لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصوبې سیاسي اؤ ټولنیز مشران دامن په غوښتنه سوات ته ورټول شوي،وایي نور په هیڅ قیمت ترهګري نه مني


په احتجاجي غونډه کې دا شعارونه ډېر څرګند وو چې ترهګر مرده باد، د ترهګرو سرپرستان مرده باد او مونږ پخپله خاوره امن غواړو
په احتجاجي غونډه کې دا شعارونه ډېر څرګند وو چې ترهګر مرده باد، د ترهګرو سرپرستان مرده باد او مونږ پخپله خاوره امن غواړو

په سوات کې دترهګرو د بیا راپورته کیدو، دپلار اؤ زوئ د وژنې اؤ دسکول په ګاډي د پرونۍ ورځې دبرید پرضد دنهې په ورځ یوه ستره احتحاجي مظاهره شوې چې پکې دبیلابیلو سیاسي ګوندونو،ولسي تحریکونو،مدني ټولنې اؤ ځایي مشرانو برخه اخستې وه .

دغو مشرانو اؤ دسوات ځایي ولس حکومت ته کرښه راښکلې ده چې په هیڅ صورت به نور پښتانه خپله سیمه کې دترهګرو مسلط کولو ته غاړه نه ږدي اؤ دترهګرۍ پرضد به مزاحمت اؤ هر رقم غږ پورته کوي.

په مینګوره نشاط چوک کې راجوړې شوې د زرګونو خلکو دې ستره احتجاجي مظاهره کې دعوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر ایمل ولی خان،دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین، دجماعت اسلامي سینیټر مشتاق احمد خان،پښتونخوا اسمبلۍ کې د ای این پي پارلیماني مشر سردار حسین بابک، افراسیاب خټک، مختیارخان یوسف زئ اؤ ګڼ نور وتلي مشران شریک شوي وؤ.

دپښتونخوا سیاسي قیادت اؤ دسوات ځایي خلک وروسته له هغې په مینګوره کې احتجاج ته راټول شوي وؤ چې په دې وروستیو کې په میډیا اؤ سوشل میډیا دعوې وشوې چې وسله وال طالبان یو ځل بیا سوات ته راګرځېدلي اؤ دلته یې د ګزمو لیدل کیدو ترڅنګ پوځي اؤ پولیس مشران هم تښتولي دي.

احتجاجي مظاهرې ته پخپله وینا کې سیاسي اؤ ټولنیزو مشرانو پخپلو ویناګانو کې په سوات کې په نزدې ورځو کې رامنځته شوؤ دترهګرۍ دپېښو په سختو ټکو کې غندنه وکړه اؤ وئ ویل څو ورځې وړاندې چې کوم پلار اؤ زوي دترهګرو په نوم وژل شوي که دهغوئ د وژونکو په ضد یو شواروز مقدمه درج نه کړل شوه نو بیا به دوي په سیمه کې پرلت پیلوي.

وینا والو واضحه کړې چې تر دې وروسته چرته هم چې دپښتنو په خاوره کې دترهګرۍ پېښه رامنځته کیږي هلته به دترهګرۍ پرضد پرلت پیلولی شي .

دسوات په نشاط چوک،چرته چې دا مظاهره راجوړه کړل شوې وه ، دوکاندارانو وي او ای ډيوه ته ویلي چې دسوات په تاریخ کې دا تر ټولو ستره احتجاجي مظاهره وه.

مظاهرې ته خپله وینا کې دعوامي نیشنل ګوند دخېبر پښتونخوا صوبې صدر ایمل ولي خان ویلي ننۍ بې ساري مظاهرې وښودله چې پښتانه نور پخپله خاوره ترهګرۍ منلو ته تیار نه دي.

هغه وویل کوم "قوتونه یا خلک چې په دې خاوره دامنیت ګډوډل غواړي هغوئ باید خبر وي چې نور مونږ غلي نه پاتې کیږو"

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلي منظور‌پښتین دغه احتجاجي مظاهرې ته خپله وینا کې ویلي پښتانه پخپله خاوره ترهګري، د ډالرو لپاره کیدونکې جګړې اؤ د ریاست هغه پالیسۍ نه مني چې نتیجه کې یې دپښتون وطن امن تباه کیږي.

هغه وویل دترهګرۍ په نوم دې جګړه کې پښتانه ډیر وځوریدل اؤ نور چې څوک په دې خاوره ترهګرۍ ته بهانې پیدا کوي‌ پښتانه به یې پرضد راپورته کیږي اؤ مخه به یې نیسي.

هغه وویل نن په سوات کې د زرګونو پښتنو راپورته کیدل ښایي چې دوي نور د ریاست په چالونو پوهه شوي دي اؤ څوک یې دخولې په بیانونو نه شي غولولی.

سینیټر مشتاق احمد پخپله وینا کې وویل سوات کې دامن ټينګښت دحکومت ذمه واري ده اؤ پرون چې په سوات کې دسکول په ګاډي کوم برید شوی اؤ ترهغې وړاندې په سوات بائ پاس سړک په پوځ په جعلي مقابله کې کوم پلار اؤ زوي وژلي نن په زرګونو خلک ددې ظلم پرضد احتجاج ته راوتلي دي.

هغه وویل خلک پوښتنه لري چې هرکله طالبان له سواته وتلي وؤ نو بیا څنګه راغلل اؤ چا راوستل؟

ښاغلي مشتاق احمد وویل پښتانه پوهیږي چې ددې هرڅه تر شا دچا لاس دی اؤ دکومو مقصدونو لپأره دترهګرۍ چپه بیا راولاړه کړل شوې ده خو زیاته یې کړه چې نور پښتانه هم بیدار شوي اؤ چاته پخپله خاوره دامن ګډوډولو اجازه نه شي ورکولی.

دعوامي نیشنل ګوند صوبایي عمومي سکتر سردار بابک پخپله وینا کې تور ولګولو چې دپښتنو په خاوره دامنیت په ګډوډولو کې د ریاستي ادارو لاس دی.

هغه وویل مونږ نه ویریږو اؤ په ډاګه وایو چې هیڅوک رانه نور دپښتنو په خاوره دترهګرۍ کاروبار نه شي کولی.

تر دې احتجاجي مظاهرې وړاندې هم په نزدې وختونو کې په سوات کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو په ضد دغسې احتجاجي مظاهرې راجوړې شوې وې خو هغې ته دصوبې سیاسي قیادت په دومره په دومره ګڼ تعداد کې برخه نه وه اخستې.

د سوات په خوازخېله سيمه کې د تېرې جمعې په ورځ هم په يوه احتجاجي غونډه کې ګډونوالو غوښتنه کړې وه چې امنيتي ځواکونه دې د سوات نه لاړ شي او ټول قبضه کړل شوي سکولونه، کالجونه او نورې سرکاري ودانې دې په پوره توګه خالي کړي.

په احتجاجي غونډه کې دا شعارونه ډېر څرګند وو چې ترهګر مرده باد، د ترهګرو سرپرستان مرده باد او مونږ پخپله خاوره امن غواړو.

د سوات د خرابو حالاتو په ترڅ کې د پاکستان د پوځ په زرګونو عسکر په کال 2007 کې ګومارل شوي خو د سوات امن په پوره توګه نه دی راوستل شوی او وخت په وخت پکې د ترهګرۍ پېښې کيږي.

تېره مياشت يوه داسې ويډيو خوره کړل شوې وه چې پکې د پوليس يو ډي ايس پي په زخمي حالت کې ښودل شوی و او دوه تنه چې د هغوی د دعوې تر مخه د پوځ عسکر وو طالبانو نيولي وو او بيا په ياده ويډيو کې ښودل شوي وو.

د احتجاج په پرېکړو کې يوه دا هم وه چې دا ځل به د سوات خلک په هيڅ حالت کې هم کډوالۍ ته تيار نه وي او کډوالي به نه کوي.

په کال 2009-10 کې په لکونو خلک د سوات، شانګلې او بونېر نه پوځ په زور کډوال کړي وو ځکه چې په دې سيمو د قابض تحريک طالبان پاکستان خلاف يې پوځي عمليات کول خو ولې د تحريک مشر مولانا فضل الله سره د خپلو ملګرو د سيمې نه روغ وتلی و او افغانستان ته اوښتلی و.

فضل الله بيا د امريکايي ډرون په بريد کې سره د يو شمېر کمانډرانو په کونړ کې وژل شوی و.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG