لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سمندري طوفان مېتیو فلوریډا ته رسیدلی


A billboard canvas flaps in the wind after Hurricane Matthew passed off shore, Oct. 7, 2016, in North Palm Beach, Fla.
A billboard canvas flaps in the wind after Hurricane Matthew passed off shore, Oct. 7, 2016, in North Palm Beach, Fla.

د امریکا د سمندري طوفانونو ادارې ویلي دې چې دغه طوفان به دومره ځواکمن وي چې په تیرو لسیزو کې يې ساری نشته. دوي وايي چې دغه سمندري طوفان کولی شي تر پنځو مېټرو پورې هسکې څپې ولري.

په امریکا کې د مېتیو په نامه راغلی ویرونکی سمندري طوفان د فلوریډا سمندري غاړو ته رسېدلی.

دغه سمندري طوفان لا دمخه په کربین کې په سلګونو کسان وژلي دي چې لږ تر لږه ۳۰۰ يې په هیټي کې وه. که څه هم دغه سمندري طوفان یو څه کمزوری شوی دی خو نن سهار يې درې زورورې څپې له توندې سیلۍ سره یوځای چې په یوه ساعت کې يې ۱۰۰ کیلومټره واټن وهه د فلوریډا سمندري غاړو ته ورسیدې.

د امریکا په ختیځ ساحل کې له دوه میلیونو زیاتو خلکو ته امر شوی چې له خپلو کورنو څخه خوندي سیمو ته کډه شي. د فلوریډا سمندري غاړو ته ددغه طوفان له رسېدو سره ۲۴۰۰۰۰ کسانو باندې برېښنا یا بجلي قطع شوه. دا شمیره ښايي نوره هم هغه مهال لوړه شي کله چې دغه طوفان شمالي لور ته مخه کړي.

د فلوریډا چارواکو ویلي دي هغه کسان چې ددغه طوفان پر وخت په خپلو کورونو کې پاتې کیږي نو هغه به ساده او کم عقل وي ځکه ددوي په وینا دا ډیر خطرناک طوفان دی او کیدای شي ډیرې ویجاړۍ له ځانه سره ولري. د موسمیاتو پېژندونکي اټکل کوي چې دغه طوفان به د شرقي ساحلي غاړو په اوږدو کې شمالي برخو لکه جیورجیا او شمالي کیرولاینا ایالتونو ته ورسیږي او له هاغه ځایه به سمندر ته مخه کړي او دا هم کیداي شي چې بیرته په حلقوي توګه په فلوریډا باندې راتاو شي.

د امریکا د سمندري طوفانونو ادارې ویلي دې چې دغه طوفان به دومره ځواکمن وي چې په تیرو لسیزو کې يې ساری نشته. دوي وايي چې دغه سمندري طوفان کولی شي تر پنځو مېټرو پورې هسکې څپې ولري. د امریکا ولسمشر بارک اوباما په فلوریډا، جیورجیا او کیرولاینا کې بیړنی حالت اعلان کړیدی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG