لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار ډبلیو: طالبانو افغان جینکۍ یوازې د جنسیت په بنیاد د تعلیم نه محرومه کړي دي



د هېومن رايټس واچ تحقيق کونکې سحر فطرت وايي “دا د منلو خبره نه ده چې په 2022 کې مونږ په دې بحث کوو چې جينکۍ زده کړو ته پرېښودل شي که نه؟
د هېومن رايټس واچ تحقيق کونکې سحر فطرت وايي “دا د منلو خبره نه ده چې په 2022 کې مونږ په دې بحث کوو چې جينکۍ زده کړو ته پرېښودل شي که نه؟

د انساني حقونو نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ ویلي په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو یو کال پوره کېدونکی دی او په دې ټوله موده کې د جینکو په ثانوي تعلیم بندیز لګول شوی او جینکۍ فقط د جنسیت په بنیاد د تعلیم نه محرومه ساتل شوي دي.

هیومن رایټس واچ د خپلې وېب پاڼې په لومړي مخ په تازه رپورټ کې ويلي 300 ورځې وشوې چې جينکۍ لوړو زده کړو ته نه پرېښودل کيږي چې د جينکو په تعليم، د هغو په کورنيو او د هېواد په راتلونکي يې ډېرې بدې اغېزې کړي.

د يونيسيف د شمارو تر مخه 850,000 افغانې جينکۍ د سکولونو نه بهر دي.

د هیومن رایټس واچ د رپورټ سره تړل شویو وډیو پېغامونو کې شپږ معلومې افغان مېرمنې تمنا ايازي، سحر فطرت، يلدا حاکم، زهرا جويا، الاها سرور او هيله يون دا خبره کوي چې بحث څنګه تعليم د هغوی ژوندونه بدل کړي او بيا د طالبانو د موجوده بندېز په اړه وايي چې دا د افغانستان نوی نسل په منفي ډول اغېزمن کوي.

د هېومن رايټس واچ تحقيق کونکې سحر فطرت وايي “دا د منلو خبره نه ده چې په 2022 کې مونږ په دې بحث کوو چې جينکۍ زده کړو ته پرېښودل شي که نه؟"

هغه وايي “مونږ د تکړه افغانو ښځو منندوی يو چې زمونږ سره يې په دې اړه خبرې وکړې. نړۍ له د دوی غږ اورېدل پکار دی او نورې هلې ځلې پکار دي چې دا ظلم بند شي. هره ورځ په ميلنونو افغانې جينکۍ مواقع او خپل خوبونه بايلي.”

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ای پي خبري ادارې سره مرکه کې ویلي وو چې د جینکو سکولونه به د مارچ په میاشت کې پرانېستل شي خو طالبان د دغه اعلان نه په شا شوي دي
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ای پي خبري ادارې سره مرکه کې ویلي وو چې د جینکو سکولونه به د مارچ په میاشت کې پرانېستل شي خو طالبان د دغه اعلان نه په شا شوي دي

تېر کال په اګست کې د واک نيولو يوه مياشت وروستو په اتلسم سيپټمبر طالبانو د هلکانو د سيکنډري سکولونو د خلاصولو امر کړی و خو د جينکو په سکولونو غلي پاتې شول چې دا وانګېرل شوه د جينکو په تعليم بندېز دی.

د افغانستان په ځينې ولايتونو کې د ځايي خلکو د زور اچولو وروستو طالبانو د جينکو ښونځي هم خلاص کړل خو په ډېر افغانستان کې د جينکو سکولونه لا بند پراته دي.

د سږ کال د مارچ په میاشت کې طالبانو ژمنه وکړه چې په 23 مارچ به د جينکو ښونځي خلاص کړي خو بيا يې هم په هغه ورځ بيرته بند کړل. د يو نامعلوم وخت پورې بندېز دی او د طالبانو لخوا غوڅه خبره نشته چې کله به دا سکولونه خلاص کړي.

يلدا حاکم چې د بي بي سره کار کوي په ټوېټر د ښونځو د بندېدو موده شماري او وايي د جولايي په څوارلسمه نېټه به پوره 300 ورځې وشي چې جينکۍ سکولونو ته نه ځي.

خبريالې ديا حديد اين پي ار ته ويلي خلکو هم د طالبانو د بندېز د ماتولو چل زده کړی او په کابل کې داسې پټ سکولونه چلوي چې د ټيوشن د لارې جينکو ته زده کړې ورکوي.

د کابل په مرکز کې يوه د ښځو د حقونو کارمنده يو دا رنګ سکول چلوي چې د سيکنډري کچې زده کونکو ته تعليم ورکړي او هغې ميډيا ته ويلي د طالبانو لخوا ورته په غير رسمي توګه اجازت ورکړل شوی چې که جينکۍ د لباس شرايط مني نو کولی شي خپل سکول وچلوي.

د کابل په اطرافو کې يو سکول په يوه وړه کوټه کې چليږي چې پکې د تنکي عمر لس جينکۍ زيات تره يو بل ته زده کړې ښايي چې طالبانو يې سکول ته په تلو بندېز لګولی.

د سږ کال د مارچ د په دې تصویر کې دوه افغان جنیکۍ لیدل کېږي چې په کندهار کې په خپل کور کې زدکړې کوي
د سږ کال د مارچ د په دې تصویر کې دوه افغان جنیکۍ لیدل کېږي چې په کندهار کې په خپل کور کې زدکړې کوي


د سکول چلونکې نازنين پخپله په کچه عمر کې ده خو کوښښ کوي چې جينکو ته تعليم ورکړي او اين پي ار ته وايي “کله چې طالبانو وويل جينکۍ به لوړو زده کړو ته نه ځي نو ما د ځان سره فکر کولو چې زه به څه کوم؟ څنګه کولی شم چې زما چار چاپېره جينکۍ تعليم ته وهڅوم او ډاډ ورکړم.”

زده کونکې او ښودونکې خپل پوره نوم د دې ويرې نه ښايي چې کېدلی شي طالبان پرې خبر شي او بدې اغېزې ولري.

د طالبانو د تعليم محکمې يو وياند اين پي ار ته ويلي دوی تيار دي چې د جينکو ښونځي په هغه وخت بيرته خلاص کړي چې کله ورته د طالبانو د قيادت نه امر وشي خو څېړونکي وايي د دې اثار ډېر کم ښکاري چې ژر به سکولونه خلاص کړل شي.

طالبان وايي د شریعت او افغان دود دستور سره د حالاتو برابرولو وروسته به د جینکو په تعلیم او کار روزګار بندیزونه لېرې کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG