د بشري حقونو يو نړيوال تنظيم وائي افغانستان کې د جبري وادۀ او خاوند د ناروا سلوک له امله دکورونو څخه دتيښتې هڅې کوونکې د400ؤ څخه زياتې ښځې په بندي خانو کې قيد دي.
هيومن رائټس واچ پخپل يو ازه راپور کې وئيلي دي هاغه ښځې چې په دغسې ناسازو حالاتو کې دخپلو کورونو څخه دتيښتې هڅې کوي په هغوي عموماً دزنا تور لگولى اؤ په اخلاقي جرمونو کې دککړولو سره هغوي په بند کې اچول کيږي او قصوروار کسان ازاد گرځي راگرځي.
هيومن رائټس واچ د58ؤ دغسې ښځو او جينکو سره مرکې کړي، ددغو ښځو څخه يوه هاغه هم وه چې دهغې خاوند دپيچ کس په ذريعه يواځې په دې وجه هغې ته سزا ورکړې وه چې هغې يو نارينه ميلمه ته بلنه ورکړې وه.
راپور کې ديوې داسې ښځې يادونه هم شوې چې دهغې وادۀ جبراً ديو شرابي، نشه اي او جابر تن سره هاغه وخت شوې وه چې دهغې عمر يواځې 12 کاله ؤ، په دغه ښځې خپل خاوند دخپل هاغه رشته دار سره دناجائزه تعلقاتو لرلو تور لگولى چې په تيښته کې يې هغې سره مرسته کړې وه.
هيومن رائټس واچ وائي دطالبانو دحکومت دختميدو وروستو افغانستان کې دښځو دحقونو په حواله ښه والى راغلى، ښځو ته ديو شان حقونو ورکولو او دهغوي په ضد تشدد ته دجرم ورکولو دنوؤ ائيني باور ورکولو هم ستائينه شوې ده.
خو دتنظيم په قول افغانسان کې دانصاف نظام فعاله نۀ دى، دغه ډلې په افغان صدر تور لگولى چې هغه دبنياد پرستو مذهبي مشرانو سره سازباز کوي او دښځو په حقونو خپل دريځ په تُندۍ سره بدلوي.
په دغه راپور دافغان چارواکو له لوري په فوريتوگه کوم غبرگون مخې ته نۀ دى راغلى.
ايچ ار ډبليو: په اخلاقي جرمونو افغاني ميرمنې په بند کې اچولى شي

1