد د مقابلې لپاره نه يوازې په قامي اېکش پلان عمل وکړي بلکې داسې قامي بيانيه دې هم تياره کړي چې پکې د مذهبي سخت دريځې او اکثريت خوښې ښکاره ردونه کيږي

پاکستان کې د بشري حقونو غېر دولتي تنظیم هيومن راېټس کمېشن اف پاکستان ويلي چي په پاکستان کې د کال 2021 او 2022 په مهال د مذهبي ازاديو په اړوند د شوو پېښو څخه برېښي چې د مذهب او عقيدې د ازادۍ په اړه د رياستي عزم دعوې په دروغو ولاړې دي.

د بشري حقونو کمیسیون "د اعتماد ماتېدو" تر عنوان لاندې د مذهبي ازادۍ په اړه خپل تازه راپور کې ويلي چي په سيند صوبه کې په جبري توګه د مذهب د بدلون پېښې تر اندېښمنه حده پرله پسې روانې دي او د احمدي ټولنې د عبادت خانو د سپکاوي خبرونه خپريږي خو د رياست له لوري څه رد عمل مخې ته نه راځي.

د سيند صوبې د وزير اعلي وياند عبدالرشيد چنا په دې وروستیو کې د مطبوعاتو سره خبرو کې صوبه کې د لږکيو خلاف پېښو کې د اضافې خبرې دروغ بللي او ويلي يې وو سيند يوازينۍ صوبه ده چې لږکۍ پکې خوندي دي او ازاد ژوند کوي.

د احمدي ټولنې وياند عامر محمود تور لګوي په پنجاب صوبه کې د هغوي د عبادت خانو په نړولو کې پولیس په خپله ککړ دي خو د پنجاب پوليسو په دغه اړوند څه نه دي ويلي.

د اېچ ار سي پي مشرې حنا جېلاني ويلي که رياست د مذهبي لږکیو خلاف جرمونو کې د ککړو کسانو پرضد سملاسي ګامونه پورته نه کړل نو بيا به په پاکستان کې چې د عقيدې په بنياد کوم توپيري چلند او د هغوي ضد تشدد کې ککړ تنانو ته ترلاسه د خلاصون چاپیریال موجود دی هغه به لا نوره وده ومومي او دې سره به په هېواد کې د وړاندې څخه د مذهبي ازادۍ لپاره لنډه فضا نوره راتنګه شي.

د بشري حقونو تنظیم د تعلیم، روزګار او د لږکيو لپاره په ملازمتونو کې ټاکل شوې کوټې طريقه کار ته له بيا د سره کتنې ټينګار کړی دی.

د رپورټ ترمخه سيند صوبه کې د لږکيو په زوره د مذهب د بدلولو پېښې په تشويش ناک ډول جاري دي او وايي دغلته د مذهبي لږکیو د عبادت خانو د سپکاوي خبرونه هم راروان دي.

وايي که داسې پېښې د احمدي ټولنې د ځايونو سره تړاو لري نو بيا خو د رياست لخوا هېڅ رد عمل مخې ته نه راځي.

د احمدي ټولنې وياند عامر محمود په دې رپورټ ډيوه سره خبرو کې ويلي تېرو ورځو کې کراچۍ کې د احمديانو عبادت خانو ته د زيان رسولو دوه پېښې شوي دي او د تېر خالي په ورځ مير پور خاص کې هم د دوی په يوه عبادت خانه ډزې شوي دي.

هغه ويلي له دې نه علاوه د فرورۍ په درېمه نېټټه ضلع عمر کوټ نور نګر کې نامالومه تنانو د احمديانو عبادت خانې ته اور اچولی وو او زياتوي هم پدغه شپه مير پور خاص کې د هغوي يوه عبادت خانه نړول شوې وه.

نوموړي وويل رياست نه خو دا پېښې سنجيده اخلي او نه یې لا تراوسه په دې کې د ککړو کسانو خلاف کوم ګام پورته کړی دی بلکې په پنجاب صوبه کې خو پوليس په خپله د احمدي ټولنې په عبادت خانو او قبرونو په نړولو کې ککړ وو.

پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقونو په سرغړونو او ځورولو ملګري ملتونه، د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې ډلې او امریکا هم اندېښنې څرګندوي او امریکا په دې وروستیو کې د پاکستان نوم د بشري حقونو او د مذهبي لږکیو د حقونو څخه د سرغړونو لپاره د نړۍ د بدنامو لسو هېوادونو په فهرست کې شامل کړی دی.

ډيوه په دې اړه د سيند صوبې د وزير اعلى د وياند عبدالرشيد چنا د دريځ اخستو لپاره رابطه وکړه نو هغه وویل اوس مهال د سېلاب ځپلو لپاره په ډونرز کانفرنس کې بوخت دی خو نوموړي له دې وړاندې مطبوعاتو سره خبرو کې په سيند کې د مذهبي لږکیو پرضد د تشدد او جبري ودونو کې د اضافې خبرې دروغ بللي او ويلي یې وو چي سيند د پاکستان په څلورو صوبو کې يوازنۍ صوبه ده چې مذهبي اقليتونه پکې نه صرف خوندي دي بلکې ازاد ژوند تېروي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون غوښتنه کړې چې حکومت دې د سپريم کورټ د کال 2014 د جېلاني د فېصلې مطابق د لږکيو دپاره نماينده او خپلواکه قانوني کمېشن جوړ کړي او په زوره د مذهب بدلون دې د جرم ګرځولو لپاره په سملاسي ډول قانون سازي وکړي.

د اسلامي نظریاتي کونسل مشر قبله اېاز ډيوه سره خبرو کې ويلي چي اسلام، شريعت او د پاکستان دستور د مذهب په معامله کې د جبر اجازه نه ورکوي، خو وايي د هېواد په دستور کې قاديانان/احمديان پابند کړی شوي دي چې د مسلمانانو شعار به نه خپلوي.

ښاغلی قبله اياز وايي په اصولي توګه د رياست ذمه واري ده چې د لږکيو د حقونو ساتنه وکړي او په قانون عمل باوري کړي خو فرد ته اجازه نشته چې قانون په خپلو لاسونو کې واخلي.

اېچ ار سي پي د نورو سپارښتنو ترڅنګ دا غوښتنه هم کړې ده چې رياست دې د فرقه ييز تشدد د مقابلې لپاره نه يوازې په قامي اېکش پلان عمل وکړي بلکې داسې قامي بيانيه دې هم تياره کړي چې پکې د مذهبي سخت دريځې او اکثريت خوښې ښکاره ردونه کيږي.

په دې وروستیو کې د کراچۍ اېډيشنل انسپکټر جنرل جاوید عالم اوډهو مطبوعاتو ته ويلي وو چي د احمدي ټولنې په عبادت خانو حملو کې ککړ کسان په ډېر زر ونيول شي او زياتره کړې یې وه چې مذهبي لږکیو ته تحفظ ورکول کيږي خو هغوي 24 ساعته سيکورټي نه شي ورکولی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG