د خالي یا شنبې په ورځ په مرکزي لندن کې دریوؤ لکو زیات خلک د فلسطین ولس سره د یووالي په خاطر سړکونو ته وتلي اؤ یو سوله ییز لاریون یې کړی دی .د لندن پولیسو د 120 نه زیات هغه کسان نیولي دي چې غوښتل یې د فلسطینیانو په پلوۍ د کېدونکې دغه مظاهرې مخه ونیسي.
د لمړۍ نړېوالې جګړې په یادګار سینټوف دفلسطینیانو سره د یووالي په موخه د راجوړ شوي دې احتجاجي لاریون په مهال د پولیسو اؤ هغو مظاهره چیانو ترمنځ نښتې هم شوي دي چې د فلسطین په پلوۍ د کېدونکي لاریون مخنیوي لپاره سړکونو ته راوتلي وؤ.
د برتانیې وزیراعظم رشي سونک د سینټوف په یادګار د رامنځته شوي دغه تاو تریخوالي غندنه کړې ده اؤ "د حماس په خواخوږو" یې هم نیوکه کړې ده چې په دغه ستر لاریون کې شریک شوي وؤ. هغه د فلسطینیانو سره د یووالي ښودلو په موخه د راجوړې شوې مظاهرې لپاره ټاکل شوی ځای اؤ وخت "د سپکاوي وړ" بللی دی.
لندن کې خبریالانو ته وزیراعظم رشي سونک ویلي دي هغه د ارمسټايس د ورځې په موقعه د فلسطین په پلوۍ د راجوړې شوي لاریون مخنیوي کې په پاتې راتلو د د میټرو پولیټن پولیسو له کمشنر نه ځواب غوښتی دی. د لاریون په مهال مظاهره چیانو په غزه کې په سمدستي توګه د بمباریو بندولو اؤ د امن په پلوۍ شعارونه ورکول.
د لندن پولیسو ویلي چې ددغه لاریون د مخنیوي په موخه سړکونو ته د راوتلو مظاهره چیانو څخه یې تر 120 زیات نیولي اؤ وایي د هغوي د ولکې نه یې چړې، کوتکونه،منشیات اؤ نور شیان ترلاسه کړي دي. پولیس چارواکو ویلي چې د فلسطین په پلوۍ دشوې دې مظاهرې په مهال د ګډ وډوۍ هیڅ پېښه مخې ته نه ده راغلې.
د فلسطینیانو سره د یووالي په خاطر د راجوړ شوي لاریون په مخالفت کې میدان ته د راوتلو ځېنو مظاهرینو اؤ پولیس ترمنځ په شوؤ نښتو خپل غبرګون کې د لندن مئیر صادق خان ویلي چې دا د ناخوښۍ پېښې د داخله وزیرې سویلا بریورمین له بیانونو وروسته مخې ته راغلي دي اؤ وایي دغو بیانونو د پولیسو مشکلات لا پسې زیات کړي دي.
تر دې وړاندې داخله وزیرې سویلا بریورمین پخپلو څرګندونو کې د فلسطینیانو په پلوۍ راجوړیدونکی دا لاریون د "هجوم" په مشرۍ "نفرت مارچ"بللی ؤ.
د لندن پولیسو ددې لاریون د مخنیوي لپاره شوي وزارتي خواستونه په دې ویلو سره رد کړي وؤ چې هغوي داسې هیڅ نه ویني چې ګنې لاریون کې به څه سخت تاو تریخوالی رامنځته شي اؤ د حکومت اړېکې به پرې تاوجنې شي.
پولیسو ویلي چې د فلسطینیانو په ملاتړ راجوړ شوي دې لاریون کې تر دریوؤ لکو زیاتو خلکو برخه اخستې ده خو د لاریون راجوړونکو بیا دعوه کړې ده دې لاریون لپاره خواوشا اته لکه کسان سړکونو ته را وتلي وؤ.
په اووم اکتوبر د حماس لخوا په اسرایل شوې حمله کې د ۱۴۰۰ کسانو له وژل کېدو اؤ ۲۴۰ نورو له یرغمل کېدو نه وروسته د برتانیې په ګډون ګڼ شمیر اروپائ هیوادونه اؤ وګړي د اسرایل سره خواخوږي ښایي خو د اسرایل لخوا په غزه کې روان ځوابي پوځي غبرګون هم په ګڼو هیوادونو کې د اسرایل پرضد غصه راپارولې ده.
په غزه کې د حماس د واک لاندې د روغتیا وزارت دعوه کوي چې د اسرایل په بریدونو کې تر اوسه له ۱۱زرو زیات وګړي وژل شوي چې زیاته شمېره پکې د ماشومانو ده.
(ددې رپورټ ځېنې معلومات د رایټرز خبري اژانس نه اخستل شوي دي)
Forum