د کرکټ نړیوال کونسل (آی سي سي) په روان کال 2024م کې د نارينه و شل اووريزه د T-20 نړيوال کپ شيډول اعلان کړی چې ترمخه به یې سیالۍ د لومړي جون څخه پېل کيږي او فايل به یې په 29م جون وي.
امریکا په لومړي ځل د د T-20 نړيوال کپ کوربه توب کوي.
آی سي سي ویلي، د د T-20 نړيوال کپ سيالۍ به په امریکا او ويسټ انډيز کې کولی شي او 20 لوبډلې به پکې برخه اخلي.
ویل شوي، 20 لوبډلې په څلورو ګروپونو کې وېشل شوي دي.
په ګروپ اې کې، پاکستان، هند، اييرلېنډ، امریکا او کېنېډا
په ګروپ بي کې، انګلېنډ، اسټريليا، نيميبيا، اسکاټ لېنډ، عمان
په ګروپ سي کې، نيوزي لېنډ، ويسټ انډيز، افغانستان، يوګنډا، پاپوا نيوګيني
او ګروپ ډي کې، جنوبي افريقه، سري لنکا، بنګله دېش، نيدر لېنډ او نيپال شامل دي.
د افغانستان کرکټ لوبډله به خپله لومړۍ سيالۍ کې په درېم جون د يوګنډا لوبډلې سره مخامخ کيږي او پاکستان به خپله لومړۍ سيالي په شپږم جون د امريکا د لوبډلې سره کوي.
د کال 2022م د T-20 نړيوال کپ فاينل کې انګلېنډ د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړې او اتلولي یې ګټلې وه.
Forum