لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار ډبلیو: متحده عرب امارات د ۲۰۰۰ نه زیات افغانان په غېرقانوني حراست کې ساتلي


په افغانستان کې د شلن کلن جنګ وروسته د امریکايي ځواکونو د انخلا په مهال غیرسرکاري ډلو او امارتي پوځ په زرګونو افغانان یو ای ايي ته را ووېستل
په افغانستان کې د شلن کلن جنګ وروسته د امریکايي ځواکونو د انخلا په مهال غیرسرکاري ډلو او امارتي پوځ په زرګونو افغانان یو ای ايي ته را ووېستل

د ۲۵۰۰ نه تر د ۲۷۰۰ پورې افغانان په بل ملک کې د بیا ابادېدو اهلیت د نه لرلو له امله په یو ای ايي کې پاتې دي چې اېچ ار ډبلیو وايي په خودسره توګه حراست کې ساتل شوي دي

د انساني حقونو نړيوالې ادارې هیومن رایټس واچ ویلي متحده عرب امارات د تېرو ۱۵ میاشتو نه د زیات وخت راهسې هغه ۲۷۰۰ افغانان په غېرقانوني ډول ګرفتار کړي دي چې په بل ملک کې د بیا ابادېدو اهلیت نه لري.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، اېچ ار ډبلیو د شورو، چهارشنبط، په ورځ په خپل رپورټ کې وویل د اماراتو په هیومېنېټېرین سټي کې موجود زیاتره افغانستان په ذهني پرېشانۍ او په نورو ذهني ناروغو کې مبتلا دي، وکیل (قانون پوهه) ته لاس رسی نه لري او د ماشومانو د تعلیم دپاره يې مناسب سهولتونه نه شته.

په ابوظهبي کې افغانان چې په کوم ځای کې بندي کړی شوي، اېچ ار ډبلیو وایي هلته د اوسېدو حالات ډیر خراب شوي او بندیوانان د ګڼي ګوڼي شکایت کوي.

د متحده عرب اماراتو، یو ای ايي، یو چارواکي روېټرز ته وویل دوی د امریکا او نورو ملکونو سره هکاري کوي چې د مخکې شوي معاهدې سره سم د افغانستان نه راوېستل شوي کسان اباد کړي.

رپورټ وايي دغه چارواکي د اېچ ډبليو په دې رپورټ څه و نه وېل چې په متحده عرب اماراتو کې افغانان په حراست کې ساتل شوي دي.

چارواکي ومنله چې افغانان مایوسه شوي او په بیا ابادېدو یا ريسېټلمنټ کې يې په غیر ارادي توګه زیات وخت ولګېدو.

د یو ای ايي چارواکي وویل ملک يې ژمنه لري چې د افغانستان نه راوېستل شویو کسان په امن، تحفظ او وقار کې ژوند وکړي او د خوراک، صفايي، صحت او د تعلیم خیال يې ساتل کېږي.

اېچ ار ډبلیو وویل د یو ای ايي د داخله او خارجه چارو وزارتونو ورته څه جواب نه دی ورکړی.

د امریکې سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت هغه څانګه چې د افغانانو د بیا ابادولو کار يې په غاړه دی، وویل چې د اهلیت لرونکو افغانانو د بیا ابادولو کار دوام لري او په دې کې هغه افغانان هم شامل دي چې په اېمېرېټس هیومېنېټېرین سټي کې موجود دي.

په افغانستان کې د شلن کلن جنګ وروسته د امریکايي ځواکونو د انخلا په مهال غیرسرکاري ډلو او امارتي پوځ په زرګونو افغانان یو ای ايي ته را ووېستل.

په یو ای ايي کې افغانان په اېمېرېټس سټي او د کارکونکو په تسامیم سټي کې اباد کړی شول ګڼ شمېر افغان کډوال امريکې، کېڼېډي او نورو ملکونو ته ولېږل شول.

د ۲۵۰۰ نه تر د ۲۷۰۰ پورې افغانان په بل ملک کې د بیا ابادېدو اهلیت د نه لرلو له امله په یو ای ايي کې پاتې دي چې اېچ ار ډبلیو وايي په خودسره توګه حراست کې ساتل شوي دي.

د يو ای ايي چارواکي وویل ملک يې د ۱۷۰۰۰ افغانانو کوربه توب کړی چې ۸۷ فیصد په کې په نورو ملکونو کې بیا اباد کړی شوي دي.

منځني ختیځ دپاره د اېچ ار ډبلیو څېړونکي جويې شي وویل اماراتي چارواکو په زرګونو افغان پناه غوښتونکي د تېرو ۱۵ میاشتو نه د زیات وخت راهسې په خرابو حالاتو کې په حراست کې ساتلي او د پناه اخیستلو دپاره په خواستونو د پرمختګ امید نه لري.

د روېټرز رپورټ وايي اېچ ار ډبلیو تېر کال د ۱۶ افغانانو سره خبرې وکړې او هغوی ورته وویل چې په ازاده توګه د کېمپ نه نه شي وتلی، هسپتال ته د تګ په مهال يې امنیتي چارواکي څارنه کوي او یوازې یو شاپنګ مال ته د تګ اجازت لري.

اېچ ار ډبلیو په خپل رپورټ کې وویل اماراتي چارواکي د کډوالو او پناه غوښتونکو په اړه د نړیوال قانون او د متحده قومونو هدایاتو پابندي نه کوي.

یو ای ايي د کډوالو په اړه د یو اېن رېفیوجي کنوېشن نه دی دستخط کړی.

اېچ ار ډبلیو د يو ای ايي نه وغوښتل چې په بېړني ډول دې چې افغانانو ته دې د پناه اخیستلو دپاره منصفانه او انفرادي موقع ورکړي او د کېسونو د فېصله کېدو پورې دې تحفظ او د اوسېدو اجازت ورکړي.

ادارې د سټېټ ډپارټمنټ نه هم وغوښتل چې افغانانو د ازادولو دپاره دې خپل اثررسوخ استعمال کړي او د انساني خواخوږۍ په بنیاد دې پناه دپاره د افغانانو په خواستونو کار وکړي.

د روېټرز د رپورټ ترمخه، افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته امريکې د ۸۸۰۰۰ نه زیات افغانان په ملک کې اباد کړي دي خو په زرګونو نور افغانان چې د امريکې د حکومت سره يې خدمات ترسره کړي دي د خصوصي ويزو په انتظار په افغانستان کې پاتې دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG