لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په افغانستان کې د شهري حقونو د فعالانو خلاف د طالبانو اقدامات مخ په زیاتېدو دي


د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس واچ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په سوشل ميډیا د طالبانو د سختو قدغنونو له امله د ګڼ شمېر نورو ګرفتاریو خبرونه مخې ته نه راځي، په خصوصي توګه هغه ګرفتارۍ چې په لېرې پرتو سیمو کې کېږي
د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس واچ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په سوشل ميډیا د طالبانو د سختو قدغنونو له امله د ګڼ شمېر نورو ګرفتاریو خبرونه مخې ته نه راځي، په خصوصي توګه هغه ګرفتارۍ چې په لېرې پرتو سیمو کې کېږي

د انساني حقونو دفاع کونکي وايي د افغانستان واکمنو طالبانو د شهري حقونو او د مطبوعاتو د هغو فعالانو خلاف اقدامات زیات کړي د مېرمنو په تعلیم او په ټولنیز ژوند کې د مېرمنو په شرکت د طالبانو په قدغنونو تنقید کوي.

د شهري ټولنې سرچینو وي او ای ته وویل چې دا هفته د ښځو د تعلیم فعال مطیع الله وېسا ګرفتاري د مدني فعالانو خلاف په پراخه کچه د طالبانو د اقداماتو برخه ده. وېسان د ټولنې په کچه د تعلیم دپاره کار کونکي تنظیم پېن پېت باني دي.

د شهري ټولنې سرچینو او ځینو هغو کسانو چې طالبانو مخکې نیولي وو، وي او ای ته وویل په تېرو څو میاشتو کې طالبانو د افغانستان په مختلفو برخو د غیر حکومتي تنظیمونو ګڼ شمېر نسبتاً غیر معروف کسان په بې بنیاده الزاماتو نیولي دي.

سرچينې وايي د طالبانو استخباراتي اداره مخالفینو خلاف د اقداماتو مشري کوي.

د وي او ای رپورټ وايي د هرات یونېورسټۍ پخوانی استاذ رسول عابدي پارسي څو هفتې وړاندې طالبانو نیولی و. د رپورټونو ترمخه، پارسي په فېس بک د طالبانو په باره کې د تنقیدي پوسټونو په نیول شوی و.

د انساني حقونو تنظیم هیومن رایټس واچ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په سوشل ميډیا د طالبانو د سختو قدغنونو له امله د ګڼ شمېر نورو ګرفتاریو خبرونه مخې ته نه راځي، په خصوصي توګه هغه ګرفتارۍ چې په لېرې پرتو سیمو کې کېږي.

اېچ ار ډبلیو وویل طالب چارواکي زیاتره دا معلومات نه شریکوي چې خلک يې په څه وجوهاتو نیولي دي او یا دا چې په ګرفتار کسانو په کله مقدمه چلوي؟

تنظیم وویل نیول کسان وکیلانو ته لاس رسی نه لري او نه يې هم د کورنیو غړو ته د ملاقات اجازت ورکوي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د وېسا د نیول کېدو تصدیق کړی او د شورو، چهارشنبې، په ورځ يې وویل چې وېسا د هغه په اړه د تشویش وړ معلوماتو په بنیاد نیول شوی دی
د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د وېسا د نیول کېدو تصدیق کړی او د شورو، چهارشنبې، په ورځ يې وویل چې وېسا د هغه په اړه د تشویش وړ معلوماتو په بنیاد نیول شوی دی

د وېسا کورنۍ ویلي هغه د ګل، دوشنبې، په ورځ په کابل کې د یو جومات نه بهر ونیول شو ځکه چې هغه ښځو د تعلیم دپاره هلې ځلې کولې.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د وېسا د نیول کېدو تصدیق کړی او د شورو، چهارشنبې، په ورځ يې وویل چې وېسا د هغه په اړه د تشویش وړ معلوماتو په بنیاد نیول شوی دی. مجاهد نور تفصیل شریک نه کړو او وېسا خلاف د اقدام دفاع یې وکړه. هغه وویل پکار ده چې مشکوک کسان ونیول شي او تحقیقات یې وکړی شي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د متحده قومونو د انساني حقونو دفتر وویل چې د ۲۰۲۳ د شروع راهسې په افغانستان کې د مدني ټولنې د نیول شویو فعالانو شمېره د تشویش وړ ده. ادارې دا هم وویل چې د زیاترو نیولو شویو کسانو په اړه دا هم نه ده معلومه چې چېرته بندي ساتلي شوي دي؟

د متحده قومونو د انساني حقونو دفتبر په خپل بیان کې د ځینو نیول شویو کسانو نومونه څه داسې ورکړي دي: نرګس سادات، زکریا اصولي، سلطان علي ضیايي، خېرالله پرهر او مصطفا بهبودي.

د یو اېن ایچ سي ار ترجمان (نې) جرمي لارنس د فعالانو په دوامداره ګرفتاریو تشویش څرګند کړو او په فوري توګه يې د ازادۍ غوښتنه وکړه.

جرمي وویل د رای د ازادۍ په اظهار د خلکو نیول کېد د انساني حقونو خلاف ورزي ده.

هیومن رایټس واچ وویل طالبان ګڼي چې د مخالفینو د چقلو دلارې به په سیاسي توګه ومنل شي خو خودسره ګرفتارۍ د افغانستان مستقبل د مشکلاتو سره مخامخ کوي.

نړیوالې ټولنې طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

په پراخه کچه د تنقید برعکس طالبان د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د اسلام او افغان دود دستور سره سمی خوري.

طالبانو دا هفته د خپل مشر ملا هېبت الله اخونزاده یو بیان بیا جاري کړو چې هغه په کې وايي د طالبانو په حکومت کې د بهرنی مداخلت و نه کړی شي. هغه وویل د شریعت په قیمت به هېڅ چا سره څه لېن دېن و نه کړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG