دائي سي سي چيمپئنز ټرافۍ کرکټ ټورنامنټ دگروپ بي په يو ميچ کې ويسټ انډيز پاکستان ته په دوؤوکټو ماتې ورکړی ده.
ويسټ انډيز دټاس گټلو وروستو پاکستان ته دلمړي بيټنگ بلنه ورکړې ده.او د پاکستان ټول ټیم په 170 رنزونو جوړولو آوټ شول. په ځواب کې ویسټ انډیز دغه حدف د اتو وکټو په نقصان پوره کړو.
لندن کې داوول کرکټ گراؤنډ کې روان دغه ميچ کې پاکستاني اوپنرانو دښه بيټنگ اغاز ونۀ کړى شو اؤ درې وکټې يې يواځې د15 رنز په مجموعي سکور پريوتې.
لمړو بيټسمينانو عمران فرحت دوه، محمد حفيظ څلور اؤ اسد شفيق بغير دکوم رن څخه اؤټ شو، دغه دريواړه وکټې دويسټ انډيز کيمار روچ ترلاسه کړي.
وروستو شعيب ملک په صفر، کامران اکمل په دوه،وهاب رياض په شپږ، سعيد اجمل په دوه اؤ جنيد خان په صفر رنز اوټ شوي.
همدغه شان دپاکستان ناصر جمشيد 50 اؤ کپتان مصباح الحق ددريوؤ چکو اؤ پينځوؤ چوکو په مدد سره په 96 رنز ناټ اوټ پاتې شوى دى.
له دې وړاندې دټاس دبائيللو وروستو پخپلو څرگندونو کې دپاکستاني ټيم کپتان مصباح الحق وئيلي ؤ که چرې ټاس يې گټلى وى نو لمړى به يې دفيلډنگ فيصله کوله.
پاکستاني ټيم ددغه ميچ لپاره درې فاسټ باؤلران اؤ درې اسپنران شامل کړي دي.
ويسټ انډيز دډيرن سيمي پځايې کيرؤن پولارډ ته ټيم کې ځايې ورکړى.
پاکستان تر دې مهاله لوبول شوؤ شپږو چيمپئنز ټرافو څخه ټورنامنټونو کې يوځل هم ددغه ټرافۍ په گټلو کې نۀ دى بريالى شوى.
دويسټ انډيز کيمار روچ درې، سنيل نارائن درې وکټې ترلاسه کړي.